پاکستانې جنرالانو هر وخت په مستقیم او غیر مستقیم ډول سره د طالبانو ملاتړ کړی دی او کوې یې او هغوۍ ته روزنه ورکوې خو ددي سره بیا هم پاکستانی حکومت دا نه منې او ادعا کوې چې دوۍ خپله د ترهګرۍ قربانیان دي او هیڅکله یې د ترهګرو ملاتړ او نه هم دهغوۍ سره همکاري کړې ده که څه هم نړیواله ټولنه او خپله پاکستاني یو شمیر سیاسیونو هم ویلې دي چې دوۍ د طالبانو ملاتړ کوې خو دوۍ بیا په وار وار سره داخبره راد کړي ده .
خو په ورستیو څو ورځو کې یو وار بیا دا مالومه شوه چې پاکستان په کومه کچه باندي په افغان جګړه او د طالبانو او نورو تروریستي ډولو څخه په ملاتړ کې بوخت دی ، ځکه دیو پاکستاني تقاعد شوي جنرال عزیز کورنۍ چې کله دهغه د وژل کیدو خبره شوه نو وی ویل چې دا مسله باید پټه پاتي نشي ځکه دا د پاکستان یو لوي جنرال وو او مونږ دا مسله نه شو پټولی ، دراپورونو په اساس جنرال عزیز په اصل کې په کندوز کې وژل شوی دی خو اوس دهغه کورنۍ داسي ښایې چې دا په فراه ولایت کې وژل شوی دی خو پاکستانی حکومت بیا وایې چې نه دا ډیورنډ لاین ته څیرمه په قبایلې سیمو کې وژل شوی دی ، خو مهمه دا نه ده چې دا چرته وژل شوی دی مهمې هغه پوښتنې دي کومې چې دنوموړي تقاعد شوي جنرال سره راولاړیږي دبیلګې په توګه که دا په قبایلې سیمو کې هم وژل شوی وي نو ده هلته کول څه ؟ ځکه دا خو یو تقاعد شوی جنرال وو او دقبایلې سیمو اوسیدونکی هم نه وو نو ده بیا هلته کول څه ؟ ښکاره ده چې نوموړی د طالبانو او ترهګرو روزونکی وو او هڅه یې کوله چې طالبانو او ترهګرو ته روزنه ورکړي چې دهمدي له امله په کندوز کې ووژل شو نوموړي هڅه کوله چې افغانان دکوپر په نوم ووژني خو خپله هغې دنیا ته لاړو .
نو د پاکستاني جنرالانو شتون د ولسمشر غنې هغه خبره په حقیقت بدلوي چې پاکستان مونږ سره په یو نا اعلان شوي جګړه کې ښکیل دي بلکې زه وایم چې په ښکاره جګړه کې ښکیل دی ځکه زمونږ په ولایتونو باندي توغندي وروي ، دپاکستان علما یې وایې چې داندونیزیا په غونډه کې یې د طالبانو استازیتوب وکړلو ، همدارنګه هلته مدرسو کې ټریننګ سنټرونه جوړدي ، او دجنرالانو دملاتړ مسله خو یې له پخوا روښانه ده او دافغانستان دجګړې په اړه په ورستیو کې د S Directorate کتاب تر ټولو ښه لاسوند دی چې په هغې کې یې په افغان جګړه کې د پاکستاني جنرالانو ښکیلتیا او دهغوۍ ملاتړ له طالبانو څخه روښانه کړی دی چې پاکستاني د ISI جنرالان په کوم شکل باندي له طالبانو ملاتړ کوي او کوم رقم مرسته ورته ورکوی ترڅو په افغانستان کې جګړه وکړي او هلته وجنګیږي دي ته ورته نوري بیلګې هم شته دی چې پاکستانې جنرالان په کشمیر او ان دهغوۍ د اټوم پلار قدیر خان هم له ترهګرو سره مرسته کوله او دترهګرو په روزنه کې یې کار کولو .
همدارنګه پاکستاني جنرالان په ځانګړې ډول کوم چې تقاعد شوي دي او د قبایلې سیمو پوري اړه لري د ږیرو په پریښودلو سره دحقاني نیټ ورک سره کار کوې چې څو ځل دوۍ دخوست ، پکتیا او نورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي ، په ورته وخت کې په پاکستان کې دالقاعدي دمشر اسامه او نورو ترهګرو ډلو دمشرانو دساتني مسولیت هم دهمدي تقاعد شوي جنرالانو په غاړه وو او دی او دا تقاعد شوي جنرالان د ISI په لارښونه سره دنده لري ترڅو ترهګر وروزي او دوۍ ته تخینکې مرستي او مالي مرستي برابري کړي .
نو اوس دا مسله ښکاره ده چې پاکستان په کوم شکل باندي له ترهګرمو ملاتړ کوي په ځانګړې ډول د پاکستان د فوځ او ISI تقاعد شوي افسران او جنرالان دا پروژي د مذهب او دپاکستان دملي ګټو دساتني په نوم مخ ته وړي او په دی برخه کې فعالیت کوي .
پورته یادو مسایلو ته په کتو اوس باید امریکا او ناټو دملګرو ملتونو د پریکړه لیک په اساس باید پاکستاني تقاعد شوي جنرالان تر څار لاندی ونیسي او د دوۍ په وړاندي لکه ترهګر عکس العمل وښایې که چرته دوۍ د تروریزم ضد جګړه کې ریښتیني وي .