د عمرونو د اشنايانو
مرحوم قدرمن محمد ظاهر اُفُق
او
مرحوم عزتمن ببرک شينواري
د رحلت د غبرګ ماتم په مناسبت
څو شَلې شَډلیِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شَلې شَډلیِ

د رڼو خلکو ياده روڼ شه د سپين لمر په غاړه
د بنډارونو کور يې جوړ شه د کوثر په غاړه
د ملګرپالو میړنيو سخاوت والاوو
هلته يې هم نغری جوړ شه د لنګر په غاړه
په تګ خپه نه شئ مرګ هم بل تداوم د ژوند دی
دلته په نوم کې هلته تل د لوی سفر په غاړه
روان خو ټول يو چې راتلونکو ته مو ځای خالي شي
هسی ګيلې خلک امیل کړي د قضاء او د قدر په غاړه
ټول کائنات په حرکت کې دي زوړ ځي ځوان راځي
چا تل لاسونه دي حلقه د يوه مَقر په غاړه؟
عذاب به چیری وي که چا دلته ژوند نه وي ازار
د کليسا یا د جومات يا د مندر په غاړه
د نورو ښکلو سره يو شئ، ځئ، خوشاله سفر
ښکلا ښکلا شئ د مزل د هر منظر په غاړه
کاشکی دا څو کرښی مو هلته هم لوستلای شوَلای
چې پوهيدای دربښونده یو د معبر په غاړه
زه خو چې درشم د [ شهيد ] سره به ګرده یوځای
جګ اعتراض په استعمار کړو د محشر په غاړه
د ويال ډغریِ د تقدير سره لا هم دَ لۍ دي
شَلې شَډلیِ يې بارکړي د هنر په غاړه
تازه خان ويال
ميډاوېل، لندن
۷ / مارچ / ۲۰۱۷