‎د سیمې د استخباراتو بله توطيه هم افشاء شوه!
‎بدبختانه د سیمې استخباراتي کړۍ نه غواړي چې د افغانستان خلک په آرامه فضا کې ژوند وکړي او افغانستان کې تلپاتې سوله راشي تل یې هڅه کړې چې د افغانانو په منځ کې د باور فضا له منځه یوسي، او افغانان په خپلو مشرانو بې باوره کړي، اوس چې په افغانستان کې د سولې خبرې روانې دي او په دې مسله ټوله نړۍ غږېږي نو د پاکستان استخبارات هڅه کوي د سولې خبرې خرابې کړي او ولس کې د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.
‎تازه د پاکستان یوې مشهورې ورځپاڼې د ‌‌‌‌‌‌ډان په نوم داسې خبر خپور کړی وه چې ګواګې د افغانستان پلاوي هلته پاکستان کې د جنرال باجوه سره د د ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرښې په موضوع بحث کړی ، چې دا موضوع یې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ته خاصه کړې وه ، خو ددې خبر په غبرګون کې اتمر صیب د افغانستان ولس ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ او ویې ویل :
‎چې پاکستان ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال له ښاغلي جنرال باجوه سره نه کومه ليدنه او ملاقات شوی او نه هم د ډيورنډ د فرضي کرښې په مورد له نوموړي یا کوم بل چا سره کومه خبره شوې ده. په ټولنيزو شبکو کې نشر شوی خبر کاملا" بې بنسټه او يوه جعلي پروپاګنده ده.
‎د ډيورنډ د فرضي کرښې موضوع تر دې مهاله په هيڅ کوم مجلس کې نه راپورته شوي او نه هم بايد دا موضوع را پورته شي.
‎د ډيورنډ د فرضي کرښې موضوع د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لري او هيڅ حکومت حق نه لري چې پر دې موضوع حتی خبرې وکړي.
‎اوس نو افغان ولس باید په دې وپوهېږي چې د
‎سیمې استخبارات هڅه کوي د افغانستان مشران په بېلابېلو نومونو نوم بدي کړي،ځکه یو ځل یې خبر خپور کړ او اوس وايي چې دا خبر موږ ندی خپور ، له دې ښکاري چې زموږ دښمن په هر راز هڅو سره د افغانستان د خلکو اذهان اړولی شي.
‎اوس نو د افغانستان ولس باید په خپلو مشرانو باور ولري ، کله چې یوه موضوع اوري باید چې د هغې څېړنه وکړي او حقیقت یې باید پيدا کړي اوس داسې وخت دی چې د افغانستان د حکومت د مشرانو تر څنګ ودرېږو او ملایې ور وتړو او د ټولو برنامو ملاتړ یې وکړو، ځکه چې ددوی هڅې د افغانستان د خلکو د هوسا ژوند د پاره دي ، د بهرنیو استخباراتي کړیو هر راز توطيې شن‌‌‌‌‌‌ډې کړو تر څو مو مشران هغې موخې ته ورسېږي کوم چې د ټول ولس هیله ده .
‎اتمر صیب هغه څوک دی چې تل یې د افغانانو د هوسا ژوند د پاره او د افغانستان د سولې د پاره یې نه ستړې کېدونکې هیلې ځلې کړي دي.
‎موږ په افغانستان کې د تلپاتې سولې هیله لرو.
‎مرګ په هغو چې زموږ مشران تخریبوي.
‎مینه منګل