د نایرو حکومت په یوه بیانیه کې ویلي، د استرالیا د (ABC) خبري اژانس مطبوعاتي پوښښ یې په نایرو کې د ترسره کیدونکې یوې نړیوالې غونډې څخه بند کړې او د دغه اژانس جورنالیستانو ته یې هم پدې تور ویزې ندي ورکړي، چې ګواکې هغوی مخکې تر دې د نایرو په داخلي سیاستونو کې لاسوهنه کړې او همدارنګه د دغه هیواد په هکله یې ناسم او یو اړخیز ریپوتونه خپاره کړي.

د نایرو حکومت په دغه بیانیه کې همداشان ویلي، چې یوازې د استرالیا یوې ورځپاڼې ته به د دغې نړیوالې غونډې د پوښښ ورکولو اجازه ورکړي.

په ورته وخت کې د نایرو حکومت دغه بیانیه چې د تیرې دوشنبې په ورځ خپره شوه، د استرالیا د پارلمان د مطباعاتي ګالرۍ او همدارنګه د (ABC) خبري اژانس غوسه راوپاروله.

چې په ځواب کې یې تیره سه شنبه د (ABC) خبري اژانس د ټویټر له لارې د نایرو حکومت ته خبرداری ورکړ، چې د (ABC) اداره نه غواړي خپل ځای بل چاته پریږدي او د نایرو حکومت دا حق هم نلري چې د دغه نړیوالې غونډې د پوښښ په هکله پریکړه وکړي.

په نایرو کې ترسره کیدونکې دغه نړیواله غونډه د ارام سمندر د ټاپوګانو په هکله ده چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې په لومړیو کې په دغه هیواد کې ترسره کیږي.

نایرو د استرالیا شمال ختیځ ته پروت یو کوچنې خپلواکه هیواد دی، چې د استرالیا د حکومت په مالي ملاتړ په دغه هیواد کې د ناقانونه کډوالو د ساتلو لپاره یوه توقیف خونه هم شتون لري، او له همدې کبله ده چې دغه هیواد د استرالیايي رسنیو لخوا په دوامداره توګه تر پوښښ لاندې نیول کیږي.

د دغه هیواده په هکله وخت نا وخت د کډوالو او پناه غوښتونکو په بد وضعیت کې ژوند او همدارنګه د ځورونو او د هغوی د بشري حقونو د تلف کیدو ریپوټونه په استرالیايي رسنیو کې خپریږي.