واقعيت دا دی چې جنګ د جذبو او احساساتو کار دی او سوله د هوش او عقلي حسابونو، د افغانستان جګړه او بيا تېره اولس کلنه جګړه دومره پېچلې او دوامداره ده چې سوله په کې د امکان نښې نه لري. په دې حساب نو د اوربند تېرې درې ورځې ډېرې هيله بښونکي وې او دي.

طالبان؛ جنګي که سوليز حالت؟
د طالبانو اصلي حالت د سولې حالت نه دی، هغوی په يوه پرله پسې جګړه کې خپله داعيه مخته وړي، هغوی يوازې درې ورځې اوربند کړی وو، اوس که هغوی بېرته جنګ ته ورګرځي نو هغوی خپل حالت ته ورګرځي، هغه څه چې مهم دي دا دي چې مونږ د دغه جنګي حالت او د دې حالت د فکټورونو د له منځه وړلو لټون وکړو، له نېکه مرغه افغان حکومت او په افغانستان کې نړيوالو قدرتونو پر هغه فکټورونو توافق رامنځته کړی چې له امله يې طالبان جنګېږي، افغان حکومت د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د سولې لپاره ډېر حساب شوي او ډېر معتبر ګامونه اخېستي، او دا چې په نهايت کې افغان حکومت او امريکا په افغانستان کې د بهرنيانو پر شتون خبرو ته تيارېږي دا يو لوی پرمختګ دی.

د سولې او جنګ مزل!
دا جنګ د يوې ورځې او دوه ورځو نه دی، د دې جنګ منابعو، موخو او دوامدارتوب ته په کتلو که څوک داسې فکر کوي چې سوله دې دومره زر راشي دا نو سطحي فکر دی. حتی د دې جنګ د يوه واړه شريک د قناعت تغير د مودو مزل غواړي، سوله د لویې درونې کار دی، سوله د متقابلو لوريو تر منځ د بلا چنو وهل دي او سوله پر ارزښتونو خبرې دي.
سوله به د نړيوالو او سيمه ييزو قدرتونو او ګاونډيانو په مخامخ او ضامن ګډون رامنځته کېږي، سوله به د سره په جګړه لوريو په مخامخ خبرو اترو راځي او د دې خبرو اترو مېز ته په لار کې د اعتبار ډېر موړونه او تاوکښونه شته. نو دا مزل صبر غواړي، لنډپارتوب مو سولې ته نه رسوي.

سوله او اوربند؛ مخالفت ولې؟
هغوی چې د اوربند او سولې مخالف دي، دوی پرون له حکمتيار صاحب سره د سولې مخالفت په دې بنياد کاوه چې هغه ګنې په وسله وال ډګر کې هغومره ځواک نه لري څومره چې حکومت ورسره تعامل کوي، او نن چې طالب سره حکومت د اوربند قدم واخېست نو طالب هم د خپل ټول وسله وال قوت سره غندي او ښکنځي او ارګ خو د خپلو کنځلو په راګونو کې بېخي نامي ښکنځي، سړی حيران شي چې دوی ولې له اوربند او سولې سره وران دي، که طالب جنګ کوي هم بد او که اوربند کوي هم بد.
سره له دې چې زه د اوربند په ورځو کې اصلاً متقابلو سيمو ته د طالبانو او ملي اردو او پوليسو وسله وال نقل و حرکت سره موافق نه وم خو که دوی دغه کار کړی هم وي، نو ولې په همدې کابل کې په ځانګړو ورځو کې وسله وال غير قانوني پرېډونه نه کېږي؟ هغه مهال څومره وحشت پر کابل خپور وي، که طالب له خپل هغه بيرغ سره چې تر سيوري لاندې يې جنګ کوي او سوله کوي، په کابل او بله سيمه کې ګرځي نو ته په کوم قانونيت د خپلې ماضي له بيرغ سره ګرځې؟

اوربند ولې مهم وو؟
لومړی دا چې جنګېدونکي طالبان ښارونو ته راغلل، ملي اردو او پوليس يې وليدل، مسجدونه يې له خلکو ډک وليدل، د اسلام نښې يې په قدم قدم وليدې، هغوی د ملي اردو او پوليسو مينه وليده، هغوی د سولې تږي عام وګړي وليدل او هغوی چې دا ټول ولس د سولې استقبال ته لاس په نام وليد نو حتماً به يې د جنګ او سولې په انتخابونو کې کشمکشونه رامنځته کوي.
دويم دا چې له اوربنده دغومره عام حمايت او ننګه او په ښارونو کې د سولې په پار د طالبانو دغسې طبيعي او له مينې ډک استقبال به طالب مشرتابه هم سوچ ته اړ کړي، دا هر څه به د هغوی په پاليسيو او سټراټيژيو تاثير کوي.
درېم دا چې که طالبان په راتلونکي کې د سولې پلان لري نو هغوی بايد په خپلو سرتېرو کې د سولې او خبرو اترو چاپېريال پيدا کړي، د جنګ سړي يو دم د سولې پر ټغر کېنول ډېر ستونزمن کار دی، هغه جنګيالي چې اولس کاله يې د جنګ د مشروعيت پر فلسفه قناعت جوړ شوی سولې ته د هغوی قناعت هم سخته خواري غواړي، نو له همدې امله دغسې اوربندونه د خبرو اترو او سولې لپاره طالب ذهنيت اماده کوي.
څلورم دا چې له اوربنده دغسې پراخه ملاتړ، او د طالب، ملي اردو او عام ولس راشه درشه هغه نظرياتي استدلال هم په خپل حد کې لړزوي چې له مخې يې په درې ورځو کې طالب او د ملي اردو سرتېری يو بل ته غېږ ورکوي، مينه ورکوي او د سولې پر ارزښت خبرې کوي، خو په څلورمه ورځ بيا ورسره جګړه کوي، د جنګ دا منطق په دغسې اوربند سره تر يو حده ټکنی کېږي.
پنځم دا چې دغه اوربند دا په ډاګه کړل چې که د اوربند لپاره تر پردې ها خوا توافق رامنځته کېدای شي نو دغه د تماس کانالونه د خبرو اترو لپاره هم استعمالېدای شي، دغه اوربند د خبرو اترو لومړنی قدم وو او د همدې کانالونو له لارې به د خبرو اترو نورې اړيکې هم ټينګېږي، تر دې پخوا اصلاً د اړيکو کانالونه دغسې نه وو فعال شوي.

وېرې او ننګونې!
هر څومره چې د خبرو اترو امکان رانزدې کېږي نو همغومره ورسره د سولې وېرې او ننګونې هم برسېره کېږي، او دا ځکه چې په دواړو لوريو کې هغه حلقې چې په جنګ کې ګټې لري هغوی به د جنګ ژبه نرمه نه کړي او د سولې په لار کې به اغزي حتماً کري.
د خبرو اترو او سولې په لار کې د طالبانو دوه لويې غوښتنې له امريکا سره نېغې خبرې او دويم دا چې د بهرنيانو پر وتلو مذکرات وو، له نېکه مرغه افغان ولسمشر په لومړي ځل اعلان وکړ چې په افغانستان کې د بهرنيانو پر نقش او شتون خبرو اترو ته اماده دی او پر تعقيب يې امريکا هم اعلان وکړ چې دوی به په دې بحثونو کې برخه واخلي او حتی د بهرنيانو پر پاته کېدو به خبرې اترې وکړي، ناټو هم ورته امادګي وښوده. د افغان حکومت او امريکا له لورې تر دغسې لوی ګام اخېستو وروسته په کار دا وه چې طالبانو دغسې تياري ته خوښي ښودلی وای او د ښه تعامل په توګه يې اوربند تمديد کړی وای، خو هغوی نه خو اوربند تمديد کړ او نه يې د امريکا او افغان حکومت د دغسې امادګۍ په اړه خپل رسمي دريځ او سياست اعلان کړ.
د طالبانو له لورې دغسې تعامل په عامو وګړو کې ناخوښي او نهيلي پيدا کړه، ما پخوا په يوه بله ليکنه کې پر دې ترکيز کړی وو چې اسلامپالي د فرصتونو په احتوا کولو کې ستونزه لري، که طالبانو عامه ذهنيت په پام کې نيولی وای، اوربند يې لږ څه نور هم تمديد کړی وای او د امريکا او افغان حکومت د خبرو اترو پر امادګۍ يې خوښي او تیاری ښودلی وای نو دغسې ستونزې به جبران شوې وای.
بله لويه ننګونه دا ده چې ايا طالبان به د خپلې خوښې له حکومتي بڼې (امارت) پرته په دغسې يوه حکومت قانع شي چې ګڼ ګونديز وي او د ولس په رايه ټاکل کېږي. دا هغه وېره ده چې د طالبانو د حکومت ټوله فلسفه او د اسلامي امارت امير المومنين ته د طالبانو بيعت ورسره بېخنده متاثر کېږي.
دريم دا چې دا معمول دی چې حکومتونه تل په لويو ملي قضيو کې ملت د ملت د نخبه ګانو له لارې په اعتماد کې اخلي، خو له طالبانو سره د اړيکو، بهرنيو تماسونو او دا چې دغسې اوربند او راتلونکو خبرو اترو کې به افغانستان څه اخلي او څه به ورکوي؟ په دې اړه تر اوسه ملت په جريان کې نه دی، هر څه مرموز روان دي، وېره دا ده چې ايا په دا منځ کې خو به لويې او تاريخي ملي داعيې مطرح نه وي؟
په هر صورت که دواړو لوريو ته د سولې انګېزه وي نو دا ستونزې او ننګونې اداره کېدای شي او په نهايت کې به مونږ يوه ورځ د خپل وطن پر افق د سولې سپېدې وګورو.