پاچاکه باچا؟
*****
دادوه کلیمې په خپل مینځ کې سره ډیرې ګډې وډې اوننوتلې دي.
یوشمیرکسان ټولواک (پادشاه ـ کینګ) ته پاچا وایي اونوربیا «سید» پاچابولي.
همدارنګه ځینې یې سیدته باچااوټولواک ته پاچاوایي.
څومره به ښه وي چې داکلیمه یوه اوکره یې کړو.
په کونړکې ډیرسیدان ژوندکوي اودسیمې خلک ټول هغوی ته پاچا یا پاچایان وایي.که کوم پاچادیوچا په مخه ورشي نو ډیربې شانه درناوی یې کوي اودورایه ورته د«په خیرراغلې پاچاصیب»غږکوي.
*****
سید جمال الدین افغان دکونړ«سید»دی.دادنارنجانوغټ باغ
چې درته ښکاري، دپاچایانوصاحبانودی. زمونږدکلي پاچایان ډیرغریبانان اوددرمندونوپه وخت کې «لپه» غونډوي. دپشت دکلي پاچایان ډیرمشهوراوشتمن دي. ویل کیږي چې دآسمار، شال اوشینکوړک پاچایان په حکومت کې ډیرلاس لري. دنرنګ پاچایان ډیردرانه خلک دي. اود «یارګل» دپاچایانوپه اړه ویل کیږي چې که څوک لږه تیروتنه وکړي نودغه صیبان ورته سخت په قاریږي؛ ځکه چې هغوی ډیرتند مزاجه دي.
*****
لیکین دننګرهار«دګلوهار»په زیاتو سیموکې همدې پاچایانو (سیدانو) ته«باچاـ باچایان» وایي. همدارنګه دهیوادپه یوشمیر نوروځایونوکې هم پاچایان، باچایان بولي.
د«ډیورنډ»داستعماري تش په نامه اوخیالي کرښې نه آخواته یانې دپنجاپ له خواپه محکوم شوي افغانستان کې دمیلیونونو په کچه پښتانه ټولواک ته«باچا»اوسیدته «پاچا»وایي. په خپله ارواښادخان عبدالغفارخان ته د«باچاخان »نوم اخلي. دده په نامه چې هره مؤسیسه یاکوم کلتوري ځای وي نوپه بې«ب» (باچاخان) لیکل شوی وي.که په کومه لوحه په انګلیسي دده نوم درته ښکاري نوهغه هم په بي(b ) نه دا چې په پي(p)وي.هغه ته دباچالقب دخلکوله خواورکړای شوی دی اودبې تاج اوتخت باچایې بولي.
*****
زماپه اند،ښه به داوي چې ټولواک (پادشاه ـ کینګ) ته« باچا» ووایواوسیدته «پاچا»، نوبیله شکه چې دپښتودا کلیمې به مو «یوه کړې اوکره کړې وي».
کیدای شي چې ټولواک ته دپاچادنوم اخیستلوریښه دپارسي د«پادشاه» نه ورلیږدیدلې وي.هرڅنګه چې وي،وي به، خو که اوس تاسولوستونکي ټولواک ته «باچا» اوسیدته «پاچا» وویوئ نویادې کلیمې به سمې اوکره شي.
فخرافغان(دالقب ورته غازي باچاامان الله خان ورکړی دی) ته دباچاخان نوم واخلئ اوپاچاخان ورته مه وایئ! په پای کې که یوځل بیایې تکرارکړوچې: پاچاکه باچا؟ بس تاسره خدای په نیکۍ مل شه،ټولواک ته باچااوسیدته دپاچا نوم غوره کړئ!
دایادونه هم باید وشي چې: په کونړاوپیښورکې کله هم ماشومانې جینکۍ له ټوټونه نینځکې جوړې کړي نویوه په کې لږه وړه او دنارینه شکل یې ورکړی وي.دغې نرشکله نینځکې ته «پاچاګی» وایي. دې پاچاګي ته کله کله بله نینځکه ودوي اوپه واده کې یې دیرالونه(چمبې)هم وهي.
که په پیښوراویاکوم بل هیواد کې سیاسي غونډه یامظاهره (جلوس) راوتلې وي نوددولتي اوحکومتي مشرې یامشر څیرې ته ورته پاچاګی یې جوړکړی وي اوپه اخیرکې ورته اورورواچوي. دغې پاچاګي ته چې په حقیقت کې دیوه ګوډاګي مشرکاپي وي، نو که«پاچاګی»ورته ووایوبده به نه وي. مثلن (مثلاً ـ دمیثال په توګه) وایو:مظاهره چیانوپه پای کې دامریکې دولسمشردونالد ټرمپ پاچاګي ته اورورته کړ.
«پای»
دلیکلونیټه یې:۵/۲/۲۰۱۸ـ ۱۶/۱۱/۱۳۹۶