لغمان د افغانستان يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، دا ولايت په ١٣٤٣ لمريز کال کې تاسيس شوى دى، مرکز يې د مهترلام ښار دى.

لغمان ولايت  ۳٬۸۴۳ کيلو متره مربع مساحت لري ، د اټکل له مخې، ددې ولايت نفوس تر یومیلیون دیاو د بحر له سطحې څخه ٧٧٢ متره لوړ دى.
په دې ولايت کې پښتانه، تاجک او پشه يي ډېر مېشت دي، د وروستيو شمېرنو له مخې، پښتانه په کې  ٥٨ سلنه، تاجک او پشه يي ٢١، ٢١ سلنه دي
.
په دې ولايت کې ډېرى قبيلې د پښتنو دي، چې د بېلګې په توګه ساپي، سهاک، هوت خېل، ، خروټي ، الکوزي، تره خېل، رستم خېل،  مېچن خېل، اکاخېل، نيازي او وردګ دي
.
لغمان د مرکز مهترلام سربېره پنځه ولسوالۍ لري، چې عبارت له (قرغه يي، الینګار، علیشنګ، دولت شاه او بادپښ) څخه دي، لغمان د هندوکش غرونو په لمنه کې د کابل سيند تر غاړې پروت دى، دالينګار او اليشنګ سيندونو يې ښکلا نوره هم زياته کړې ده
.
اوسنی وضعیت:

په تېرې یوه نيمه لسيزه کې لکه څنګه چې لازمه وه لغمان ته هسې توجو ونشوه، د بڼوالۍ، مالدارۍ، کرهڼې، پوهنې، روغتيا، امنيت او نورو کې برخو کې لغمان په چورلټ ډول د نظره غورځول شوی و، د دې ولایت ټوله اتکاء په مرکز کابل او یا هم ګاونډي ولایت ننګرهار باندې وه.

په ټولو برخو کې يې تشکیل هماغه پخوانی پاتی شوی، په امنيتي برخه کې سره لدې چې په نوي تشکیل يې غور ندی شوی بلکه ډيری شته امنيتي پرسونل یې په نورو ولایاتونو کې په خدمتي ډول ګمارل شوي دي.

په تېرې يوې اونۍ کې د ولس، خاورې او وطن دښمنانو د لغمان ولایت مرکز اړوند الینګار او الیشنګ په استقامت پرتو سیمو کې پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل، او پلان يې درلود تر څو دې ولایت ته په سقوط ورکړي.

دې سره د خلکو په زړونو کې ویره خوره شوه، خلک ويريدلي و، چې د کندوز تاريخ تکرار نشي، ولې پدې ولایت کې د قوي ادارې، پیاوړيو امنيتي ځواکونو او پر خاورې ولس مين جوته کړه، چې دښمن هېڅکله هم خپلې شومې موخې نشې تر لاسه کولای او د عامه خلکو د وينو په تویولو سره نشي کولای دا ولایت سقوط کړي.

د امنيتي وضعیت د ښه والي لپاره هڅې:

دا یوازې د کب میاشتې ۱۱مه نېټه نه وه، چې پردي پاله او وطن ورانوونکو اجيرانو د لغمان ولایت د سقوط پلان درلود، له دې وړاندې هم پدې ولایت کې امنيتي ستونزې ډېرې وي، دا ستونزې په وار وار د مرکزي دولت سره شريکې شوې، ولې د کب د میاشتې تر ۱۰مې نېټې يې هېڅ مثبته پایله ورنکړ.

د لغمان ولايتي ادارې رهبرۍ د ۱۳۹۵لمريز کال د ليندۍ میاشتې په ۹مه نېټه، په ولسي او مشرانو جرګه کې د دې ولایت د استازو، ولايتي شورا، قومي مشرانو او ځوانانو په ملتيا د ملي امنيت شورا مشاور حنیف اتمر سره ولیدل، ټول په يو غږ په لغمان کې شته امنيتي ننګونې د نوموړي تر غوږونو ورسولې.

د اوږدې مودې راهسې په لغمان کې ميشتې پلې لواء قومندان نه لره، کوم چې بالاخره د د سلواغې میاشتې په ۱۱مه نېټه مقرر شو، په هغه ولایت کې چې امنيتي ستونزې يې ډيري وي او هلته د جنګ قومندان شتون و نه لري څومره امکان لري، چې جنګ دې کنټرول شي.

د لغمان ولايتي ادارې رهبرۍ د ولسي تشویش د رفع کولو په موخه څو څو وار د شپې له مخې امنيتي ګزمې کړي، چې تر ټولو اخيري يې دروان ۱۳۹۵لمريز کال د کب میاشتې په لومړۍ نېټه وه، ګزمه د شپې مهال شروع او تر سهار يې دوام وکړ.

په لغمان کې د سرتېرو ملي ورځ (د کب ۹مه) په شانداره مراسمو سره ترسره شوه، چې په پکې سلګونو قومي مشرانو، ځوانانو او نورو ګډون درلود.

دښمن ته د ولايتي ادارې هڅې او تلاشونه د زغم وړ نه و، دوی کوښښ کاوه د خلکو په زړونو کې ویره واچوي نو بالاخره چې شوم پلان يې شنډ شو.

غوښتنې:

ولايتي ادارې، په ولایاتونو کې مېشتې قومندانۍ او اړونده ادارې د تحکيماتو، مهماتو او پرسونل د زیاتوالي لپاره هېڅ راز امکانات په لاس کې نه لري، کله چې دوی مرکزي اړونده ادارو ته غوښتنلیکونه استوي نو ډېری وخت رد کېږي او یا هم په میاشتو میاشتو وخت اخلي تر څو د عمل جامه ورته واغوستل شي، چې پدې سره د سرتېرو روحیه کمزوري کېږي او مخالفينو ته چانس  په لاس ورځی تر څو له دې حالاتو پوره بوره ګټه واخلي.

نو پکار ده، چې مرکزي دولت د ولایتي اداروغوښتنو ته پر وخت مثبت ځواب ووایو او د راتلونکو ناخوالو مخنیوی وکړي.

ډاډ:

د لغمان ولایت شریف ولسونه دې ډاډمن وي، چې د یوې قوي ولايتي ادارې او په دې ولایت کې مشته ځواکونو په مرسته هېڅ دښمن نشي کولای دا ولایت د سقوط سره مخ او یا هم خپلې شومې موخې پلي کړي، ولس ته پکار ده چې د دولت ملا وتړي او په هر ډګر کې يې ملاتړي پاتي شي، چې پدې سره هم د وطن او هم د ولس عزت خوندي پاتې کېدی شي.

د سوله ييز هېواد په هیله