‎اوربند له خوندونو ‌‌‌‌‌‌ډک دی!
‎څو لسیزو جګړو موږ دومره وځپلو کله چې به زموږ هېواد کې حتې یوه شېبه هم د انتحار او وژنې خبر نه نشر کېدو خوشحاله به وُ ، موږ به دعاګانې کولې چې خدای ج د زموږ په وطن کې حتی نسبي سوله راولي، کله به چې کوم ځای ځانمرګی کیدلو ، که څوک به شهیدان کېدل ، موږ به وېلې کاش ټپي وای خو چې وژل شوي نه وای خو کله به مو چې خبر واورېد چې څوک په
‎کوم ځانمرګي برید کې وژل شوي ندي ټپيان شوي دي، نو په دې حالت به مو هم شکر باسلو.
‎د اختر په خوشحالیو او یا نورو جشنونو کې موږ افغانانو د خوشحالۍ پر ځای روحي نارامي به مو ‌‌‌‌‌‌ډېره وه ځکه چې ژوند خوږ
‎دی هر چاسره به وېره خوره چې خدای مه کړه داسې نه څه پېښه وشي.
‎افغانان له غربته نه دي ستړي ، خو له جګړې سخت ستړي دي ، ځکه چې دا جګړه نه د افغانانو ده او نه یې مربوط کېږي.
‎افغانانو او افغان حکومت تل په دفاعي حالت کې ژوند کړی ،ځکه افغانانو کله هم تعرض ندی کړی ، دګاون‌‌‌‌‌‌ډيو په چارو کې یې لاس وهنه نده کړې ، زموږ د دولت یوه پالیسي دا هم ده ددې ترڅنګ چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي د سیمې هېوادونه هم باید په سوله کې ژوند وکړي او له افغانستان سره مشترکې اقتصادي او ښې سیاسي اړیکې ولري، افغان حکومت د افغانستان په سوله کې یواځې د افغانستان خیر نه غوښتنه بلکې غوښتل یې چې د ګاون‌‌‌‌‌‌ډيو هېوادونو او په سیمه کې ټول خلک په سوله کې ژوند وکړي.
‎نړیواله ټولنه او ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هېوادونه هم په دې پوهېږي چې افغانان په روانه جګړه کې هېڅ لاس نه لري افغانانو تل سوله غوښتې او بس.
‎د ملي یووالي حکومت مشرانو د سولې د پاره وسله والو ته تل ددې هېواد دروازې خلاصې پرېښې دي، د افغانستان د سولې د پاره یې تل په پاکستان غږ کړی چې د وسله والو ځالې د له منځه یوسي او د افغانستان په چارو کې د لاس نه وهي راد شي له افغانستان سره شته ستونزې د د خبرو د لارې حل کړي، ولې پاکستان تل په خپل درواغجن سیاست سره یې تل هڅه کړې چې هم نړیواله ټولنه تېر باسي او هم هم افغان حکومت ، بدبختانه تر ټولو بد او مضر ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونه لکه پاکستان او ایران له موږ سره هم سرحده دی ، چې کله هم د افغانستان ثبات نه غواړي ، نه یواځې دا چې تل یې موږ د جګړې په اور کې سوځولي یو دلته زموږ په ګران افغانستان کې هم ځينې جاسوسې کړۍ لري چې د همدې هېوادونو د پاره د قومونو په بېلوالي کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
‎افغان ولسمشر غني صیب د سولې په برخه کې د ټول طرحو تر څنګ د مبارکې روژې له اوه وېشتم څخه د وسله والو په وړاندې یې اوربند اعلان کړ ، ځينو جاسوسو کړیو دا اوربند د تسلیمۍ په معنی بلله ولې افغان حکومت پوهېده چې حتمآ دا لاره د جګړې د درېدو سبب کېږي موږ ولیده چې د اختر په ورځو کې وسله والو طالبانو هم اوربند اعلان وکړ ، د اختر په لومړۍ ورځ موږ ولیده چې په ټول هېواد کې د چا وینه تویې نه شوله ، وسله وال او افغان امنیتي ځواکونو یو بل ته د اختر مبارکیانې ورکړې یو بل ته یې غېږې ورکړې ، د افغانستان په تاریخ کې تر دې خوندور اختر افغانانو نه وه تجربه کړی .
‎دا جګړه پایته رسېږي نشاءالله سوله به راځي .
‎وسله وال هم له جګړې ستړي دي ولس هم له جګړې ستړی دی .
‎افغان طالبان دې جګړې ته د پای ټکې کېږدي دې اوبند ته د دوام ورکړي راد شي چې قدرت ته د د ټاکنو د لارې ځانونه ورسوي، زموږ امنیتي ځواکونه یې ورونه دي نه د شهیدانوي دا بېګناه ولس د نه شهیدانوي .
‎کله چې طالبان له دولت سره یو ځای شي ولس سره سوله وکړي ټول په ګ‌‌‌‌‌‌ډه ددې هېواد آبادۍ د پاره کار وکړو او جاسوسان له دې هېواده وشړو، نظام پياوړی کړو، نو زموږد هېواد ساری به ټوله نړۍ کې نه وي.
‎نن د هر افغان ناره یوه ده چې هغه سوله ده .
‎موږ سوله غواړو.
‎مینه منګل