د موسهی ولسوالی د کابل په جنوب کې او د کابل ښار څخه په ۲۵ کیلو متری کې موقعیت لري چې نفوس يي ۳۰۰۰۰ تنه اټکل شویده .‎ وګړي يي اکثریت پښتانه او اقلیت يي تاجک دې چې په پښتو او دری ژبو خبری کوي ،
موسهی ولسوالی د کابل د خاکجبار، بګرامیو ،چهار آسیاب او د لوګر ولایت د ازرې ولسوالی سره ګډه پوله لري ، موسهی ولسوالی یوي غرییزه دره ده او ښایسته د شفافو اوبو سیند هم په کې جاري دی چې جنت غوندې یی دغه ولسوالی ښایسته کړیده ،
خو زه دغلته د موسهي د هغي رازونو څخه پرده پورته کوم چې یا خو د چا ور ته پام ندی او یا هم په لوی لاس د موسهی حالات له حکومت او خلکو پټ ساتل کیږي ،
د کرزي د انتقالي حکومت د رامنځ ته کیدو څخه تر دا اوسه پوري دغه جنت نشانه دره په دوزخ بدله شویده او د هلمند موسی قلعه ولسوالي څخه هم په بد وضیعت او د تروریستانو او دهشت ګردو په اډه بدله شویده ، سره له دې چې ولسوال ، آمنیی قوماندان او د ملی آمنیت یو مدیریت لري خو تر اوسه به یوه هم د دغه ولسوالی د هلاکت بار وضعیت څخه خپلو چارواکو ته سمه معلومات نه وې ورکړی او که ورکړي وي نو مونږ لازمه بولو چې حکومت دي دا د خلکو سره شریکه کړي چې دوی د موسهی ولسوالی د وضعیت د ښه والی لپاره کوم اقداما تر لاس لاندې لري او که نه؟
د کابل په دغه ولسوالي کې چې فقط ۲۵ کیلومتره د کابل ښار څخه ليري پرته ده ټول ټال دوه لیسي او دري ابتداييه ښوونځي هغه هم صرف د ذکورو لپاره فعاله ده، د اناثو ښوونځي ته تګ خو سور کفر دی او هیڅ یوه ښوونځی ورته فعاله نده ، د ذکورو په یادو ښوونځیو کې هم د هماغه موسهی ولسوالی د دولسم ټولګي زده کوونکي او د کلي ملایان چې اکثریت مطلق يی د طالبانو سره پراخي اړیکي لري په دغه ښوونځیو کې د مدیر ، سرمعلم او ښوونکو په توګه دنده ترسره کوي، تاسو فکر وکړئ چې په دغه شان حالاتو کې به دوی زده کوونکو ته کومه روحیه ورکوې ؟ او زده کوونکي به له دوی څخه څه زده کوي ؟ هغه زده کوونکي به د وطن او د خپلو خلکو په مقابل کې څه مسولیت حس کړي چې رکابونه یی د تروریستانو په لاسونو کې وې ،
د موسهی په ولسوالی کې آمنیت له سره وجود نلري په رڼا ورځ خلک په کې ترور کيږي او وژل کیږي ، میلمه وژل کیږي ، محصل وژل کیږي ، د موسهی هغه خلک چې په کابل ښار کې اوسیږي خپل کلي ته په ورتګ وژل کیږي ، روشنفکره وژل کیږي ، دوکاندار ، ډاکترء انجینیر ، موچې او حتی لیوني وژل کیږي ، خو حکومت په والله هی که وربانې سرګروي ، د موسهي ولسوالی سمه د تروریستی جهادونو دره ګرځیدلي ده ، تاسو ته به په یاد وې چې په یوه واده کې د ګډون په خاطر د پوهنتون دوه محصلین ووژل شول او د هغوی بل ورور سخت ټپی شوی ؤ .
په موسهي کي يي یو موچې وواژه چې جاسوس دی او حکومت ته جاسوسي کوي خو کله چې يي کورته ورغلل یو چارک اوړه يي کور کې نه ؤه ، تاسو ته به په یاد وې چې د روف لالا ذهني توازن سم نه ؤ ټول مسهی والو پیژندله ؤ، روسانو ونه واژه د نجیب حکومت ونه واژه مجاهدینو ونه واژه ، امریکایانو ونه واژه خو همدغه د موسهي جاهلانو په ډزو وویشت او ويي واژه ، دغه تیرو دوو هفتو کې دوه محصلین په موسهی کې ووژل شول چې چا يي هم پوښتنه ونه کړه ،
د موسهی په نا آمنه ساتلو کې بلآخره د چا لاس او ګټه دی ؟
حکومت ولي په موسهي کې نظامي عملیات نه ترسره کوي؟
ولی موسهی په لوی لاس د تروریستانو په اډه بدله شویده؟
ولی موسهی د تعلیم له رڼا څخه محرومه او د جهل په تیارو کې ساتل کیږي؟
دا هغه پوښتني دي چې خلک يي له حکومت او آمنیتی چارواکو څخه د ځواب تمه لري او هیله کیږی چې پدغه اړوند مسول کسان وپوښتل شي او دغه پوښتني ځواب شي
د آباد سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله