کابلوف د طالبانو د ویاند په دریځ کې!
د افغانستان پر ډګر تپل شوې بهرنۍ جګړه او د هغې بهرني لوبغاړي اوس د رسنیو په کچه، مخامخ یو د بل په وړاندې دریږي او د جګړې د پېچلې معما ناڅرګند اړخونه افغانانو او نړیوالو ته ورځ تربلې ډاګیز او لا روښنانیږي.
د جګړې د یوه اړخ، افغانستان لپاره د ماسکو ځانګړی استازی کابلوف خپلو تازه څرګندونو کې وايی« طالبان د افغانستان پر ۴۰ سلنه خاوره واک لري، امریکا له دې پرته چې یا باید دې نه ګټل کېدونکې جګړې ته دوام ورکړي یا هم مخامخ طالبانو ته د خبرو ګونډه ووهي، بله لار نه لري. امریکا دې څومره چې ژر کېږي د روانې جګړې د پایته رسولو لپاره سوله ییز ګامونه واخلي، که امریکا ۵۰ زره نور عسکر هم افغانستان کې مېشت کړې، جګړه نه شي ګټلی. امریکا باید طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاره شي او جګړه پایته ورسوي. طالبان هیڅکله له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي، ځکه چې دوی دلته امریکا واکواله بولي. امریکايي چارواکي پر دې ملامت دي چې د طالبانو له لوري يې پرلپسې د مذاکراتو غوښتنې رد کړې او سپينې ماڼۍ تل د طالبانو د غوښتنې په ځواب کې ويلي، چې دوی د افغان حکومت په مشرۍ د مذاکراتو هرکلی کوي. نن ټکی اسیا»
پوښتنه دا ده، کابلوف داسې څرګندونو لپاره، دا مهال ولې مناسب وګاڼه؟
د فرا ولایت پر مرکز د طالبانو وروستی برید چې افغان مقامات باوري دې، داسې ډله یز او جبهه یز برید طالبانو سره د ایراني سپا پاسدارانو د ملاتړ پرته، ناشونی دی. خو بلخوا لکه څنګه چې د هېواد د دفاع وزیر طارق شا بهرامي په فراه کې وویل، د فراه جګړه د اوبو د مدیریت پر سر جګړه ده. د سلما بند تر جوړېدو وروسته او د بخش اباد بند د کار لومړي پړاو کې افغان حکومت د یوه نوي «دښمن» سره مخامخ شو. خو دا زموږ قانونی حق دی چې خپلې اوبه مهارکړو او له خپلو سرچینو ګټه واخلو.
همدارنګه د تېرکال د کب په ۹ مه، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې ویلي ول، «افغان حکومت د وسلوالو طالبانو سره له قیدوشرط پرته، مذاکراتو ته چمتو دی.» خو طالبانو تر اوسه پورې دغې غوښتنې ته د هوکې ځواب نه دی ویلی او خپلو افغان ضد بریدونو ته يي له پخوا زیات زور ورکړی.
د کابلوف څرګندونې د یادو دواړو چارو، یانې هم طالبانو سره د سولې په اړه د ولسمشرد غوڅ دریځ او هم ایران سره د اوبو په تړاو د دفاع وزیرغبرګون ته په ځواب کې په نښه شوې دي!
کابلوف یوخوا د طالبانو د ویاند پتوګه او بلخوا د ایراني ګټو د استازي په بڼه، افغان دولت په وړاندې دریځ خپلوي!
د کابلوف دا شرموونکې خبره چې وايی«طالبان هیڅکله له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي»، بې له دې چې طالبانو څخه د ماسکو څرګند ملاتړ په ډاګه کړي، بل څه تفسیرېدای شي! دا هغه خبرې دي چې د طالبانو ویاند يي هر سبا او ماښام بیا بیا په رسنیو کې خپروي.
ماسکو پخوا ویل چې دوی طالبانو سره یوازې اړیکې ساتي او هڅه کوي چې افغان دولت سره يي مخامخ خبرو ته وهڅوي. خو اوس ښکاري چې د ماسکو دریځ بدلون موندلی او دا چې کابلوف په ټینګار وایي«طالبان د افغانستان پر ۴۰ سلنه خاوره واک لري»، حقیقت کې طالبان حکومت سره د یوه موازي واک پتوګه رسنیز کوي.
دا مهال د افغان دولت په وړاندې د ځینو ګاونډیانو پروني پټ دریځونه د رسنیو په کچه په ډاګه کیږي. د افغانستان په ډګر د بهرنیو تپل شوې جګړه لا نندارې ته وړاندې کیږي او مخامختیاوې ښکاره او زیاتیږي. پخوا اسلام اباد او اوس ایران او ماسکو هم غواړي د افغانستان بهرنی سیاست تر کنترول لاندې ولري. افغان حکومت ته نورو هېوادو سره د اړیکو په ټاکنه او رغاوي کې لارښوونه وکړي او په دې توګه د افغانستان خپلواکي وګواښي.
افغانستان اړ شو د دغه لېوه وزمه او داړونکو ګاونډیانو د پرلپسې لاسوهنو او تېریو په لامل، اروپا او امریکا ته د اړیکو لاس وغځوي. افغانستان د یوه خپلواک هېواد پتوګه چې له ګاونډیو يي خپلواکي، لسیزې مخکې ترلاسه کړې او په دې ډګر کې تر نورو مخکښ دی، د بل هرهېواد پشان حق لري، د خپلو ملي ګټو سره سم هېوادو سره اړېکې ولري. د افغانستان دغه انتخاب د ځینو ګاونډیانو نه خوښیږي، نو خکه خپلو هېوادو کې ترهګر روزي او د هغو پر مټ افغانستان کې نیابتي جګړه پرمخ وړي.
اسلام اباد، ایران او ماسکو درېواړه افغانستان کې خپله نیابتي جګړه، امریکا او اروپا سره د افغانستان د اړیکو تر نوم لاندې پټوي. که اروپا او امریکا سره افغانستان نږدې اړېکې هم ونه لري، درېواړه هېوادونه بیا هم افغانستان ارامۍ ته نه پریږدي او بیا به هم جګړې وي. افغانستان ګاونډیانو ته بیا بیا ډاډ ورکړی، د افغانستان له خاورې هیچا ته اجازه نشته چې د ګاونډي امنیت وګواښي، خو دوی په دې لامل چې د افغانستان خپلواک سیاست نه مني، له خپلو لاسوهنو نه په شا کیږي.
د ترهګرو او طالبانو د مورال لوړولو لپاره چې د اسلام ابد په ملاتړ جنګیږي، پخوا یوازې پاکستان ویل، که امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې کې د پاکستان د قربانيو درناوی نه کوي«پاکستان به اړ وي، چې له امریکا سره د روانو مرستو په اړه له سره کتنه وکړي»
د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير خواجه اصف د پاکستان له ايکسپريس خصوصي ټلويزيون سره په مرکه دا هم ویلي ول «امریکا د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچوي»
بل ځل مليحه لودهي هم په ملګرو ملتونو کې د امريکايي سفيرې نيکي هيلي هغه تورونه رد کړي ول چې پاکستان يې په دوه مخې لوبې تورن کړی وو او ویلي ول چې امریکا دې د خپلې ماتې پړه پر بل چا نه اچوي.
نن همدا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي چې سپاه پاسدارانو يي فراه کې طالبانو سره په وروستۍ جګړه کې مرسته کړې، رسنیو سره شریکه کړې او وايي؛ امریکا د افغانستان د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلې، نو له دې امله پر ایران تورونه لګوي.
نوموړی دا هم زیاتوي امریکا هڅه کوي، په دې موخه د خلکو اذهان بل لور ته منحرف کړي.
دې کې شک نشته چې امریکا او اروپا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي، خو د دوی په شتون کې افغانستان هم بې ګټې نه دي او دوی ته یو شمېر اړتیاوې لري. دغو اړتیاوو کې تر ټولو مخکې افغانستان کې د اسلام اباد، ایران او ماسکو د لاسوهنو او نیابتي جګړې په درولو کې چې د طالبانو او نورو ترهګرو په مټ يي پرمخ وړي، د امریکا او اروپا مرسته ده.
که نوموړي درېواړه هېودونه د طالبانو او نورو ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او افغانستان ته په دې اړه ډاډ او نړیوال تضمین ورکړي، افغانستان د امریکا او اروپا پوځي مرستو ته اړتیا نه ویني او یوازې په نورو برخو کې کولای شي له امریکا او اروپا مرسته ترلاسه کړي.
د ترهګرو د صدور او ملاتړ پرځای اسلام اباد، ایران او ماسکو هم افغانستان سره بشري او انساني مرسته کولای شي.
افغانستان چې د یادو هېوادو په لاسوهنه وران شوی، په دغو هېوادو حق هم لري چې هر راز مرستې ورسره وکړي.
اوس باید درېواړه دولتونو اسلام اباد، ایران او ماسکو ته په ډاګه شي، که د طالبانو او نورو ترهګرو په مټ، افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس نه اخلۍ، امریکا او اروپا به افغانستان کې میشت وي او افغانان به د دوی شریکباڼې پاتې شی.
د ۲۰۱۸ کال د مۍ ۲۲ مه
سرلوڅ مرادزی