لمر راوخوت نوی هیلی د صبا یی راوړی
دا صبا او دغه هیلی درنه تیری نه شی!
نن دی تیریږی صبا نوی ورځ د کار به لری
بچیه ته به لوی معمار د خپلی خاوری جوړ شی
نو! هله پاڅه د ښوونځي دی چی ناوخته نشی
هله هله چی استاد به دی اوس لاری څاری
هغه بابا ښوونځي ته هم، سهار وختی رادرومی
د ښوونځي ور به اوس د ستا د راتلو لاری څاری
ستا کتابونه ، ستا قلم او کتابچه دی ګرانه
ستا د نازکی او معصومی څیری داسی تږي
لکه چی تا سره یی زړونه وی تړلی او ټول ژوند تړلی
نو! هله زر شه په ما ګرانه او خواږه بچیه
ځان دی تیار کړه چی ښوونځي ته ځو ، استاد ته ورځو
ته د صبا ورځی استا‌ذ یی او رهبر به ته یی
ته میرویس خان یی احمدشاه یی ، غزنوی به ته یی
بله ډیوه یی ددی خاوری او رڼا به ته یی
زیار درته وایی چی زیار اوباسه خولی دی توی کړه
زه به بیا نه یم ، ته به یی او لوی کامران به ته یی

پورتنی نظم می د ګرانی لورکۍ په غوښتنه لیکلی دی (2018-04-18) خوست