دازمونږدکلي یوه فلکلوریکه کیسه ده، خوکه ریشتیاپیښه شوي هم وي نوشک یې نه شته.
ګیدړسینګ نوم یې ورته له دې کبله ټاکلی چې دکوم هندو یا سیک دنوم سره ټکرونه کړي؛ ځکه چې په دې کلي کې له پخوانه یوشمیرهندوانواوسیکا نودنورواوسیدونکوپه شان د مینې ډک ، خوږاو ګډ ژوندکاوه.
*****
وایي چې ددې کلي اوسیدونکی ګیدړسینګ (خیالي نوم دی) به د مني په موسم کې هره ورځ دکلي کروندې ته تواودځان د پاره به یې یویودجوارووږی راوړو.دغه وږی به یې دپردیوله پټونه راما تاوه اوپه جب کې به یې پټ خپل کورته وړو.چې د شپې به یې په نغري کې دڅیړیوپه سکرووریت کړنوښه په مزه مزه به یې وخوړواو سبا به یې بیا ورته په وډي وخت ملا تړلې وه چې دکلي کروندې ته څومره زرځان ورسوي.
په کرونده کې خوپټي ډیروو، لیکین ده دخپلې «هوسا نې» د غلا لپاره داسې ځای ټا کلی وچې پټي ته ورواوړي نوبا ید څوک یې ونه ویني. دشالیزارې داسیمه چې د«ملیکر»په نامه یادیږي، دې کلي ته ډیره نیژدې پرته ده.
ماچې له پخوانونه داکیسه اوریدله نوپیکر(فکر) مې کاوه چې داخوبه کټ مټ زمونږ دګاونډي دروزګر(ترکاڼ، نجار) کاکا پټی وي.ځکه په کیسه کې ویل شوي ووچې پټی دلارې په سر پروت اودلارې دیوال یې له خټونه جوړشوی دی. دیوال دومره جګ وچې ګیدړسینګ پې وراوښتلی شو. له همدې ځایه ددیوال لرونکې لارې (منځې لارې) سرشرو (شروع) شوی او په اته مترۍ کې ورته دکونړسین غړمبیدو. زمونږله ځمکې نه یې چې ددروزګرکاکاپه ګاونډکې پرته وه؛ ځکه وږي نه شول ما تولی چې پټو ته دیوال نه ونوهغه پیکر کاوه، دغلته به را باندې ناڅاپه څوک راښکاره شي.
*****
کیسه داسې وه چې ګیدړسینګ به څنګه ددروزګرکاکاپه دیوال دهغه دجواروپټي ته ورواوښتونوله یولنډ کي چروت نه وروسته به یې پا س آسمان ته وکتل اوغږبه یې وکړچې: «ګیدړسینګ له وږی دیس»؟ یا نې چې اجازه به یې اخیستله اودغلا وږی به یې ځان ته رواکاوه. چې یوځل به یې پا سنۍ پوښتنه وکړه نوبیا به یې په خپله ځان ته دوږي دما تولواجازه ورکړه اوپیکربه یې کاوه چې داوږی دده دپاره نورناروا اود غلاوږی نه دی. خپله مخکینۍ پوښتنه به یې داسې ځوابوله: «شل ځله خودیس».
پوښتنه:«ګیدړسینګ له وږی دیس»؟ځواب:«شل ځله خو دیس».«ګیدړسینګ ته دوږي اجازه شته»؟«شل ځله خوشته».
داچې «دیس» یوه اردوهندي کلیمه به دګرامرپه لیاز(لحاظ) څنګه استعمال شوی وي، خودکیسې والاوترې دراکولوما نا اخستله.
*****
ددروزګرکاکا دجوارود پټي دغاړې یویووږی به هره ورځ ما تیدواوتشې ټانټې به ولاړې وې.کاکاهم ورته اریان(حیران) وچې داڅنګه هره ورځ یواځې زمونږدپټي نه یویو وږی ما تیږي اودنوروګاونډیانوپه جواروڅوک غم غرض نه کوي؟ هغه چې پټي ته ودریږي نوهره ورځ تې یوتازه وږی ما ت شوی وي اودجواروټا نټه تشه ولاړه وي.
بلاخره کاکاورته دورځونه یوه ورځ په دې خپل پټي کې پټ شوچې ما لومه کړي داوږي ورله څوک ماتوي؟ هغه غریب خپل ددروزګرۍ کارپریښی ؤاوټوله ورځ یې غله ته دمني د ګرمۍ په وخت کې دجواروپه پټي کې تیره کړه. مازیګرلمرپه غړغړه(غرغړه) شو، خوڅوک را ما لوم نه شول. دځان سره یې پیکروکړچې خیردی نن څوک رانغلل، سبا به بیاکه خیري ورته ټوله ورځ پیره وکړم. چې له جوارونه یې سرراجګ کړ نوڅه ګوري چې«ګیدړسینګ» په دیوال یوه پښه وراړولې، او خیټه یې په دیوال پرته ده،خولابیخي نه دی وراوښتلی.ده هغه ولیدو، لیکین دګیدړسینګ مخ ښکته دځمکې په لورواوپه کاکا یې سترګې ونه لګیدې. کاکا بیرته په پټي کې غلی کیناستواوده ته پټ پټ په څَوْګوري.
ګیدړسینګ چې پټي ته راواوښتونولومړی یې خپل اوسون سازکړاوآسمان ته یې لاس ونیو:«ګیدړسینګ له وږی دیس»؟
بیرته یې ځان ته په خپله اجازه ورکړه چې:«شل ځله خودیس». ټق(ټک) شي وږی یې رامات کړ. پاسني غټ غټ شخولي اوڅڼې یې ترې لرې کړې اوپه جب کې یې خوندي کړ.
دروزګرکاکاخوورته اول ښه په مړه خیټه پټ پټ وخندل اوبیایې دځان سره په «اوم...اوم» بنګاري پیل وکړ: اوم...اوم داته یې چې«هم یې کرې اوهم یې ریبې».له پردي پټي نه «د اجازې غوښتلواوداجازې ورکولو» پریکړې په خپله کوې.
یره : چې کاکا ورته سرراجګ کړنوپه « ګیدړسینګ» سخت پري او رپووني راغلل. داسې رپیدواولړزیدوچې ته به وایې کوم قتل یې کړی دی.
*****
کاکا له غوږنه ونیواوورته ویویل چې راځه زماسره راځه! ددې په ځای چې دواړه ددیوال نه واوړي نوزمونږدپټي د لارې نه یې دسین غاړې ته بوتو.کاکا خپلې دپرتاګه پيڅې ښې پورته بډې کړې اودومره ډوب ځای ته یې هغه ورکش کړ چې ښه سم دم په کې غوپه شي.اوس نووارد کاکا دی: کاکا آسمان ته لاس ونیواوغږیې وکړ، غږهم ښه په زوره ؤ: «ګیدړسینګ له غوپه دیس»؟ ګیدړسینګ ته غوپه ورکړم؟ هغه هم بیرته خپلې پوښتنې ته په خپله ځواب ورکړ: «شل ځله خودیس»! شل ځله خویې ورکړه!
بس نوتاسره خدای په نیکۍ مل شه،«غړم شي» ګیدړسینګ یې دسین په ژورډب کې داسې غوپه کړچې څړۍ یې هم نه ښکاره کیده. ښې ډیرې غړغړې یې ورکړې. بیا یې غوپه کړ...بیاځلې ... بیا...دومره غوپې یې ورکړې چې څومره یې دهغه دپټي نه وږي مات کړي وو، له هغوهم لاډیرې.
ګیدړسینګ غریب لوندخیشت کورته روان شو، خویره کاکا ورته نننی وږی هم په جب کې پریښودو.
«دفلکلوریکې کیسې پای».
*****
که داکیسه اوس دامریکایانوداشغال سره پرتله کړونوپه زغرده به ووایوچې امریکاهم دګیدړ سینګ په شان له خپل ځان نه پوښتنه کوي اوبیا په خپله ځان ته ځواب ورکوي. دمیثال په ډول وایي: «افغانستان ته دیوسلوڅلویښت زرواویا یوسلوپنځوس زروعسکروورلیږل دیس»؟ځواب هم په خپله وایي:«شل ځله خودیس»! بیاچې یې څه ناڅه ستونځې ډیرې شي، د مړو تابوتونه یې ورله هیوادته زیات وروچلیږي اوپه عوامویې بده اغیزه وکړي نووایي: «یوشمیرعسکربیرته خپل وطن ته لیږل دیس»؟ ځواب یې دادی چې: «شل ځله خوبیرته لیږل دیس»!
امریکا په خپله تصمیم نیسي، څوک یې د«مه، مکې» نه شته چې ورته ووایي تاسویې څنګه « کله اوروئ اوکله یې شین کوئ»؟ «ږیره زما اوواک یې دملا». راصادر شوي پاچاګیان خوددوی له خوامقرریږي اودمقررۍ پریکړه یې هم د( سي، آی، ای) په ګردي میزکې کیږي. څوک ورته ووایي چې وطن د افغانانو اوپریکړې تاسوکوئ.
یومشرچې یې نوی راشي وایي ترپلاني کاله به«ټول عسکر له افغانستانه ایستل دیس».بل چې رانازل شي نوغرتیږي. نه، نه،« یوپینځلس شپاړس زره نورعسکرافغانستان ته لیږل دیس». له دغه شمیر نه «دوه چنده یادرې چنده په ملکي جامو کې لیږل دیس».
دې دامپراطوریودادیرې په اړه ټولې پریکړې خودهغه ځای څارګره اداره کوي، لیکین مشران یې دیوه سمبول په ډول غرتې ولي اود«دیس ، دیس» رمباړې وهي. دوی په دې سر نه خلاصوي چې افغانستان دزبرځواکونواوامپراطوریو ادیره ده.
یووخت وویل شي چې: بس تر«۲۰۱۸» کال پورې به دا اشغال شوی هیوادښه پوره وځپوو، وځپوو(وځپو)، خوچې زړه یې یخ شوی نه وي نوبیا بل وخت خولې وازې کړي: نه، نه،په ولا که تر۲۰۲۴ــ یا ــ ۲۰۲۵ کال پورې مود چا پلارله دې نیول شوې خاورې نه وباسي. «کله کله خوبیاوایي ان تر ۲۰۵۰ کا ل پورې امریکاپه افغانستان کې پا تې کیدل دیس».
*****
دهغوافغانانو«یوزیات شمیر» چې داشغال له ورځې نه په اوچتوچوکیولګیدلي اویاوروسته مقرریږي، داسې خوځنده، خوځیدونکي پیداواراوګیدړان دي لکه ددروزګرکاکادپټي تشې ټانټې اوامریکایان کټ مټ دګیدړسینګ کاروایا نې سرته رسوي.
خدای پوهیږي چې زمونږولس به څه وخت ددروزګرکاکا په شان دغه غټه «ګیدړسینګه» په ډب کې غوپه،اووطن به له نیواکه آزادکړي.بیابه نوګیدړسینګه لمده خیشته،شرمیدلې اوپه ګوډ ګوډه پالنګه (چې ګوډه ګوډه روانه وي) کورته ستنه شي.
*****
زه پیکرکوم که چیرې زمونږخلک دیوه فاسفي قانون په بڼسټ خپل جدوجهد ته ملاوتړي نوداشغال دتورې تیارې نه به نجات ومومي.کله چې دډیورنډ دخیالي کرښې نه دې خواته نیواک پای ته ورسیږي نودهغې خوا دپنجاپي له اسارت نه به هم زمونږ محکوم افغانستان آزاداوپه آټک به درې رنګه (تور ،سور،زرغون) بیرغ ورپیږي.که خدای کول.اویاخوبه دلوي افغانستان دواړه برخې په یووخت آزادې شي. انشالله.
*****
اوس نوراځئ چې دیوفلسفي قانون په باره کې وغږیږوچې څنګه به په امریکااوپنجاپ باندې تطبیق، دغه ستره خپسه به له دې پاکې خاورې نه شړلوته مجبوره اوپنجاپیان به دزیړو خښتګونواوپړاخولنګونوسره دهنداوافغانستان دپخوانۍ پولې نه (آټک،ټکسیلا...) ورواړول شي.
*****
فلسفي قانون : دې قانون ته په فلسفه کې دکمیت اوکیفیت قانون وایي.
دکمیت اوکیفیت قانون:
لومړی به په خپله ددې قانون په اړه څولنډې خبرې وکړواو چې په قانون پویه(پوه)شونوبیابه یې په امریکایانواوپنجاپیانو باندې دتطبیقیدوپه باره کې وغږیږو.
کمیت څه ته وایي؟یاکمیت څه شی دی؟
کمیت یانې څومره والی،څووالی. مثلن(مثلاً): په کڅوړه کې څودانې مڼې شته؟ څوافغا نۍ لرې؟ څوکتابونه دې ولوستل؟ څودانې غوزان دې وخوړل؟ اوس اوس په افغانستان کې څو زره اشغالګرعسکرشته؟
په کڅوړه کې لس مڼې پرتې دي.سل افغانۍ مې په جب کې دي. یره په دې میاشت کې به مې درې کتابونه لوستلي وي. شپږدانې دنورستان دکامدیش چزغي غوزان مې ښه په خوند خوند وخوړل. اوس اوس په ظاهرکې دلته شپاړس زره شغالان اشغالیان شته.
لس،سل،درې،شپږاوشپاړس زروته کمیت وایي. یا نې د واحدونوشمیرته کمیت وایي. یابه ووایوچې څومره والي اوڅو والي ته کمیت ویل کیږي.
کیفیت څه ته وایي؟ښه به وي چې په کیفیت هم ځان پوی(پوه) کړو.کیفیت یا نې څرنګوالی.
څرنګه شات(ګبین،عسل)دې راونیول؟بوره اویانورڅه خوبه په کې ګډ نه وي؟یانې چې کیفیت یې څرنګه دی؟ دادسروزرو ګوته(ګوتمۍ) چې دې واخستله نورفلزات خوبه په کې یوځای ویلي شوي نه وي؟ ایا سوچه سره دي؟
دکابل دپل خیشتي دجومات ترڅنګ دپلاني(...)دوکان «سره مرچ»دومره ښه نه دي؛ ځکه چې کودی په کې ګډوي. یا د پیښورد«چوک یادګار»په خواکې دچی(چای) دیوه غټ دوکان (...) دچای کیفیت دومره ښه نه دی؛ ځکه چې په چا یوکې یې زړې دچای شمې،چلکې ـ دنسکوپوټکي اونوریوځای شوي او بیا یې دخرڅولودپاره په شکریوکې ډیران کړي وي. له نورو دوکاندارانونه یې بیه ارزانه وي اوخلک پې تیروځي چې ددې دوکان سوداښه ده،خوهغوی خبرنه وي چې میلاوټ په کې شوی اوښه «کیفیت» یې ورله بدل کړی دی.
که خبره رالنډه کړونووایوچې: کیفیت څرنګوالي ته وایي. ښه جنس دی که نه اسې ګډوله ده. دښه جنس کیفیت ښه، خود خراپ کیفیت بې خونده اوکوټه وي.
*****
کمیت څنګه په کیفیت بدلیږي؟
راځئ چې په یوې سیا نسي(علمي)اوعملي تجربې باندې تکیه وکړواویوساده میثال په نظرکې ونیسو:
که داورپه نغري اویادبریښنا (برق،بیجلۍ) په منقل باندې له اوبونه ډک چجوش(چای جوش) کیدواواوریا بریښنا ورپسې چالان کړونودچجوش اوبه ورو ورومخ په ګرمیدوشرو (شروع) کوي. پیکروکړئ چې اوبه لس درجې تودې شوې، لږ وروسته شل درجې بیا پسې پنځوس،شپیته،نوي اونهه نوي (۹۹) درجوته حرارت ورسیدو.ترنهه نوي درجوپورې،اوبه لاهم اوبه دي اوداوبوخاصیت اوکیفیت لري.
کله چې دغه نهه نوي درجې سلو(۱۰۰) درجوته پورته شي نوداوبوکیفیت اوخاصیت بدل اوپه بخارواوړي.
ددې خبروپایله داشوه چې دکمیت اندازه زیاته شي نوکیفیت یې بدلیږي. یا نې چې کمیت په کیفیت اوړي. دحرارت درجه چې نهه نوي وه، اوبه لااوبه وې اوچې دغه درجه سلوته پورته شوه نوکیفیت یې بدل اوبوخار(بخار) ترې جوړشو.
اوس به نودادکمیت اوکیفیت فلسفي قانون زمونږله پا کې خاورې نه دامریکایانواوپنجا پیانوپه ویستلوڅنګه تطبیقوو؟
دیاد قانون تطبیقول اوعملي کول:
داخو یوه منلې خبره ده اوټول پې پوهیږي چې:«حق اخستل کیږي، ورکول کیږي نه».آزادي هیڅ استعماري قدرت په خپله خوښه چا ته نه ورکوي، څوپورې یې چې کږه خوله په سوک سمه شوې نه وي او«افغانستان ورته بیا دیوې بلې امپراطورۍ ادیره شوې نه وي».
که ټول وطنپالونکي قووتونه، پوهان، استازان، لیکوال، شاعران،ژورنالیستان، سیاستوال،ریشتیني مدني فعالان، ترقي غوښتونکي اوعدالت خوښوونکي ځوانان،پیغلې او میرمنې، د نظرخاوندان، روښانفکران، وطنپال ګوندونه،اوپه آزادۍ مین افغانان ترآټک،مارګلې،جیلم،ټکسیلا او...پورې په یوه غږددې غم ځپلي هیواد دولس راویښولوته ملا وتړي اوداشغال دجغ د غورځولوانګازې ورته په غوږونوکې«ورپو» کړي اوهم د دوی دسیاسي شعوردبیدارۍ، دازادۍ غوښتلومبارزه اودجدو جهد ولولې یې راوپاروي نولکه دنوروزبرځواکونوپه څیربه چې افغانستان یې ادیره شوې وه،ینکیان اوپنجاپیان هم له خپل لوي افغانستان نه وشړي.
په لومړي سرکې به ددې استعمارځپلي اود زبرځواکونوله خوالوټ شوي «ولس»پاڅونونه څه ناڅه کمزوري، په کم کمیت اولا کله کله به ځپل کیږي هم، خوورو وروبه دغه کمیت(شمیر) زیاتیږي.نن دلته، سباهلته اوبلاخره په ټول لوي افغانستان کې به په یوه غږ زورواخلي اوسره وبه جوشیږي.
کمیت به یې ورځ تربلې زیاتیږي اوپه پای کې به داکمیت دومره ډیرې لوړې پوړۍ ته ورسیږي چې په نوي کیفیت به بدل شي.ددې خبروماناداده چې دلوي هیواداکثریت ولس به را پاڅي انشأالله، «اشغالګره ګیدړسینګه»او«تورڅټي اشغالګر پنجاپي ګیدړان» به لکه په ویتنام اوبنګال کې چې یې غوپې وخوړې،لامده خیشته،ککړخښتګونه اوشرمیدلي خپلو دوزخي خاوروته ورستا نه او«دخلکوزور، دخدای زور» متل به پې عملي شي.
*****
که داکمیت موپه نوي کیفیت بدل نه کړ،که ددې فلسفي قانون ګټه موپه پا م کې ونه نیوله اودټولونیواکګروپه ځد (ضد) مو سراسري جوش ونه خوړونوله تپلې کرښې «اخوا دیخوا» افغانانو: دزاړه اونوي استعمارد خپسې دتورې کمبلې لاندې «نوی کورمومبارک، خوځوریده اوتوهینیده موپه کې وینم» ټول په یوه ځواک اویوه خوله غږوکړئ چې:
«ورک شئ ینکیانوزمونږله خاورې ورک شئ»!
ورک شئ پنجاپیانوزمونږخاوره پریدئ!
«پای»
دلیکلونیټه یې: ۲۰۱۸/۱/۱۸/ ــ ۱۳۹۶/۱۱/ ۸/
یادونه: داکیسه د جمهوریت روغتون په مخ کې دامبولانس د چاودیدواودڅه دپاسه سلوتنووطنوالودشهیدیدوپه سبا ولیکل شوه. دټولوپردیولا سونه دې زمونږد مورنۍ خاورې نه لنډ وي.
«پای»
*****
څونورې یادونې:زه وایم چې: میستردونالد ټرمپ ته دې خدای خیر کړي؛ ځکه: ۱ــ یاخوبه: ــ ټوله دونیاګډه وډه، خچ پچ، چوڼي چخڼي، درګړي درګړي کړي اووبه یې شاربي اود خاوروسره به یې خاورې کړي (چې په انګلیسي کې ورته « ریزټوده ګرونډ» ویل کیږي). ۲ــ اوپه دې ویریږم چې یاخو: ــ لیونتون (دارالمجانین) ته ولاړنه شي. ۳ــ اوپه دې اړه مې هم ډیروسواس دی چې: ــ دخپلو امریکا یا نود لاسه یې ککرۍ خا ورې نه شي. یا نې چې خپل سر په کې ونه خوري. «پای»