سقط ( ماشوم غورځیدل)
یوه لنډه کیسه
لیکوال: سمیع الله خالد سهاک

د سهار څلور بجي وي. د ښځی په نس کی درد پیدا شو او له نا آرمی سره له خوبه پاڅیده. میړه یی وخوځوه. او میړه یی چی اکثراً ډیر ناوخته له خوبه پاڅیده، په قهر سره له ښځی وپوښتل
“څه خبره ده. پریمیږده لا وختی دی”
ښځه یی چی ډیره وارخطا وه په ناارامه حالت کی میړه ته ووئیل
“نس کی می درد دی”
میړه یی بیا وپوښتل
“څه دي خوړلي دي. ”
“هیڅ خراب شی می نه دی خوړلی. هماغه وریژي او سابه چی تا وخوړل ما هم و خوړل”
میړه یی ووئیل. ښځی ووئیل“خدای دی خیر کړی”
“آمین...”
د آمین ویلو سره ، له ځایه پاڅیده او ورو ورو یی په کوته کی په ګرځیده پیل وکړ. خو نور یی طاقت ونشو او له کوټې بهر ووته. ښځه له کوټی ووته او بیرون دهلیز ته ولاړه. ها خوا دیخوا وګرځیده خو نس یی آرام نه شو. بیا تشناب ته ولاړه. څو دقیقی لا تیري نه وی چی بیرته کوټی ته راغله او د کوټی په کنج کی کښیناسته. بیا یی ورو ورو په ژړا پیل وکړ.
میړه یی چی هم نا آرامه وو، د ښځی له ژړا سره نا آرامه شو او له ښځی یی وپوښتل
“څه خبره ده. ولی ژاړی؟”
د ښځی چی لا ژړا ختمه نه وه. په ژړغونی آواز یی ووئیل
“دا ماشوم هم وغورځید...”
د سړی خوب ورک شو او په وارخطایی یی د ښځی په لور حرکت وکړ او ورو یی ورته ووئیل
“رښتیا وائی”
ښځی چی لا هم ژړلی سر یی د هو په علامت ښکته او پورته کړ او د ژړا آواز یی جګ شو.
پای
.................................................................................................................
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د می ۱۵، ۲۰۱۸ کال