‎زموږ امنیتي ځواکونه د هېوا ساتونکي دي!
‎زموږ امنیتي ځواکونه چې ددې هېواد اصیل مجاهدین دي تل يې په خپله مېړانه ثابته کړې چې دوی ددې وطن د ناموس، عزت ، د ولس د سر او مال، او د لوېشتې لوېشتې خاورې ساتونکي دي .
‎په اسلام کې مجاهد هغه چاته ویل کېږي څوک چې د خپلې خاورې، ناموس، د ملت له سر او مال څخه ساتنه وکړي ، د پردیو شیطاني برنامو په وړاندې تل زموږ امنیتي ځواکونو خپل سپېځلی جهاد په بریا سره پای ته رسولی.
‎زموږ امنیتي ځواکونو تل په یواځې توګه ددې وطن څخه ساتنه کړې او له دښمن سره يې مخامخ جګړه کړې ، سره له دې چې له وسله والو سره ډېرې قوي وسلې شتون لري خو زموږ د امنیتي ځواکونو په وړاندې يې ماتې خوړلې ، له ۲۰۱۵ کال وروسته په افغانستان کې د مخالفینو تهدیدونه زیاد وه خو د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي ، چې په تېرو دریو کلونو کې وسله والو ته سخته مرګ ژوبله هم اوښتې ، په تېرو پنځو کلونو کې وسله والو طالبانو هڅه وکړه چې کندز ولایت تر خپل کنټرول راولي ، سره له دې چې د کندز ډېرې سیمې د وسله والو لاس ته ورغلې خو وروسته بېرته افغان امنیتي ځواکونو ترې ونیولې ، څو ځله د هلمند ولایت د سقوط هڅې وشوې آن تر دې چې جګړه د ښار منځ ته راورسېده، خو زموږ امنیتي ځواکونووسله والو ماتې ورکړه ، همداسې هڅې وشوې چې نورستان، فاریاب، تخار، سر پل، جوزجان، بغلان، ولایتونه سقوط کړي خو زموږ د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول چې وسله والو ته يې ماتې ورکړه ، داسې هم ويل کېږي ددې ولایتونو د سقوط په پلان کې د هېواد په شمال کې د پاکستان پوځي جنرالان هم لیدل شوي وُ، چې دلته يې وسله والو ته روزنه ورکوله او پټنځایونه يې ورته ترتیبول ، د شمال جګړه ډېرره پيچلې وه په لږه موده کې د وسله والو ماتې ځکه ستونزمنه خبره وه، چون دلته پاکستاني ، تاجکستاني ، ايراني ، ازبکستاني توندلارو د ډېرو قوي وسلو سره ځالې جوړې وې ، ددې ډلو په ماتولو سره زموږ امنیتي ځواکنو ته هم ډېره مرګ ژوبله واوښته خو خپل مورال يې د لاسه ورنکړ ، او ددوی لاره ددې وطن اصیلو بچو تعقیب کړي دي ، فراه ولایت چې له ایران سره نېږدې پوله لري ، او ایران هم د طالبانو له تمویل کوونکو هېوادنو څخه شمېرل کېږي ، تل يې هڅه کړې فراه سقوط شي تر څو د فراه له اوبو څخه استفاده وکړي ، دا چې موږ دلته له امریکا سره ستراتیژیک تړون لرو ، د امریکا د ګټو ضد هم دوی غواړي تخریبي اعمال ترسره کړي ، همداسې ایران په فراه کې نورې سیاسي او کلتوري موخې لري نو ځکه هڅه کوي چې په دې ولایت کې جګړه دوام وکړي او د سقوط تر حده يې ورسوي ، خو باید ووایم چې خوشبختانه زموږ امنیتي ځواکونو په ډېرې قوي ارادې سره پردۍ موخې ماتې کړي او وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې
‎ له تېرې شپې راهیسي په فراه ولایت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده، چې دا مهال هم دوام لري ، خو وسله وال ندي توانیدلي چې خپلو موخو ته ورسېږي ، ځکه چې زموږ امنیتي ځواکونه د وسله والو په وړاندې جګړه بریالي دي چې تر دې مهاله يې وسله والو ته سخته ماتې ورکړې ،چې اوس وسله وال په سخته محاصره کې دي .
‎په ټوله کې باید ووایو چې له امنیتي ځواکونو ملاتړ په هر ډګر زموږ د سرلوړۍ سبب کېږي .
‎ولې بدبختانه دا چې دښمن د جګړې تر څنګ د ولس په منخ کې تبلیغي جګړه هم پر مخ وړي د ولس اذهان يې د امنیتي ځواکونو په خلاف رروزلي
‎هم زموږ د هېواد په یو شمېر سیمو کې طالب پلوه خلک وهڅې وکړې چې زموږ پر امنیتي ځواکونو د کفر او غلامۍ ټاپې ووهي ، حتی موږ شاهد وو، چې په ډېرو ځایونو کې يې د امنیتي ځواکونو جنازې نه کولې ، او خلک يې هم د افغان امنیتي ځواکونو په جنازو کې د ګډون کولو څخه منع کول.
‎خو باید په ټوله کې ووایو چې اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي که چېرې طالب پلوه اشخاص هم د د وسله والو ملاتړ پرېږدي او د خپل نظام د پیاوړتیا په خاطر کار وکړي نو ټولې وسله والې ډلې به دلته ماتې خوري .
‎مینه منګل