وېره ده خطر راپسې شوی دی
بیا د چا نظر راپسې شوی دی
کلي ته مو ډېره لاره پاتې ده
خېر کړې ځناور راپسې شوی دی
نه ورځمه نور ترینه خوله نه غواړم
یه خلکو! دلبر راپسې شوی دی
دلته دی یو څوک په ما ښه نه لګي
دلته خو اکثر راپسې شوی دی
اوس له ډېرو ښکلو نه پټ ګرځمه
ځکه یې لښکر راپسې شوی دی
ځان ترینه ساتمه حبیبزیه! بیا
حسن جادوګر راپسې شوی دی