یاغي درد او د پرهر سره اوسیږم
د شپو غیږ کې د سحر سره اویږم

بغاوت مې ددنیا له ژونده کړی
په خلوت کې د کوثر سره اوسیږم

نوک او ورۍ له بله کله جلا کیږي
لکه واورې د سپین غر سره اوسیږم

ما خو هر څه له جانانه سپیلني کړه
اوس ملنګ تنها خپل ور سره اوسیږم

له خپل کلي او رواج وتلی نشم
مات منګي په څیر ګودر سره اوسیږم

تا ویل ژوند ټولې سکروټې دي ( وارثه )
شوم تڼاکې د مجمر سره اوسیږم
اوسلو - ناروې