‎د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه به رنګ راوړي!
‎‫د پاکستان د پوځ ظلم زیاد شوی وه، دپښتنو ژوند یې تریخ کړی وه، ددې له پاره چې نړۍ ته ځان سپين کړي د ترهګرو په نوم یې بېګناه پښتانه له کورونو څخه وباسل او یوه نا څرګند لوري ته یې یوړل. ‬
‎تاریخ لیکونکي د پاکستان په هکله وايي،
‎‫د پاکستان اصلي پالیسي جوړونکو دتل لپاره نړۍ خطا ویستې ده او دخپل رسمي ګواکې ضد تروریستي او دنړیوالې ټولنې د سیاست سره په همکارې د پښتنو او بلوڅو او کوزه پښتونخوا کې په ړندو او کڼو پوځي عملیاتو د زرهاو انسانانو د مرګ او ژوبلې عامل شول اما په عمل کې يې خپل او یواځې خپلې منافع ساتلي او جنرالانو يې خپل جیبونه ډک کړي او ډکوي.‬
‎‫دا ظلومونه ‬
‎‫نوره هلته مېشتو پښتنو ته د زغم وړ نه وه چې په دې پښتنو کې منظور پښتین، علي وزیر او یو شمېر نور مشران پيدا شول او د پښتون ژغورنې غورځنګ یې جوړ کړ چې دې غورځنګ د نړۍ په کچه پلویان پيدا کړل. ‬
‎‫د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د پاکستان په لویو ښارونو کې یې غون‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړې زرګونه خلکو پکې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړ ، ددوی غوښتنه دا وه چې کلونه کېږي ددوی نېږدې عزیزان تري تم دي، د پاکستان حکومت دې دا عزیزان ورته وسپاري،‬
‎‫دې غون‌‌‌‌‌‌ډو کې ماشومانو د خپلو پلرونو انځورونه ځانونو سره راوړي وُ په ژړغوني غږ یې ویل موږ ته زموږ پلار را خوشې کړئ، ‌‌‌‌‌‌ډېر ورپسې خفه یو. ‬
‎‫میندو او پلرونو چې سترګې یې له اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکې وې دوی خپل ورک شوي زامن غوښتل، مېرمنې چې د مایوسۍ درد یې له ورایه په څېره کې ښکاريده ویل یې کلونه کېږي زموږ د کور سړي د پاکستان پوځ په مختلفو بهانو له کورونو له ځانو سره وړي تر ننه یې درک نشته چې دوی چېرې دي، دا دی زموږ ماشومان را لویان شول خو د پلرونو یې هېڅ درک نشته دی، موږ له منظور پښتین څخه غواړو چې زموږ ورک شوي سړي را پيدا کړي. ‬
‎‫ ددې لپاره چې د پاکستان د پوځ چټلي رسوا نشي نو د غورځنګ ځيني مشران یې ونیول، تهدید یې کړل، ځکه د پاکستان پوځ او استخبارات دوی ته ځواب نه لري ،پاکستاني پوځ یا دا خلک وژلي او یې یا یې هم د افغانستان د بربادۍ د پاره روزلي چې دلته ځانمرګي بریدونه ترسره کړي او افغانان پرې ووژني. ‬
‎پښتون ژغورنې غورځنګ له ټولو خنډونو سره سره د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کې تاريخي غونډې جوړې کړې.
‎په داسې حال کې چې د پاکستان څارګرو او امنیتي ادارو سیمه ییز خلک ګواښلي وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو کې ګډون ونه کړي، خو په زرګونو عدالت غوښتونکي پښتانه غونډې ته ورغلل او هلته یې د پنجاب د ناروا پر ضد پورته شوی غږ بدرګه کړ.
‎او ویې ویل
‎د پاکستان د پوځ هغه چارواکي دې محاکمه شي چې د پښتنو په وژلو کې لاس لري، تري تم شوي پښتانه چې د پوځ او استخباراتو په زندانونو کې بې برخليکه پراته دي را خوشي شي. په پښتنو د ظلم ختم کړي، د ترهګرو روزل د بند کړي، او د پښتنو له مشرانو،ځوانانو، او ماشومانو
‎د ناوړه ګټه نه اخلي.
‎دپښتون ژغورنې غورځنګ په ټوله نړۍ کې پلویان لري چې ددوی په پلويتوب یې په نورو هۍوادونو کې غون‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړې.
‎دا یو لوی حقیقت دی او هېڅوک سترګې نشي ترې پټولی چې
‎پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو په روزلو سره یې تل دلته په افغانستان کې د افغانانو ژوند تهدید کړی ، د بېګناه افغانانو ژوند یې اخستی ، کله یې ځانمرګي بریدګر رالېږلي،
‎کله یې د ‌‌‌‌‌‌ډېورند په کرښه کې تورمخی پوځ مخته کړی چې زموږ له افغان امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړي، خو ددوی ددې مداخلې او تیري په مقابل کې زموږ افغان امنیتي ځواکونو داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چې بیا یې د مخامخ راتګ جرآت ندی کړی.
‎پاکستان ، دلته زموږ په خاوره کې ځيني لاسپوڅي په کرا نیولي چې په ‌‌‌‌‌‌ډېرې بې شرمۍ کار ورته کوي، قومونه بېلوي ، هویتي مسایل رابرسېره کوي، ملي ګټې تر پښو لاندې کوي.
!!!!
‎ددې لپاره چې د پاکستان درد معلوم شي زموږ د حکومت مشرانو پاکستان ته سفرونه وکړل ، ناستې یې د پاکستان له مشرانو سره وکړې چې بالاخره د پاکستان حکومت او استخبارات څه ستونزه او عقده لري چې د افغانانو په وژلو نه مړېږي؟
‎خو پاکستان هېڅکله خپله ستونزه مشخصه نه کړه، او تل یې له افغانانو سره نا اعلان شوې جګړه پر مخ
‎وړې.
‎د پاکستان تاریخ او ستونزه نده څرګنده ، حتی یو وخت په انګلستان کې د پاکستان د یو ګوند مشر ویلي وه چې د پاکستان تاریخ جعلي دی.
‎دا یو څرګند حقیقت دی چې پاکستان د هند او افغانستان په غصب شویو ځمکو جوړ شوی چې موږ ورته حتی د یوه هېواد نوم نشو ورکولی . ځکه چې نه خپلواکي لري او نه کوم حقوقي سرحد له افغانستان سره ، موږ تر ننه د ‌‌‌‌‌‌ډېورند کرښه نده منلې او نه د ‌‌‌‌‌‌ډېورند کرښې په اړه کوم
‎کره اسناد شتون لري چې دې کرښې ته رسمیت ورکړي.
‎چې وخت یې راشي افغانستان او هند به خپلې غصب شوې ځمکې ترې نیسي او د پاکستان حکومت به یوه ورځ نابوده کېږي، ځکه هر ظلم د ظالم په له منځه وړلو سره پای ته رسېږي.
‎پاکستان د یوه خپلواکه حکومتولۍ د پاره ندی جوړ شوی ، بلکې په سیمه کې د نورو مسلمانانو د ځپلو برنامې پرمخ وړي، چې ثبوت یې په افغانستان کې ټولې حملې په پاکستان کې جوړې او طرحه شوي، د طالبانو مشران هلته تثبیت شوي. او داسې نورې ‌‌‌‌‌‌ډېرې خبرې شته.
‎موږ ته دا څرګنده ده دپاکستان په خاوره کې په لویو مدرسو کې د افغانستان د نابودۍ د پاره ځانمرګي بریدګر روزل کېږي ، دوی دا هیره ده چې جومات ، مدرسه د خدای ج د قران د زده کړې ځای دی ،
‎دوی تل په مقدسو ځآیونو کې توند لارې روزلي،
‎چې په دې کار سره یې سیمه او ټوله نړۍ د ترهګرو له تهدید سره مخ کړې.
‎د پاکستان پوځ او استخبارات
‎دوی کله هم د افغانستان له چارو لاس نه اخلي او نه به د ترهګرو روزل پرېږدي نه د سولې خبرې دوی سره ګټه لري، نه نړیوالې ناستې ، دوی یو واحد حکومت نلري
‎ولې نړیوالې ناستې یوه ګټه لري چې پاکستاني چارواکي نور په نړیوالو غون‌‌‌‌‌‌ډو کې په جګو سترګو نشي غږېدلی چې موږ خپله خاوره کې ترهګر نه لرو، ځکه اوس نړۍ دا درک ده چې د ترهګرو او توند لارو ټولې ځالې په پاکستان کې دي.
‎څه چې اړینه ده هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ دی ددې پښتنو
‎ملاتړ کولی شي چې ‌د پاکستان ملا ور ماته کړي،
‎زموږ دولت ته په کار ده چې ددې غورځنګ کلک ملاتړ وکړي ، نړیواله ټولنه که په حقیقت سره د ترهګرو
‎د ختمولو په لټه کې وي نو د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د ملاتړ وکړي.
‎دا ملاتړ به یا د پاکستان حکومت دېته اړ کړي چې خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي،
‎او نړیوالو ته تضمین ورکړي چې نور به نه ترهګر زوي، نه به یې تمویل کوي او نه به سیمې ته خطر جوړوي
‎او یا به داسې حال پرې راځي چې بلوچستان به خپله خپلواکې تر لاسه کوي د افغانستان خاوره به ترې نیول کېږي، او هند به هم خپله خاوره ترې نیسي او بالاخره د ظلم دا نقشه چې په سیمه کې د مسلمانانو د وژلو په خاطر جوړه شوې وه له منځه ځي.
‎مینه منګل