د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې په سیاست کې دخیل خلک او يا اشخاصو وینا او عمل سره ډير توپیر لری په اصل کې د سیاست له یوه ناسم تعریف څخه ګټه پورته کوي ، او دوي چې څرنګه وینا کوي عمل يي هغه شان نه وي دا کار په اصل کې ضعیف او ناکامه سیاستمدارانو کوي ، دوي په دي نظر دي چې (( په لنډه او اسانه طریقه هدف ته رسیدلو ته سیاست واي ))، دا تعریف په اصل کې ناسم تعریف دي او له دغه تعریف څخه زیاتره هغه سیاستمداران ګټه اخلې کوم چې په اصل کې په سیاست نه پوهیږي او نه هم په سیاسي برخه کې د کار کولو استعداد او وړتیا لري ، ځکه په اصل کې غوره سیاستمدار هغه شخص ته ویلي شو چې عمل او خبرې يي سره يو شان وي ، داسي نه چې په خبرو خلک تېرباسي خو په عمل کې يي کارونه او کړنې ولس ته د منلو وړ نه وي ، بدبختانه چې افغانستان داسي ګڼ سیاستمداران تجربه کړل او ځينې خو يي لا اوس هم په شکل د اشکالو په سیاست کې دخیل دي .
خو د دي ټولو سره سره موږ لا هم ژمن او داسې سیاستمداران لرو ، چې ولس سره يي کړو ژمنو ته تل د عمل جامه وراغوستې ده ، دا ډول سیاستمدارانو ته موږ رښتينې او ژمن سیاستمدار یا اشخاص ویلي شو.
آيا پوهیږي چې داسي شخص په ملي وحدت حکومت کې هم شته ؟ چې تل يي د ولس سره کړو ژمنو ته د عمل جامه ورغوستې او د دغې خاوري او د ولس د ښيګڼې لپاره يي شپه او ورځ پر ځان يوه کړي ده ، زما په اند که هر سیاستمدار او په سیاست کې دخیل اشخاص د داسي ژمنو او رښتينې خلکو تګلاره تعقیب کړي نو تل به بریالي وي .
غواړم په ملې وحدت حکومت کې د همداسي يوه شخص هغه بنیادې کارونو ته په دغه مقاله کې يوه لنډه کتنه وکړم کومه چې هغه په کې تر بل هر چا مهم رول لوبولې دي
۱ : سوله او ټیکاو
۲ : د ځواکونو ، تنظیم ، تجهیز او د هوايي ځواک سمبالتیا
۳ : د سیمې او نړۍ سره د سیاسي اړیکو جوړیدا او غښتلتیا
۴ : په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه
او داسې نور....
اول : سوله او ټيکاو
افغانان نن سولې او ټيکاو ته ډير نږدې شوي ، پاکستان دي ته اړ شوي چې د افغانستان سره د سولې او پیوستون د عمل پلان په تطبیق کې رغنده رول ولوبوي .
پاکستان دي ته مجبور شوي چې طالبان دي اړ کړي ترڅو له ملي وحدت حکومت سره خبرو ته کینئ.
دا هر څه دومره په اسانې نه دي شوي بلکې دي برخه کې يو بااستعداد شخص د سیمي او نړۍ په سطحه کار کړي او لا هم په کار کولو بوخت دي ، پاکستان باندې نړيوال فشارونه همداراز په دې وروستيو کې د نړۍ په سطحه د ترهګرو سره د مالي ملاتړ کوونکي په توګه د پاکستان هيواد شاملیدل، خوشي نه دي شوي بلکې سیمه یزه او نړیوال هیوادونه دي ته قانع شوي چې پاکستان په سیمه کې يو داسي هیواد دي چې ترهګر روزي ، ترهګرو ته يي پټنځايونه ورکوي ، د ترهګرو ملاتړ کوي او بیا همدا ترهګر افغانستان، سیمه او نړۍ ګواښي .
دوهم : د افغان ځواکونو تنظیم ، تجهیز او په هوايي ځواک سمبالتیا
د ملي وحدت حکومت تر ټول ستر کار دا دي چې افغان ځواکونه يي منظم او تنظیم کړل او ترڅنګ يي هوايي ځواک سمبالښت لپاره بې مخينې کار وکړ ، که وګورو پخوا موږ هوايي ځواک نه درلود او ډيره تکیه د بهرنیو ځواکونو په هوايي ځواک کیدله، حال دا چې اوس موږ څو بیلابیل ډول جنګي چورلکۍ لرو او په دي برخه کې مو ګڼ افغان ورونه تربیه شوي چې اوس هغوي له دغه چورلکو ګټه پورته کوي او په بیلابیلو حالاتو کې د افغان ځمکنیو ځواکونو ملتیا کوي ، په دې کار کې هم همغه سیاسي څهرې رغنده رول لوبولي ، فلهذا ویلاي شم چې دخبرو نه يي په عمل ډيره تکیه کړي او د افغانستان او افغانانو د ځان بساینې په برخه کې ډير منډې ترړې کړي چې هر اقدام يي هر افغان ته د منلو وړ دي .
دریم : د سیمې او نړۍ په کچه د ملي وحدت حکومت د اړیکو جوړیدنه او غښتلتیا
که موږ د سيمي او نړۍ په کچه د افغانستان د سولې او ټيکاو همداراز د ترهګرۍ سره د مبارزي په اړه غونډو او په نظامي ، سیاسي او اقتصادي برخو کې د بیلابیلو هیوادونو مرستو او اړیکو ته نظر وکړو نو ویلاي شو چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نسبت د ملي وحدت حکومت اړیکي د سیمي او نړۍ په کچه خورا پراخه او غښتلي شوي دي ، ځکه اوس سیمه او نړۍ غواړي چې د افغانستان سولې او ټيکاو ته کار وکړي او په دي برخه کې د ونډې اخستلو دلچسپې هم د بیلابیلو هیوادونو خورا زیاته شوي ده ، دا کار هم دومره په اسانې سره نه دي شوي بلکې ياد شخص شپه او ورځ پر ځان يوه کړي بیلابیلو هیوادونو ته يي سفرونه کړي او د هغوې څخه يي مرسته او همکاري غوښتي او ترڅنګ يي ورسره اړیکي جوړي کړي دي .
څلورم : په افغانستان کې د سیمي او نړۍ هیوادونو د افغان حکومت سره د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه
د تېرې برخې په څير دلته هم د هغه غونډو او ناستو څخه یادونه کولاي شو کوم چې په دي وروستیو کلونو کې په سیمه او نړۍ کې جوړي شوي او په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې ګډونوالو هیوادونو افغان حکومت ته ټټر وهلي ، ځينو هیوادونو عملآ دلته د ترهګرۍ پرضد مبارزه پیل کړي او ځينو خو يي بیا د افغان حکومت سره د نظامي تجهیزاتو ، وسلو ، ټانګونو او چورلکو د ورکړي په برحه کې مرسته کړي ده .
دا هم روښانه ده چې داهر څه هم دغه هیوادونو پخپله نه دي کړي بلکې دې کار کولو ته کوم چا رابللې او د مرستي غوښتنه يي تر کړي ده ، پوهیږي زه چې د کوم شخص څخه یادونه کوم کیداشي تاسو اوس پیژندلې وي ، دا برخه هم د همدغه ښاغلي او ولس منلي شخص د هڅو او اندونو په پایله کې شوي دي .
داسې نور غټ او واړه کارونه يي هم د خپل ولس او خاوري لپاره کړي چې زما په اند که بسته کتابونه پر ولیکل شي بیا به هم په کې راونخستلي شي ، بس خلاصه ده چې تر ډيره يي په خپله دنده کې مسولیت ادا کړي دي .
دا شخص بل څوک نه دي بلکې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر صیب دي کوم چې يو په کار پوه ، ښه مدیر او بااستعداد شخص دي.
الله ج ده داسي اشخاص ډير کړي چې ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندې.
ښاغلي اتمر صیب د خپلې دندې د پیل پرمهال ولسونه سره ژمنه کړي وه چې د هیواد د بهبود او ځان بسایني ، سولې او ټيکاو او همداراز هر برخه کې چې کار ورسپارل کېږي په ښه توګه به يي تر انجامه روسوي ، چې تر ډيره يي خپل ځان ثابت کړي دي .
په چارو کې يي د لا بریاوو په هیله
لیکوال : محمداګل (( وصال ))