منظور پښتین له سلګونو ځوانانو سره کراچۍ ته روان وو چېرته چې ورته د غونډې تابیا نیول شوې وه دغه خلکو انتظار کاوه خو لاره کې د منظور پښتین په وړاندې لارې او څلور لارې بندې وې د منظور په څهره کې کلک هوډ او قاطع دریځ ښکارېده .
یوه ملګري یې ورته کمره نیولې وه او ترې پوښتنه کوي چې ولې لاره بنده ده منظور په سړه سینه ورته وايي زه به څنګه ووایم چې زما خاوره ده پنجاب کې خو په هره څلور لارې کې له موږ سره د پردیو په څېر برخورد کیږي زه به څنګه ووایم چې زما خاوره ده کله چې زه ورته پردی ښکارم کله چې له ماسره د یوه پردي انسان په څېر عمل کیږي زه او پښتانه به څنګه دې پردئ خاورې ته ژمن شو .
خود به پښتانه دخپلې بقا لپاره راپورته کیږي چې په پښتونخوا کې ۳۰ زره ماشومانو لویان سپین ږیري او ځوانان ورک دي خود به راپورته کیږي چې له پوره پوره کلي له خپلو سیمو وشړل شول خود به خلک پورته کیږي چې اوس هم دپآکستان زندانونه د پښتنو ځوانانو څخه ډک دي.
خود به د پاکستان ریاست نه مني چې هره ورځ په لارو او سرکونو کې کړول کیږي خود به ددې پوځ په وړاندې راپورته کیږي چې هره ورځ یې ځوانان ژوندي ورکیږي .
په بلوچستان کې ۴۰ زره خلک ورک دي سلګونه تنه ترور شول مشران قومي مشران چې د راټولولو توان یې لرلو له منځه یوړل شول ووژل شول تاسیسات یې تهدید شول د ښوونځیو کیفیت یې له صفر سره برابر شو او دیوه لوی پلان لاندې هڅه کیږي چې دغه خلک نالوستي او دجګړې په میدان کې یې وساتي او د انسان پلورنې او انسان وژنې بازار ترې جوړ کړي چې ګټه یې باید پنجاب ته ورسیږي .
په سیمو کې ورک ماشومان چې پاکستاني پوځ له ځانه سره وړي دي اوس ترینه د ځانمرګو بریدونو لپاره کار اخیستل کیږي او هڅه کیږي چې د خپلو ګټو لپاره ماشومان او د اسلام دین د وسیلې په شکل استفاده کړي چې په دغه چاره کې ورسره پاکستاني ملایان هم همغږي دي .
په کراچۍ کې هره ورځ لسګونه پښتانه ترور کیږي له منځه ځي نو د پاکستاني ریاست په وړاندې د خلکو خود جوشه پاڅون د همدې لپاره را ټول شو او نن یې د پاکستان پخښې لړزولي دي .
د پښتون ژوغورنې غورځنګ چې د پښتون قوم قوي ملاتړ لري یو ولسي خود جوشه حرکت دی چې موخه یې د پښتون قوم په وړاندې د پاکستان دظلمونو مخنیوی دی .
پاکستاني مطبوعات چې تر ډېره د پاکستان د استخباراتو په واک او تهدید کې دي هڅه کوي چې دغه سپیڅلی حرکت بدنامه کړي او د نشر په برخه کې یې پرمخ د تلویزیونونو ښیښې بندې کړي، په نورو استخباراتي ډلو پورې یې وتړي خو پښتانه ویښ شوي دي او د پاکستان له دغه خبرو څخه نه ویریږي .
دغه پښتانه هغه څوک دي چې هر یو یې په کورنۍ کې یو یا دوه تنه له لاسه ورکړي دوۍ نور اړ دي چې د ځآن لپاره او دخپلې کورنۍ د بقا لپاره له دغه غورځنګ سره یوځآی شي چې په دې سره کولای شي خپل خلک د پاکستان له ظلمونو خلاص کړي .
سره له دی چې د غونډې د مخنيوي لپاره ډيرخنډونه جوړ شوي وو خو د پښتون ژغورنې د لاهور غونډه د تمې سره سمه پای ته ورسيده.
د سلګونو مېرمنو په ګډون زرګونه کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې غونډې ته چې د سوات په کبل سیمه کې جوړه شوې وه، د ګډون له پاره ورغلي وو د غورځنګ مشر منظور پښتین پرون پر خپل فېسبوک په وینا کې وویل، چې د اپرېل په ۲۲مه یې په کراچۍ کې د غورځنګ اته غړي نيول شوي وو، چې کريم پرهر، عطا اپريدی، ډاکټر برکت الله برکي، ګلباز، زین العابدين، عمر رياض، افتاب اشرف، بلاول بلوڅ، ياسر ارشاد، فارس، راج، شيرازي او جلال خان نومېږي.
په دغو لاریونونو کې- چې په پېښور، کراچۍ، اسلام اباد، کوټه او په نورو ښارونو کې وشوې- ویناوالو د پاکستان پر امنیتي ادارو نیوکې وکړې او د دوی دا کار یې وغانده چې د دوی غړي سوله ییز احتجاج ته نه پرېږدي او په غیرقانوني توګه یې نیسي او په شپو- شپو یې په بند کې ساتي.
په کراچۍ ښار کې هم لسګونه کسان احتجاج ته را وتلي وو. مظاهره چیانو ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي نور الله خان ترین وویل، په کراچۍ کې اوس هم د غورځنګ ملاتړو ته ګواښونه کېږي او نیول کېږي