د SBS خبري اژانس یو راپور وايي د استرالیا حکومت تیر کال (۲۰۱۷) کې له څه دپاسه څلور زرو پناه غوښتونکو د دغه هیواد تابعیت بیرته اخیستې.

په دغه راپور کې ټول هغه لاملونه په ګوته شوي د کومو پر بنسټ چې د استرالیا حکومت د پناه غوښتونکو تابعیت مسترد کړې دی.

د بیلګه په توګه راپور وايي د شاه په نوم یو کس په ۲۰۱۴ کال کې له استرالیا څخه هند ته په سفر لاړ او هلته تر ۳ کلونو پورې پاتې شو او د دغه دریو کلونو په موده کې نوموړې هیڅ کوم ځل استرالیا ته بیرته راستون نشو.

نو د استرالیا د مهاجرت ادارې د شاه تابعیت په دې لاملونو رد کړ چې ګواکې هغه په استرالیا کې د پاتې کیدو او ژوند تیرولو کوم هوډ نه درلوده او همدارنګه له استرالیايي ټولنې سره یې کومه نږدې یا دوامداره اړیکه نه وه ټینګه کړې.

همداشان راپور د رتنیش کومار په نوم د یو بل کس مثال وړاندې کوي چې استرالیايي تابعیت یې د مکررو ترافیکي سرغړونو له امله رد شویدی. نوموړي د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ لسګونه ځله له ترافیکي قوانینو سرغړونه کړې چې په هغې کې د یو ناراجستره موټر چلول هم شامل دي.

راپور وايي د ډیری کسانو تابعیت د دغه دوه عمده لاملونو په اساس رد شوي چې لومړې استرالیا کې د ډیر وخت لپاره د یو کس نه شتون او یا دویم چې هغه په استرالیايي ټولنه کې د یو جرمي پس منظر درلودل دي.