طالب مشرانو له هغو طالبانو سره بیلابېل ډوله غبرګونونونه ښودلي چې له دې څخه د خپلو ملګرو په وړاندې سخت او تند غبرګونونه ښودلي دي چې دا ددې ښکارندويي کوي چې طالبان په اوربند پښیمانه دي دوۍ د ولس په وړاندې ولاړ دي او جګړه یې دولس په وړاندې ده .
دوۍ ډار لري چې په دغه کړنې سره به یې صفونه خراب شي او هغه ملګري به له لاسه ورکړي چې ددوۍ دداعیې لپاره جنګیږي ځکه چې دوۍ ته حکومت یو ډول ورپیژندل شوی په داسې حال کې چې حکومت یو اسلامي حکومت د کوم په اړه چې دوۍ ته ناسم معلومات ورکړل شوي دي .
او هغوۍ ته چې ښارونو ته راغلي د منافقانو خطاب کړی دی دا په داسې حال کې ده چې دفاع وزارت وايي کابل ته راغليو طالبانو څخه نیم یې په ښار کې پاتې شوي او بېرته د جګړو لیکو ته نه دي ورغلي.
د ملي دفاع وزارت ویاند وايي هغه طالبان چې په ښارونو کې پاتې شوي دي تمه نه لري چې بېرته لاړ شي وايي دغه پاتې طالبان غواړي د سولې له پروسې سره یو ځآی شي .
تر دې وړاندې هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د اوربند په موده کې ښارونو ته د طالبانو تګ او له ولس او چارواکو سره د هغوی لیدنو – کتنو طالب مشران بېرولي او دا اندېښنه یې ورته پیدا کړې چې د دوی کسان به له سختدریځۍ لاس واخلي.

دوۍ ډار لري چې له ملي امنیتي ځواکونو سره ددوۍ ناسته به ددوۍ په زړونو کې د انتهار او انفجار کرکه کمه کړي چې مثال یې په زابل کې د طالبانو له لوري دملي اردو د سرتېرو له نیولو وروسته بیرته خوشې کول یې لوی مثال دی .
هغه دلیل یې له لاسه ورکړ چې ګواکې افغان حکومت د سولې صلاحیت نه لري یا ددوۍ کورنۍ به مصوونې نه وي په داسې حال کې چې افغان حکومت هغه طالبان هم ومنل چې له درنو او سپکو وسلو سره ښار ته راغلي وو او ددوۍ او بهرنیو ځواکونو له لوري ورته څه ونه ویل شول .
په ښارونو کې ګڼو خلکو له طالبانو سره د استدلال ویلو توان پیدا کړ چې راشي او دملت تر څنګ ودریږي او نور له جګړو لاس واخلي ولس ورته خپله لیوالتیا وښودله او څرګنده یې کړه چې ولس سولې ته اړمن دی او دغه سوله کولای شي چې د هر افغان ژوند وژغوري او په وړاندې یې پرتې ستونزې له منځه لاړې شي نو ورته څرګنده شوه چې ولس د سولې تږی دی او ددوۍ ملاتړ نه کوي له یوه طالب مې واورېدل چې موږ فکر کاوه چې ولس به مو په کاڼو وولي نو له دې څرګندیږي چې دوۍ ته ځآنونه په ډېرو وژنو ملامت ښکاري او خپلو جرمونو لپاره کومه توجیه نه لري .
دا ورته څرګنده شوه چې که دوۍ جګړه ونه کړي ملي اردو او امنیتي ځواکونه به یې ونازوي او په زړه کې به ځای ورکړي .
په ښارونو کې یې انکشاف او د ځوانانو پیاوړې روحیې ولیدلې او یقین یې پیدا کړ چې افغانستان د پرمختګ په حال کې دی او دوۍ ددغه پرمختګ څخه پاتي او همدوۍ د پرمختګونو په وړاندې خنډ دي دوۍ اوس په دې فکر کې دي چې څنګه ځانونه په دغه ټولنه کې وویني .
دوۍ پوه شول چې په ښارونو کې افغانان په اسلامي لباس ملبس دي او هغه افواهات دروغ وختل چې دوۍ ته ویل شوي وو چې په ښارونو کې غربي دیمو کراسي حاکمه ده .
په ښارونو کې یې لویې دینې مدرسې او نوي جوماتونه چې جوړ شوي وو ولیدل هغه داعیه یې هم دروغ وختله چې دوۍ ته ویل شوي وو چې په هېواد کې د دیني مقدساتو په وړاندې ستونزې جوړې دي او یا څوک ورته اعتنا نه کوي .
په عمومي ډول به پورته یادو شویو موضوعاتو له مخې طالب د جګړې روحیه بدله او یا له لاسه ورکړه ځکه اوس ورته د جګړې ددوام لپاره دلیل نه لیدل کیږي
. ځکه اوس دوۍ خپلو پلویانو ته وايي چې هغه طالبان چې ښارونو ته تللي له دوۍ سره یې خیانت کړی دی ان د کافر او منافق ټاپې یې پرې لګولي دي .
دوۍ د خپلو ملګرو په وړاندې سخت ټکي کارولي دي دوۍ وايي چې (دغو خلکو (طالبانو) له مجاهدینو سره خیانت وکړ. دوی منافقان دي. زه نه پوهېږم چې الله تعالی به د دوی توبه څنګه قبوله کړي؟.»
دا طالب مشر، چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، زیاتوي«دوی د اسلامي امارت د غړو سره جفا وکړه. دا خلک په غلطه لاره لاړل. د هغو مجاهدینو توبه به الله تعالی څنګه قبوله کړي چې د مجاهدینو د کونډو له قاتل سره یې لیدلي او ډوډۍ یې ورسره خوړلې ده.»
طالب چارواکی چې له خبرو څخه یې قهر او غضب څرګندېږي، وایي،«د دغو طالبانو ضمیرونه خراب دي، منافقان دي، دا خلک شرم، حیا نه لري او مونږ یې جهاد ته ضرورت نه لرو.»
هغه په خپله وینا کې طالبانو ته په خطاب کې وایي، «تاسو د بدر او حنین غزوې دریادې کړئ چې څنګه تاسو فکر کاوه چې لږ یئ او مرسته یې درسره وکړه او چې په حنین غزا کې مو فکر کاوه چې ډېر یئ او الله تعالی کفار درباندې غالب کړل.
آیا الله، د الله رسول، امیرالمؤمنین تاسو ته ویلي چې له حکومتي عسکرو سره په موټرسایکل سپاره سئ او ډوډۍ ورسره وخورئ.»
په اخر کې هغو طالبانو ته چې له حکومتي چارواکو،‌ عسکرو او خلکو سره یې لیدلي دي د «خرکوسانو» خطاب کوي.
ویل کیږي چې د طالبانو د وژل شوي مشر، ملا محمدعمرمجاهد، زوی مولوي یعقوب له دې نه هم ترخې خبرې کړي دي
نو طالبانو ته پکار ده چې د خپل ملت ارمانونه درک کړي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې ددوۍ له احساساتو کار واخلي دوۍ اوس مکلف کیږي چې د خپلو خلکو لپاره د خپل ملت ترڅنګ ودریږي او د یوه هوسا افغانستان لپاره ګړندي ګامونه واخلي نور دغه جګړه ځپلی ولس له جګړو ستړی دی تمه لري چې په ټول هېواد کې سرتاسري سوله راشي او دغه سوله به وکولای شي چې راتلونکي نسل لپاره د ارام بستر جوړ کړي .