سوله د ژوند لومړنۍ اړتیاده په هیڅ ټولنه کې سوله د انساني ټولنې له توافق پرته نه ده راغلې دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې ټولنې وګړو ترمنځ توافق رامنتځته شي له سولې تېښته دجګړې ددوام په نامه ده او جګړه هیڅکله ګټونکی نه لري ، که څه هم پاکستان تل د سولې په برخه کې ریښتینی نه وو همدې نه ریښتینولي دافغانانو په زړونو کې دپآکستان په وړاندې نفرت زیات کړی پاکستان د افغانانو دویم کور وو خو ناکامو سیاستونو دغه هېواد د افغانانو په زړونو کې دیوه پردی او دښمن په شکل ځآی غوره کړ نو اوس پاکستان ته افغانان په نړۍ کې لومړی دښمن په سترګو ګوري چې یواخینۍ حل لاره یې په افغان سوله کې دپاکستان اخلاص ته سترګې په لار دي .
په اوسنیو شرایطو کې د هرې ورځې په تېریدو نړۍ د نړیوالتوب پر لورې ګړندي ګامونه اخلي، نو د هېوادونو شر او خوښي نیغ په نیغه په یو بل اغیز کوي چې دلته مسولیت ټولو او په خاصه توګه هغه هېوادونو ته ورګرځي چې په نړیوال سیاست کې د نورو د برخلیک په حق کې پریکړې خپل حق بولي.
خو په دې وروستیو کې دپاکستان له لوري له افغان حکومت سره ژمنې چې دغه ډول ژمنې یې پخوا نه وې کړې تمه پیدا شوې چې د افغان حکومت مخالف وسلوال به هم دخپلې خاورې د ابادۍ او د ولس د پرمختګ لپاره دسولې میز ته کیني په نړۍ کې د پاکستان وروستۍ بدنامی ګانې او په اوږده مهال ددوۍ په وړاندې د نړۍ غبرګونونو اړ کړي چې نور به له افغانستان سره دوه مخی چلند پریږدي وروستۍ پرېکړې چې پکې هغه اورپکي باید په شریکه په نخښه شي چې دواړو ته ګواښ جوړوي دواړه هیوادونو ځمکې به یو دبل په ضد نه کارول کیږي د افسرانو اړیکو لپاره به یو میکانیزم جوړیږي چې د موافقې برخه تطبیق کړي او له فضايي حدودو به سرغړونه نه کوي .
اویو دبل په د پړ ګڼلو څخه به ډډه کوي او په اختلافي موضوعاتو کې به له عملي پلان څخه ګټه اخلي او کاري ډلې به ترتیبوي چې عملي میکانیزمونو ته کار وکړي .
په پاکستاني مدرسو کې دافغانستان دجهاد ضد فتواګانې او د هغه لپاره تبلیغ کول دا برخه تر ټولو مهمه ده ځکه دا ټولې نړۍ ته ښکاره ده چې افغانستان کې دروانې ناروا جګړې لپاره بشري سرچینې هغه طالبان دي کوم چې دپاکستان دنظام تر چتر لاندې په مدرسو کې په زده کړه بوخت دي او دې طالبانو ته تبلیغ کوونکي هغه سیاسي اونور علما دي کوم چې دپاکستان په سیاست او ټولو چارو کې دخیل دي نو پاکستان باید ددې مدرسو پرضداقدامات وکړي او دا اقدامات یې باید روښانه او داسې واوسي چې دهغې تصدیق وشي چې دوى په حقیقت کې نور دافغانستان ضد طالبان نه تربیه کوي او نه هم دوى دافغانانو ضد فتواګانې له دغو مدرسو څخه ورکوي .
همدا راز د پاکستان حکومت باید له افغانستان سره د اعتماد فضا منځته راوړي ـ ددې ترڅنګ د عامه خلکو په کچه چې په هغې کې رسنۍ ، زدکړیالان ، مدني ټولنې او داسې نور هم د اعتماد جوړولو په بهیر کې راګډ کړې شي
پاکستان د افغانستان څخه د ویرې خطر له زړه وباسي که دغه دریځ خپل کړې شي نو یوڅه تمه شته که نه نو همدا اوسنى حال به وي ـ
د هندوستان او پاکستان ترمنځ تیر شپیته کاله پرته له کومې پایلو روان مخالفت یې لوی مثال دی که پاکستان له افغانستان سره هم ورته عکس العمل وښئ طبعي خبره ده چې پاکستان به په سیمه کې ښه دوست ونه لري ځکه له ایران سره هم پاکستان هغسې دوستي نه لري چې څومره یې اړتیا وي .
زما په نظر پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې ډیر ستر رول لوبولی شي ځکه د طالبانو اصلي د اوسیدو ځای پاکستان دی او خپله پاکستان تر یوه حده د طالبانو جوړونکی هیواد ګڼل کیږي نو که واقعآ پاکستان وغواړي زما په نظر افغانستان کې په یوه اونۍ کې سوله راوستلای شي خو زه فکر کوم چې پاکستان دغه کار ته په افغانستان کې ژمن نه دی ځکه د نوموړي هیواد ګټې د افغانستان په جګړه کې نغښتې دي.
که چیرې پاکستان په واقعي او ریښتونی ډول د افغانستان د سولې په خاطر په افغانستان کې د خپلو غیرې مشروع ګټوڅخه تیرشي افغانستان په خپلو چارو کې د یوه خپلواک ګاونډي په توګه وزغمي طبیعی ده چې پاکستان د افغانستان په سوله کې تر هربل چا اغیزمن رول لرلی شي٫ځکه چې اتیا سلنې د مشکل علت هم پاکستان دى او افغانستان خو همیشه دې ته تیار دی چې په منطقه کې د یو آزاد او باثباته هیواد توګه وه اوسی.
پاکستان باید کوښښ وکړي چې هغه طالبان چې سولې ته حاضریږي باید سولې ته یې حاضر کړي او که چېرته حاضر نه شي نو پاکستان باید دخپلو قوانینو او نړیوالو قوانینو په رڼا کې دا خلک باید له خپلې خاورې وشړي او دا باید په عمل کې ثابته کړي چې دو ى هغو ډلو ته پناه ځایونه نه ورکوي کوم چې دافغانستان دخلکو پرضد جګړه کوي او دپاکستان خاوره کاروي، نو دا یې مسوولیت دی که غواړي په افغان سوله کې همکاري وکړي باید دا کار وکړي .