‎نړیوال اوس پوهېږي چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ملاتړ او د هرې بدبختۍ لامل پاکستان دی ، همدا پاکستان دی چې دا څلوېښت کاله یې په افغانستان کې د جګړې اور تازه ساتلی ، همدا پاکستان دی چې د سیمې او نړۍ د پاره ګواښ ګرځېدلی .
‎همدا پاکستان دی چې ټولې نړیوالې مالي مرستې د ترهګرو د روزلو او تمویل د پاره یې
‎مصرف کوي، پاکستان د اسلام په نوم او د جهاد په نوم تنکي ځوانان ګمراه کوي او د جهاد په نوم یې افغانستان ته رالېږي ، او زموږ بېګناه ولس پرې شهیدانوي، طالبان هر هغه څه کوي کوم چې پاکستان ورته وايي د کابل پروسې په جریان کې افغان دولت طالبانو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه وړاندیزونه لرل ، خو طالبانو دا وړاندیزونه رد کړه ، طالبان وايي بهرنیان د له افغانستان څخه ووځي افغان حګومت چمتو دی چې طالبانو سره په همدې موضوع وغږېږي خو طالبان یې ردوي، طالبان وايي موږ له امریکا سره غږېږو کله چې امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتوالی وښود بیا هم طالبانو رد کړه ، دا ټول ددې معنی لري چې طالبان خپلواکه ندي او دوی د پاکستان په لمسون جګړه کوي.
‎په جدې کې د افغانستان د جګړې. د درېدوو په خاطر د نړۍ درې دېرشو هېوادونو څخه دیني عالمان را ټول شوي او غون‌‌‌‌‌‌ډه کوي خو د پاکستان دیني عالمان پکې ګ‌‌‌‌‌‌ډون نه کوي ، دلیل یې دا دی چې پاکستان د افغانستان ښکاره دښمن دی او نه نشي زغملی چې په افغانستان کې سوله راشي.
‎نړیوالو ته پکار ده چې د طالبانو پر ځای پر پاکستان فشارونه زیات کړي ځکه چې طالبان بې مقصده جګړه پر مخ وړي چې رهبري یې د پاکستان په لاس کې ده ، پاکستان خپلو شومو موخو په خاطر له وسله والو طالبانو استفاده کوي .
‎کله چې نړیوال هېوادونه پر پاکستان ټولې مالي او پوځي مرستې ودروي او پاکستان مستقیمآ د ترهګرو د ملاتړ په تور لست کې شامل کړي، هغه وخت پاکستان کولی شي چې له ترهګرۍ څخه ملاتړ پرېږدي او طالبان خپله مجبورېږي چې له جګړې لاس واخلي.
‎که طالبان خپواکه ‌‌‌‌‌‌ډله وای نو دوی په افغانستان کې د جګړې په خاطر هېڅ راز بهانه نه لري افغانستان یو اسلامي هېواد دی او ټول قوانین یې د اسلام په رڼا کې پر مخ ځي .
‎دا څرګند حقیقت دی په افغانستان کې جګړه ناروا ده .
‎موږ د خپل حکومت له مشرانو ښاغلي محمد اشرف غني او د ملي امنیت د شورا سلاکار اتمر صیب له هڅو څخه مننه کوو ، چې دوی په ‌‌‌‌‌‌ډېرې قوي ارادې او سپیڅلي سیاست سره وکولی شو چې د نړۍ پام د افغانستان په لور زیات کړي او دا دی د همدې مشرانو د ښه سیاست برکت دی چې نن ورځ د نړۍ علما د افغانستان د جګړې د پای په خاطر سره را ټولېږي او په افغانستان کې جګړه ناروا وبلي.
‎موږ ټول ولس د افغان دولت د ښو مشرانو د ټولو پرېکړو ملاتړ کوو او تل به یې تر څنګ وُ.