زه مسلمان افغان یم! (عبدالله وردک)
انګلستان - مې - ۲۰۱۸
ګرانو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې روغ او په نېکو شیانو کې لګیا وی.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
زه الحمدالله، د الله(ج) په فضل او رحمت سره د خپل عمر د ۶۵ کلنۍ شپې او ورځې تیروم. تر ټولو لومړی، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه د دعا دپاره پورته کوم چې، الله(ج) د مونږه ټولو مسلمانانو ته جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یا رب العالمین.
وروسته زه دغه خبره د زړه له کومي، په ډېر فخر او خوښحالۍ سره کوم چې الحمدالله، زه خپل ځان مسلمان او افغان بولم. د یادولو وړ ده، چې ما په خپل ټول عمر کې دغه فکر ندی کړی، چې افغان، یوازې د پښتون په مانا دی. یعنې په خوب کې هم ما دغه نده منلې چې د افغان ټکۍ، به یوازې پښتنو ته، نسبت ورکول کیږي. ما پخواه هم دغه فکر درلوده، او اوس هم دغه فکر لرم چې ”افغان“ هغو چا ته ویل کیږي، چې د افغانستان قانوني تابعیت ولري، او بس.
هېره د نه وي، چې په ګران افغانستان کې، هرچا چې دغه د بې اتفاقۍ تخم کرلۍ دی، هغو ته به الله(ج) خپله جزا هم پدې دنیا، او هم په آخرت کې ورکوي؛ که هغه، هرڅوک وي، که هغه مړه وي، او یا ژوندي.
ځینو خلکو ته، سړی حیران پاته شى، چې دوی له دغه ځورېدلي ملت څخه نور څه غواړي؟. تاسې ښه په غور سره فکر وکړی!، چې آیا دغو قومي ټیکه دارانو ته، د امتیازاتو د وېشلو په وخت کې کوم په اسلام او وطن مین، پښتون، تاجک، ازبک، ترکمن، هزاره، او د نورو عزتمنو قومونو خلک دوی ته ور په یاد شویدي؟. دغې خاصې کړۍ، له خپلو قومونو څخه، تجارتي توکي جوړ کړېدي، او هغه په داخلي او خارجي مارکټونو کې، د خپلو شخصي ګټو دپاره په لوړه بیه خرڅوي، او بیا د همدغو پیسو، یوه اندازه، د خپلو خلکو د نورې بې عزتۍ او وژلو دپاره پکاروي.
که چېرې ددغه وژونکې ناروغۍ، تداوي او مخنیوی ونشي، نو امکان لري چې دغه ناروغي، ورو ورو د افغاني ټولنې، د وجود نورو برخو ته هم سرایت وکړي.
د مثال په توګه، د پوهنتون ځنې استادان، د ګردي میزونو په بحثونو کې دومره بدبویه او بې انصافه خبرې کوي، چې د هغې اورېدل به هر مسلمان افغان ته ډېر ګران وي، او له دغو استادانو څخه به د دوی شاګردان څه زده کړي؟. دغه نقطه باید د لمر په شان واضح شي، چې الحمدالله، د پوهنتون زیاتره استادان ډېر په اسلام او وطن مین خلک دي، او دوی په ډېرو سختو شرایطو کې ددې ملت د ځوان نسل د تعلیم دپاره ملا کلکه تړلې ده، او الله(ج) د دوی ته په دین او په دنیا کې عظیم اجرونه ور په برخه کړي. آمین.
همدارنګه، ځنې په اصطلاح سیاسى څېرې، د مرخړي په شان په هرځای کې سرونه راپورته کوي، او د خدمت تر نامه لاندې یې، خپل قوم او وطن، ټول برباد کړل، او هنوز یې په ورانولو زړونه ندي یخ شوي.
د یادولو وړ ده، چې افغانستان د ټولو عزتمنو قومونو شریک کور دی، او هغه د کوم خاص قوم شخصي ملکیت ندی. هر هغه څوک چې د افغانستان قانوني تابعیت ولري، هغه افغان دی، او بس.

د پام وړ ټکي:
ځینو خلکو ته خو سړی حیران پاته شي، چې دوی ته غیر د شخصي ګټو څخه بل هېڅ شی د اهمیت وړ ندي. دغه خلک به د شخصي ګټو په مقابل کې هر څه قربان کړي، او دوی، د خپلو شخصي ګټو معتاد شوي خلک دي، او دوی د شخصي ګټو پذریعه، خپل ژوند ته ادامه ورکوي.
د افغانستان مظلوم ملت باید نور دغه بېګانه پرستانو ته غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي، او دوی ته اجازه ورنکړي، چې د دوی په نامه خپل سیاسي تجارت وکړي. که چېرې غیرتمن افغانان، لږ شانته غور وکړي، نو دوی ته به پخپله معلومه شي، چې دغه یو محدود خلک دي، چې ګران وطن یې له خاورو او ایرو سره برابر کړی، او د دوی هغه پلید لوی ارمان، هنوز ندی پوره شوی.
که چېرې په اسلام او وطن مین افغانان سره یو موټی نشي، او دوی د خاموشۍ او بې غورۍ له درانه خوبه راویښ نشي، نو کېدای شي، چې خدای ناخواسته، د افغانستان نوم، له ټولو افغانانو سره یوځای له منځه ولاړ شي.
نو راځئ، چې ټول په اسلام او وطن مین افغانان، د الله(ج) سره یوځل بیا تعهد وکړو، چې ښو ته ښه، او بدو ته بد، ووایو، او کنه، بیا به ټول لاسونه ټکوو، څه به لاس ته نه راځي، او هغه وخت به ډېر ناوخته شوی وي.
همدارنګه، د افغانستان د ټولو اسلام مینو دیني علماوو، څخه په ډېره درناوۍ خواهش کیږي، چې دوی باید په ټولو اسلامي او ملي مسىٔلو کې غلي پاته نشي.
په پای کې د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم چې الله(ج)، د ټولو افغانانو ته توفیق ورکړي، چې د اسلام تر بیرغ لاندې ټول سره متحد شي، او ان شاءالله، خپل ګران وطن له ټولو بدبختیو څخه پاک کړي.
زه یو ځل بیا دواړه لاسونه په ډېره عاجزۍ سره د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین. والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com