هسي خو پاکستان دخپل جوړښت سره سم دنورو هېوادونو دپروژو دپلې کیدو قراردادي دی او دا قرارادادونه دوۍ په مختلفو شکلونو باندي پلي کړي دي خو په افغانستان دشوروي دبرید وروسته دوۍ دخپلو پروژو دپلې کولو لپاره مذهبي اړخ زیات پياوړی کړلو او ددي پياوړتیا له امله یې افغان جهاد ته خپلو مدرسو کې روزل شوي کسان لیږل او هغوۍ به هلته جګړه کوله .
چې دشوروی اتحاد دماتي سره سم پاکستان بیا هم همدي لړۍ ته ادامه ورکړله ترڅو یې د طالبانو تحریک رامنځ ته کړلو او دهغې سره یې نور هم په پاکستاني مدرسو کې دجنګې فکرونو روزولو ته زور ورکړ او له دي لاري یې خپلې پروژي عملي کولي .
پاکستان په دی مدرسو کې کوشش کولو چې افغانان وروزي او ترڅنګ یې هغه پښتانه چې د ډیورنډ پوري غاړي میشت دي دهمدي توطیې لاندي راولي او دوۍ هڅه وکړې له دي لاري څخه قبایلې سیمې تر خپلې ولکې لاندی راولي ، یاد هېواد داسلام تر نامه لاندي په مدرسو کې افغان ځوانانو ته د دینې زده کړو په بهانه جنګې زده کړې هم شروع کړې چې په ورستیو کلونو کې یې ان خبره د ځانمرګو بریدلونو تر روزلو پوري هم ورسیدله چې دي مسلې ته ټوله نړۍ حیرانه ده چې څنګه ځوانان داسی کیدلې شي چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شي او په خپله خوښه خپل ژوند قرباني کړي .
خو کله چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورزنګ پيل شو نو له دي سره یو لړ اسناد او پټ مالومات هم ورځ په ورځ رابرسیره کېږي او د پاکستانې استخباراتو او فوځ دپټو جګړو لاملونه او ترڅنګ یې دهغوۍ ظلمونه ورځ په ورځ نړۍ ته ښکاره کېږې چې دهغې جملې څخه یې د پښتنو او بلوڅو دورکولو او ترور کولو ترڅنګ د ځانمرګو بریدونو دروزول رازونه هم افشا کېږي .
وروستیو کې داسي واقعیتونه ښکاره شول چې په حقیقت کې دانسان زړه بوږنوي دبیلګې په ډول پاکستانی فوځ دخپلو مدرسو کې دافغان ځوانانو چمتو کول دځانمرګو بریدونو ترڅنګ بل کار چې کوې هغه دا دی چې په بلوچستان او پښتونخوا کې کوچنیان تښتوې او هغوې بیا په ځانګړو ځایونو کې روزي چې دغه روزل شوي کوچنیان چې کله نوې ځوانان کېږی کشمیر او افغانستان ته د جګړې لپاره لیګول کېږي او هلته بیا تري په ځانمرګو بریدونو وکې تري ګټه اخستل کېږی .
دپښتون ژغورنی اونور ارقامو له مخې یوازي دخیبر پښتونخوا او بلوجستان څخه په لسګونو زره کوچنیان ورک شوي دي او بیا دا کوچنیان هغه مدرسو ته سپارل کېږي کوم چې د دین په نوم باندي په پاکستان کې دپاکستانې فوځ او استخباراتو تر څار لاندي دي دا اداري داسلام په نوم له یو خوا کوشش کوې چې ددي ځوانانوپه روزلو سره قبایلې سیمو ته لاره وکړي او له بل پلوه خپله جګړه په کشمیر او افغانستان کې پري وغزوي .
همدارنګه پاکستاني حکومت کوشش کوي چې دهمدي نظريې په ساتلو سره یوازي پښتانه او بلوچان له پرمختګه وساتي او دوۍ نړۍ ته د افراطیت بیلګې معرفي کړي او هغه ظلمونه چې دوۍ په دي خلکو باندي کوې پټ وساتې او نړۍ ته دترویزم ضد جګړې دمتحد په توګه باندي دهغوۍ ټولې شتمنۍ ولوټې ځکه دبلوجستان او ډیورنډ تورې کرښې هغه خوا قبایلې سیمې د پراخو طبعې سرچینو څخه برخمنې دي او پاکستان دخپل جوړښت سره سم دا هر څه یوازي دیوي صوبي چې پنجاب دی قرباني کړي دی او له دي لاري څخه د پنجاب په پړسولو باندي اخته دي .
نو داچې اوس دپنجابي فوځ او استخباراتو دا کړنې ټولې نړۍ او دبشر حقوقو سازمانونو ته رسوا شوي دي اوس باید نړۍ دانساني حقوقو لپاره اقدامات وکړې او د پنجاب دا کرغیړنه بدرنګه جګړه چې یوازي دپنجابي ګټو لپاره ده باید نوره ختمه شي او هغه حقوق او امتیازات چې دا خلک یې لري باید تر لاسه کړې .