د نظام په ملاتړ کې د ځوانانو ونډه!
ډیوه افغان
موږ ته بهتره معلومه ده چې ځوانان د هېواد په سر نوشت کې پوره او اړینه ونډه لري ځکه چې ځوانانو کې د کار او د زده کړو د دوام انرژي ډېره وي که ځوانان وغواړي ډېر کار کولی شي او د ځوانانو په قوت سره نظامونه پیاوړي کېږي ، کله چې ځوانان په خپلو وړتیاو باور ولري بیا پوهېږي چې دوی د هېواد په جوړښت کې څومره مهم دي ، د اکثرو هېوادونو ځوانان چې کله خپلې لوړې زده کړې بشپړه کړي نو د هېواد د پرمختګ د پاره فکر کوي چې دوی داسې کومه نوې اختراح وکړي چې د هېواد نوم يې وځلېږي ؟
همداسې زموږ په هېواد کې هم ځوانان شته چې ملي انګېزه ورسره ده او هڅه کوي چې د خپل هېواد د پرمختګ د پار کار وکړي ، خو موږ داسې ځوانان هم لرو ددې تر څنګ چې د هېواد په وړاندې خپل مسوولیتونه نه پېژني تل فکر کوي چې داسې څه وکړي تر څو نورو هېوادونو ته لار وموندي او هلته ژوند وکړي ؟او یا هم د هېواد دښمنانان د همدې ځوانانو له فکر او احساساتو څخه په استفادې د ځان په ګټه يې کاروي او ددې وطن د بربادۍ په موخه يې استفاده کوي، حتی دې حد ته يې ورسوي چې ټوپک را اخلي او خپل وطن ورانوي او خپل وطنوال شهیدانوي .
پخوا د ځوانانو د پاره د کار زمینه نه وه برابره چې په حقیقت سره دا ځوانان ناهیلي وه ، سره له دې چې په حکومت کې ډېر تش بستونه وه ،خو د ملي یووالي حکومت په راتګ سره سم د هېواد په ټولو دولتي ادارو کې د تشو بستونو پلټنې پیل شوې چې دې سره زرګونه تش بستونه وموندل شول ددې لپاره چې ټول ځوانان له خپلو حقونو برخمن شي زموږ ګران ولسمشر محمد اشرف غني د اداري اصلاحاتو په نوم اداره را منځته کړله چې ددې ادارې د لارې د ټولو دولتي ادارو بستونه اعلان ته کېښودل کېږي او ددې د لارې مستحقو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کېږي چې په دې پروسه کې هيڅوک مداخله نشي کولی .
همدا اوس موږ ګورو په اکثرو ادارو کې حتی ریاستونه وزارتونه ولایتونه د ځوانانو له خوا اداره کېږي دا ټول ددې په معنی ده چې حکومت مو د ځوانانو په وړتیاو باورمند دي او ددوی قوت ته درناوی لري .
ځوانان باید خپل دوست او دښمن وپېژني ځکه دلته د سیمې استخبارات شته چې د ځوانانو څخه په استفادې غواړي خپلو موخو ته ورسېږي ،دا ځوانان باید د خپلو سیاسونو او مشرانو تر منځ تفکيک وکولی شي.
دوهم دا چې پارلماني ټاکنې چې دهېواد د پاره یو حیاتي ارزښت لري ، او د ځوانانو پر مټ پرمخ ځي دلته باید ځوانان ملي فکر ولري او له خپلې انرژۍ څخه په سمه توګه کار واخلي دټاکنو په شفافیت کې د دولت همکار واوسي او هغه څوک د خپل استازي وټآکې کوم چې د هېواد د پاره ملي فکر ولري نه دا چې د نورو هېوادونو د پاره کار وکړي ځکه چې موږ په خپلو سیاسونو کې داسې اشخاص ډېر لرو چې د ځوانانو په مټ يې ځانونه د پارلمان تر چوکۍ رسولي خو کار د افغانستان د خلکو د بې اتفاقۍ د پاره کوي .
دوهم د سولې خبرې دي چې په دې وروستیو کې د سولې خبرې په ډېرې چټکۍ سره روانې دي مشران مو په دې هڅه کې دي چې د افغانستان خلکو ته یوه تلپاتې سوله راولي نو ځوانان هم مسوولیت لري چې ددې پروسې ملاتړ وکړي لکه څنګه چې موږ ګورو د مخالفینو په لیکو کې اکثره ځوانان جنګېږي ، ځکه چې زموږ بې رحمه دښمن ددې ځوان فکر او ذهن دومره اړلی چې حد نلري ددې ځوان فکر يې داسې میکروبي کړی چې وسله يې په لاس ورکړې او د خپل نظام په وړاندې جنګېږي پرته له دې چې فکر وکړي چې زه ولې د خپل نظام په وړاندې جنګېږم ؟
دلته زموږ با فهمه او با تعلیمه او وطنپاله ځوانان کولی شي دا ځوان له جګړې راوګرځوي او دېته يې وهڅوي چې د خپل نظام ملاتړ وکړي ، او د خپلو امنیتي ځواکونو سره په ګډه ددې وطن ساتنه وکړي تر بل هر چا د ځوانانو رول د سولې په برخه کې اغیزمن دی ، یو دلیل يې دا دی چې ځوانان د خپل هېواد حالات ښه درک کولی شي ، دوهم دا چې ټول ځوانان له جګړې ستړې دي جګړه نه غواړ ، او دریم دا چې دولت مو پر ځوانانو باور لري .
نو په ټوله کې باید ووایمه چې ځوانان د هېواد په ټولو برخو کې د هېواد د پاره مهم رول لري کله چې دوی د هېواد په پرمختګ او د نظام په پیاوړتیا کې خپل مسوولیتونه وپېژني هېواد مو جوړېږي .