اندونیزیا کې د جمعې په ورځ د افغانستان، پاکستان او کوربه هېواد د دیني عالمانو ناسته جوړه شوه. د ناستې ګډون والو ته خپلو خبرو کې اندونیزیایی ولسمشر جگوویدودو وویل)) - اندونیزیا د د افغانستان د سولې له پروسې تلپاتې ملاتړ کوي، شک مه کوئ عالمان سوله کې مهم رول لوبولی شي، مهرباني وکړئ د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان عالمانو راشئ او خدای خوښ کړئ د افغانستان لپاره سمه پرېکړه وکړئ، روژه را روانه ده او راشئ  دا درک کړو)) 

دغه ناسته په داسې حال کې تر سره شوه چې په همدې ورځ په فراه کې د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړو کې له څلویښتو زیات امنیتي سرتیري ووژل شول. د سیمه ییزو مسوولینو خبره ده چې طالبانو په بالابلوک ولسوالۍ، د فراه ښار شاوخوا سیمو او نورو ساحو کې څو ډله ییز ځانمرګي او وسلوال بریدونه وکړل چې په نتیجه کې لسګونه امنیتي سرتیري ووژل شول. د فراه مسوولین وایی، په دې جګړو کې  د درې ځانمرګو برید ګرو په ګډون له دېرشو زیات وسلوال طالبان هم وژل شوي دي. 

اندونیزیا د اسلامي نړۍ هغه هېواد دی چې ډېر نفوس لري، دغه هېواد له ګاونډي پاکستان سره چې د جګړې یو مهم اړخ یادیږي، ښې او تودې اړیکې لري، که   اندونیزیا وغواړي او هڅه وکړي، د سولې ډګر کې پام وړ پرمختګ کیدای شي. افغان حکومت او نړیوال متحدین یې دواړو اړخونو کې کار کوي له یوې خوا سوله او بلخوا جګړه. نصرت عملیات له وړاندې پیل شوي خو طالبانو هم د خندق په نوم پسرلني عملیات پیل کړل چې په دې عملیاتو کې د بدخشان د کوهستان، د فاریاب د بلچراغ او د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ طالبانو ونیولې. حکومت په دې توانیدلی چې له دې درې واړو ولسوالیو یوه هغه یعنې بلچراغ بېرته تر خپل کنترول لاندې راولي. 

دواړه لوري غواړي چې د سولې خبرې پیل شي، خو تر خبرو وړاندې هر لوری هڅه کوي چې مذاکراتو کې لوړ موقف یا دریځ ولري، د طالبانو تحرکات هم دا ویل غواړي چې دوي د پوځي فشارونو برسیره فعال دي. په دې منځ کې د اسلامي او ګاونډیو هېوادونو رول ډېر اړین دی، که متضاد نظرونه، اختلافونه او رقابتونه یوې خوا ته پريږدو کیدای شي سوله تامین شي. د هند تر څنګ که پاکستان افغانستان کې مشروع رول ولوبوي، ښه خبره ده، خو داسې نه شي کیدای چې له هند سره د افغانستان اړیکې د پاکستان په فرمایش او خوښه تنظیم شي. 

پاکستان هغه هېواد دی چې له افغانستان سره ډېره اوږده پوله لري او نه شي کیدای چې هر څه ور سره ختم کړو، په کار ده چې دواړه هېوادونه هره برخه کې نږدې او ژورې اړیکې ولري، او دې برخه کې هند باید اندېښنه ونه کړي، هند هم چې د سیمې یو ځواکمن هېواد دی، افغانستان کې باید په پراخ ډول ښکېل وي، خو د هند ښکېلتیا باید پاکستان ته د اندېښنې وړ ونه اوسي، هغوي پوه شه او اړیکې یې خو مونږ افغانان غواړو له دواړوسره دوستانه او ښې اړېکې ولرو، نه شو کولی د پاکستان لپاره هند او د هند لپاره پاکستان له لاسه ورکړو دواړه زمونږ ګاونډیان او دوستان دي. 

افغان حکومت دا مهال دوه غوراوي لري، جګړه او سوله 

جګړه : 

جګړه موخې ته د رسېدو لپاره یوه مهمه وسله ده، په دې خاطر چې مذاکراتو کې برلاسه اوسې، باید د جګړې میدان کې برلاسه وې او د جګړې میدان کې برلاسي کولی شي، خبرو کې ښه دریځ پیدا کړي. حکومت ته په کار ده چې په خپلو تشکیلاتو، پوځي قومندانیو او جوړښتونو له سره کتنه وکړي، اکمالات باید منظم وي، سرتیري باید په ګروپي او سیار ډول تنظیم شي، لرو پرتو سیمو کې د وړو تاسیساتو اړتیا نشته او دا ډول تاسیسات له خطرونو سره مل وي، پر ځای یې باید ځواکونه په قول اردو ګانو او لویو کنډکونو کې تنظیم شي، پولیس دې ورو ورو له جنګي رول را وویستل شي، د قانون تنفیذ ته دې پرېښودل شي، د ملي اردو، سرتیري، پوله ساتي ځواکونه او د  نظم عامه سرتیري باید د ملي اردو په چوکاټ کې لا ښه منظم شي، واړه واړه قطعات تل د وسلوالو تر بریدونو لاندې وي، خو لوی کندکونه او لواوې بیا خپله په اتومات ډول له دفاعی حالته وځي او یرغلیز حالت خپلوي، په دې صورت کې د جګړې لوی ضرور بدلیږي. په کار ده چې په هوایی ځواکونو هم ښه پانګونه وشي، دې برخه کې باید د حساب کتاب لپاره یو روڼ سیستم جوړ شي، د وسلو او پوځي وسایطو کلکه څارنه په کار ده، هغه ساحې چې سقوط کیږي، په اساسي ډول یې باید غم وخوړل شي. 

ښه ثبوت یې د تاله و برفک ولسوالۍ سقوط دی. دې ولسوالۍ کې د ګمارل شویو سرتېرو په خبره چې ټپي حالت کې پوځي چورلکو ژغورلي د ولسوالۍ په سر معامله شوې او د دوي په وینا، دا معامله ولسوال او د پولیسو قومندان کړې. دا ډېر جدي مورد دی، ویل کیږي چې ځینو ولسوالیو او حتی ولایتونو کې تنظیمي کسان راغلي د والي او ولسوال په توګه دندې مخ ته وړي، هغوي د دې پر ځای چې د مرکزي حکومت پلانونه تطبیق کړي د خپلو ګوندونو او ډلو اجنډاوې تطبیقوي او د ولسوالیو او ساحو په سقوط کې چې جعلي سناریو ده، پرېمانه پیسې او ډالر اخلي. 

داسې ډېر موارد شته چې په هکله یې ډېر بحثونه شوي دي. په دې برخه کې ژور اصلاحات اړین دي، ولسمشر دې دا موضوع ډېره جدي ونیسي، کیدای شي د دې برخې د ترمیم او اصلاح په صورت کې د ډېرو ناخوالو او سیمو د سقوط مخه ونیول شي. 

سیګر یا د امریکا په مرستو د څار ځانګړې ادارې په یوه رپوټ کې چې څو میاشتې مخکې خپور شوی و، ویلي و چې طالبان او نور مخالفین د افغان  ځواکونو له وسلو او مهماتو اکمالیږي او دې کې ځینې پوځي مسوولین لاس لري، د دې مسوولینو پېژندنه په کار ده.  

سوله : 

ولسمشر له وړاندې ویلي چې سوله د جګړې له میدانه غواړي. د ولسمشر موخه دا ده چې لومړی غواړي د جګړې ساحه کې مخالفین تر سخت فشار لاندې راوړي څو د سولې خبرو کې حکومت برلاسی وي. حکومت دغې موخې ته رسیدای شي، خو په کار ده چې امنیتي ځواکونه ښه منسجم شي، واحده قومنده، د جګړې په ډګر کې جنګېدونکو سرتېرو ته پوره اکمالات، د هغوي د معاشونو په ورکړه کې چټک عمل او  د مکافاتو او مجازاتو لپاره د یوه منظم سیستم را منځته کېدل هغه څه دي چې دغه موخه تر لاسه کولی شي، تر څنګ یې حکومت باید له ټولو شته فرصتونو په استفادې د سولې لپاره هڅه وکړي، اکثریت طالبان د دې خاورې بچیان دي، سوله ورسره په کار ده، هغوي خپل مجبوریتونه او غوښتنې لري، غوښتنو او اړتیاو ته یې باید  جدي رسیدګي وشي. 

خلک دې د حکومت په کړنو کلک څارونکي ووسي، په ښو چارو کې دې ور سره ملګرتیا او همکاري ولري او که په کږو سر شو باید مخه یې ونیول شي. دا د خلکو منتخب حکومت دی او خلک حق لري چې د حکومت د کړنو په سر کلک څارونکي ووسي، د سولې لپاره خلک او حکومت، حکومت او د سیمې هېوادونه او هېواد او نړۍ باید منسجم او واحد فکر ولري. د خلکو د باور لپاره باید ښه حکومتداري را منځته شي، په ملکي برخه کې کارونه ښه تنظیم شي، په ولس دې د چارو په سمون کې د همکاریو او مرستې غږ وشي. یقین لرم چې د دې چارو د تر سره کېدو په صورت کې سوله راتلای  شي خو که صادقانه هڅې وشي. هغه متل دی چې وایی، له ړندو سترګو هم اوښکې راتلای شي.