پاکستان په خپلو ناسمو پالیسیو خپل ولس له ځانه لرې کړی او هڅه کوي چې په خپل قلمرو کې دننه ولسونه یواځې د پنجاب په ګټو وڅرخوي دوۍ اوس په نړۍ کې د مایوسۍ اخري سرحد ته رسیدلي هڅه کوي چې خپلو دغو پالیسو د پټولو لپاره په سیمه کې نور جنجالونه راپورته کړي څو دخلکو توجه د حکومت او د پاکستان د اسټبلشمنټ په وړاندې پټ کړي او د پښتنو او بلوڅو لپاره په سیمه کې د ایمرجنسي په نوم یو څه راپورته کړي چې له مخې یې دغه میلیوني لاریونونه ګمرنګه کړي اود خپلو سفاکو او ناسمو بشر ضد پالیسیو باندې نور دخپلې بقا له تضمین څخه مایوسه شویدی اوس غواړي په نظامي اخ و ډب سره ددغو سترو ملیوني لاریونونو مخ له ځانه وګرځوي ځکه یی د پښتون مېشتو سیمو څخه پر افغانستان بریدونه وکړل ترڅو د کرښې ددواړو غاړو مېشتو پښتنو ترمنځ بې باوري ایجاد کړي او د کوزو پښتنو د حق غوښتنې سیلاب کمرنګه او مسیر یی انحراف خواته سوق کړي . لرپښتانه باید د خپلو پښتنو ورونو سره سلا مشورې وکړي چې څنګه کولای شي دپنجاب دغه بدرنګ پښتون دښمنه سیاست دپښتون دښمنه ارادو سره د پینډۍ په هیډکوارټر نامراده ورننباسيدغه پالیسۍ یې د پښتون قوم سوداګرو او تولید په وړاندې داسې ستونزې زیږولي چې له مخې یې به یې دغه خلک د اخري حد ترکچې غریب او له هغه وروسته ترې د بیا پورته کېدو توان واخلي چې دغه کار به یې پښتون قام لا بیدار او دخپل حق د غوښتو لپاره ددوۍ بدرنګو ستراتیژیو ته خاموش پاتی نه شي په تجارت باندې پریوتونکی اثر په اړه نه په حکومتي او نه هم په ولسی کچه غږ پورته کړی شوی دی.اسلام‌اباد د سیپیک په نوم د چین د اقتصادي پروژې لاره هم په لوی لاس له خپل اصلي مسیر خیبر پښتونخوا څخه پنجاب ته تاو کړه چې په دې سره د پښتنو د راتلونکي اقتصادي غوړېدا او پرمختګ مخه ډب کړای شوه.روانو حالاتو ته په کتو سره له اقتصادي اړخه د کوزو پښتنو وضیعت تر سیاسي بحران ژور دی او د ۲ نورو لسیزو په تېرېدو به د پېښور، اټک، نوښار او نورو سیمو په څېر ټولې قبایلي اقتصادي لارې او زېرمې لکه برېښنا د پنجاب په ولکه کې راشي او پښتانه به د تل په مخه په سند او پنجاب کې د کډوالو په څېر د مزدورۍ ژوند تېروي.د پېښور او کویټې په څېر لویو او څه کوچنیو ښارونو کې لسګونه زره پښتنو افغانانو ته خپل کورونه او دوکانونه په کرایو ورکړي وو چې د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د خړپړتيا په تړس کې یې کوربنو پرېمانه عواید بايلودل. دا رنګه د پاکستان په سرحدي سیمو کې د هغو پښتنو ژوند له تباهي سره مخامخ دی چې کار و بار یې له افغانستان سره په تجاري اړیکو ولاړ و. له پاکستان سره د افغانستان د سوداګري د کمېدو له برکته په قبایلي سیمو سربېره د پښتنو نیمايي کار و بار په ټپه درېدلی او خلک له خپلو سیمو پنجاب او سیند ایالتونو ته خپل کار و بار لېږدوي..
په پاکستان کې د سوداګرۍ خونې وايي چې افغانستان ته څو کاله وړاندې د شا و خوا ۷۷ میلیارډه ډالره کلنی کار و بار د دوی په مټ او یا د دوی له لارو تر سره کېده او د دغه کار و بار ډېره ګټه په پاکستان کې تر نورو لومړی پښتنو ته رسېده چې په ۲۰۱۷ کال کې لس برابره د دغې راکړې ورکړې په کمښت سره همدومره زیان دوی ته اوښتی دی. سره له دې چې ټول پاکستان له افغانستان سره د تجارت د کموالي له اړخه تاوان حس کوي، خو په کور دننه د پښتنو د لاندې کولو له‌پاره د اسلام‌اباد پینډۍ سټراټېژیک پلان ښه په مزه عملي کېږي.له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو له خرابېدو له امله تر بل هر ځای ډېر اقتصادي زیان پښتونخوا لیدلی دی.افغانستان سره د پولې تړل د پولې پر سر په افغانانو د توغندیو بریدونه د ستونزو د لا زیږولو لامل کیږي هیڅکله به په دې سره ونه شي کولا چې خپل هدف ته ورسیږي ددغه نوی جنګ خشاک دافغانستان، فاټا اؤ پښتونخوا پښتانه دی خو د پښتنو په نوم سیاست کوونکی ګوندونه په دغه جنګ کې دخپل قام په ننګ نه بلکې دپاکستان په طرف ولاړ دی.نوی ډیلی توانیدلی د افغانستان بازارونو کې نفوذ وکړي او د پاکستاني توکو ۵۰ سلنه بازار ور خراب کړي.تېر کې به هر کال د پاکستان له لارې افغانستان ته ۷۰ زره کانټینره توکي راوړل کیدل چې اوس یې شمېر ۷ زره ته راټیټ شوی او دا خپله د سوداګریز لوري د د بدلون ښکارندویه دی د سفر لږ لګښتونه، وړیا ویزه او د څو ځلي تګ راتګ اجازه؛ نورې هغه هڅوونکې لارې چارې دي چې نوي ډيلي افغانانو ته ور کړې دي.هندوستان ته د تګ راتګ اسانتیاوې او په دغه هېواد کې د درملنې نسبتاً کم لګښتونه هغه عوامل ګڼل کېږي چې له امله یې زرګونه افغان ناروغان د درملنې لپاره د پاکستان پر ځای پر هند ور مات شوي دي.