احمدجان تڼی

د پښتنو نه ماتیدونکی پاڅون
داسې ښکاریږي چې د کابل ادارې مشر په پښتونخوا کې د پښتنو د سراسري پاڅون څخه ، چی د خپلو حقه حقوقو د تر لاسه کولو د پاره یی پیل کړی ، د اخلاقي ملاتړ څخه لاس واخیست. د افغانستان اولسمشر اشرف غني په پښتونخوا کې د پښتنو د مدني حقوقو د تر لاسه کولو د پاره د پراخ پاڅون څخه ، په تویتر پاڼه کې برسیرن ملاتړ ښودلی و.
د دې پاڅون څخه د افغانستان د اولسمشر ملاتړ ددی سبب شو ، چی په کابل کی پښتون دښمنه واکمنې کړۍ ، چی ګومان کیږي ، د پنجاپی استعمار او ایراني پراختیا غوښتونکي رژیم سره پټې او ښکاره اړیکي لري په غصه کړې او د مختلفو لارو یې د اشرف غني په وړاندې غبرګونونه وښودل.
د بلې خوا د کابل رسنیو هم د پنجاپي رسنیو په شان د پښتني غورځنګ په هکله ډیر لږ څه خپاره کړل. دا ځکه چې د افغانستان رسنې، د یو شمیر کتونکو په قول نږدې نوي سلنه په پټه د ایران او پڼجاپ له خوا تمویل کیږي.
کابل ددې په ځای چې په اسلام اباد باندې فشار راوړي تر څو د پښتنو حقه حقوقو ته غاړه کیږدي، د پنجاپی استعمار سره یی د بیا د تګ را تګ لاره خپله کړه. د کابل ادارې سرچينو وویل چې : دوی د پاکستان سره کومه ستونزه نلري.
په دې ډول کابل پنجاپي استعمار ته دا اشاره ورکړه چې دوی د پښتنو د پاڅون ، د ډيورینډ د منحوسې کرښې او د پنجاپ له خوا د افغانستان په د څلویښت کلنې جګړې په هکله کومه ستونزه نلري.
دا یو واقعیت دی چی د کابل اکثریت واکمنان په تیره یوه نیمه پیړۍ کړې د ډیوریند د ها خوا پښتنو او بلوڅو د برخلیک په وړاندې بې توپیره پاتې شوي او په دې ډول یې د افغانستان لوړو ګټو ته شا کړي ده.
همدا خبره وه چی د پنجاپ د استعماري ادارې د امنیت د څانګې تر مشرتوب لاندې یوه ډله د پنجاپی وحشي اردو ( چی د پښتنو او بلوڅو په وړاندې یی زړه بوګنونکي جنایتونه تر سره کړي دی او دا جنایتونه روان دي همدارنګه د افغانستان په وړاندې وسله وال روزي او رالیږي ، په کنړ او ډیورینډ منحوسې کرښې ته په نږدې سیمو باندې د توغندیو بریدونه کوي) یو شمیر جنرالان کابل ته راغلل ، د کابل مشرانو سره د نوي وضعیت په هکله خبرې وکړي.
دا چې په خبرو کې څه وویل شول ، د افغانستان خلک ترې بې خبره وساتل شول. خو دواړو خواو د عکاسی کیمرو ته د خوشالی مسکاوې وکړې.
د کابل مشر یو ګام مخته ولاړ او ددې په ځای چې د پنجاپی اردو جنرالانو ته لازم ځواب ورکړي د زیاتو خبرو ته یې د پنجاپ د استعماري – تروریستي ادارې لومړی وزیر کابل ته د راتګ هیله وکړه.
دا باید ووایو چی د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې او د تهران چارواکي کابل ته داسې تګ راتګ کوي ، ته به وایی چی دوی د کوم خپل ولایت څخه لیدنه کوي.
خو دا وار شرایطو بدلون موندلی دی، پنجاپي استعمار وارخطا دی . دا استعماري اداره د پښتنو د پاڅون سره مخامخ شوي ده او هم په دې ورځو کې د پښتنو او بلوڅو تر منځ اتحاد ځانته نوي بڼه نیولي ده.
دا پاڅون به نه یوازې د پنجاپی استعماري – ترریستي نظام واکمني دړې وړې کړي ، بلکې کیدای شي په سیمه کې د ایران جغرافیا ته هم بدلون ورکړي.
د همدې وضعیت په نظر کې نیولو سره پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې ، په کابل کې واکمنې مزدورې فاسدې کړۍ او تهران د پښتنو په وړاندې یو تور مثلث رامنځته کړی دی.
داسې ښکاري چی د کابل ارګ مشر ، په کابل کې د متعصبو مزدورو فاسدو کړیو ، پنجاپي استعماري رژیم او تهران تر فشار لاندې راغلی وي او د پښتنو پاڅون څخه په شا شوی وي.
په کار دا و ، چی د کابل ارګ مشر په ښکاره د پښتنو د پاڅون هر اړخیزه ملاتړ اعلان کړی وای ، او په دې حساسه مرحله کې یی د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې سره د هر ډول خبرو څخه ډډه کړي وای. خو هغه داسې ونه کړل. بلکې د پنجاپي استعماري ادارې سره یې په بې ګټو او افغانستان ته په مضرو خبرو لګیا شو.
کابل ته د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې د امنیت شورا مشر د یوې ډلې جنرالانو او پوځیانو سره کابل ته راغی تر څو د کابل د چارواکو سره د اړوندو موضوع ګانو په هکله خبرې وکړی . دوی د کابل د ارګ مشر ، یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره وکتل او وروسته په رسنیو کې راپورونه راغلل چی د کابل د ارګ مشر د پنجاپي استعماري ادارې ته بلنه ورکړيده چی کابل ته د خبرو د پاره سفر وکړي.
داسې ښکاري چې د کابل ارګ د پخوا په شان لکه د پنجاپي استعمار سره د پښتنو د برخلیک په سر سوداګري وکړي.
نو ځکه یو ځل بیا د پښتنو د برخلیک سوداګرو ( د کابل ارګ او پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې) په خپلو منځو کې غونډې پیل کړي دي ، کیدای شي د دوی تر منځ دا خبرې د خپلو حقونو د پاره د پښتنو د پاڅون مخنیوي د پاره تر سره شوي وي.
دا چې د دوی تر منځ په کومه موضوع خبرې وشوې . د کابل ادارې دریز څه و ؟ او څه یی غوښتل ؟ او یا د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې څه غوښتنه وه ؟ پټه ساتل کیږي.
د پخواني اولسمشر د واک ته د رسیدو څخه وروسته تر ننه د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې چارواکي کابل ته داسې تګ او راتګ کوي ته وایی چی دوی کوم بهرنی سفر نه وي تر سره کړی.
کله وار د دوی د خبرو څخه داسې ټکي باندې راووځي چی د افغانستان په چارو کې بشپړه مداخله بلل کیدای شي. مګر په دې برسیره بیا هم د کابل واکمنان د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې د چارواکو د بی منطقه او مداخله ګرانه اظهاراتو په وړاندې د کوم غبرګون توان په ځان کې نه ویني.
باید ووایو چی په تیره یوه نیمه پیړۍ کې ( د شاه شجاع د دوهم ځل واکمنی وروسته ) د کابل واکمنانو، د خپل واک د ساتلو او ګټو له پاره تل دا هڅه کړي ده چی د پښتنو په برخلیک باندې د انګریزي استعمار ، پنجاپی استعمار او تروریزم سره معامله کړي ده.
د کابل ارګ په ښکاره داسی وایی چی دوی د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمیت نه پیژنی ، خو په عمل کې داسې کړنې کوي چی د پنجاپی استعماري – ادارې د ګټو سره برابرې وی مثلا:
1. د پنجاپی استعمار لاندې د خلکو په ځانګړي توګه د پښتنو د خپلواکی د پاره د غږ نه پورته کول
2. په کویټه او پیښور کې د کونسلګریو پرانستل
3. د پنجاپ له خوا د پښتنو د ځپلو په مهال سترګو پټول
4. د پنجاپي استعمار د مخالفینو په ځپلو کې غیر مستقیمه مرسته
5. د پنجاپي استعماري ادارې له خوا د ډیورینډ د کرښې سره نیږدې د اغزن سیم په لګولو او پوستو جوړولو باندې د سترګو پټول، چې غیر مستقیمه توګه د ډیورینډ منحوسې کرښې په رسمیت پیژندل دي.
6. د افغانستان د خلکو او د ډیورینډ د ها خوا د خلکو تر منځ د اړیکو شکول
7. او نور
اوس چې د پښتونخوا پښتنو د پنجاپي تروریستي – استعماري ادارې په وړاندې پاڅون پیل کړی دی او دا پاڅون ورځ په ورځ ځواکمن کیږی ، له دې امله په کابل کی واکمنې متعصبی کړۍ او د پنجاپي استعمار مشران وارخطا کړي دي. دوی هڅه کوي چی په خپلو منځو کی جرګه شي تر څو ددی پاڅون مخنیوی وکړي.
خو اوس حالاتو بدلون موندلی دی. اوس پښتنو د خپلو حقوقو د پاره دقیقه ستراتیژي او پلانونه رامنځته کړي دي او د هغې سره سم دوی مخ په وړاندې روان دي. د دوی شعارونه او غوښتنې ډیرې ساده مګر په ژوره توګه سنجول شوي دي.
باید ووایو چی د کابل په وړاندې د پنجاپ دیپلوماسي د زور او دوکې دیپلوماسي ده. دوی که د یوې خوا خبرې کوي نو بلې خوا ته:
1. په دولت کی د ننه یو شمیر کړۍ فعالوي تر څو خپلو موخو ته د رسیدو لارو چارو کې مرسته وکړي
2. په افغانستان کی وسله وال فعالیتونه زیاتوي
3. د ډیورینډ کرښې سره نږدې سیمو باندې توغندویی او توپچي بریدونه کوي
4. په نړیواله سویه داسې ادعاوې کوي چې په سیمه کې د ټولو نا ارامیو ملامتیا د کابل په حکومت اچوي
5. او نور
باید ووایو چی د کابل اداره د پنجاپي استعمار ددې فشارونو او دوکو په وړاندې سترګې پټوي او تر ډیره بریده هغه څه کوي چی پنجاپ یی غواړي.
مګر د پنجاپ استعماري – تروریستي اداره په تیرو اولسو کلونو کې د کابل یوې غوښتنې ته هم مثبت ځواب عملا نه دی ورکړی. تیر اولسمشر شل وارې اسلام اباد ته ولاړ ، او اوسنی اولسمشر د لومړی ځل د پاره اسلام اباد ته ولاړ او داسې ښکاریده چی هغه د پنجاپی استعمار ډیرو غوښتنو ته غاړه ایښي ده ، مګر بیا هم پنجاپي استعمار د کابل غوښتنو او شکایتونو ته غوږ نه دی نیولی.
د افغانستان تر ټولو ساده وګړی په دې پوهیږي چی دا تیره څلویښت کلنه جګړه د افغانستان په وړاندې د پنجاپی استعمار په وړاندې پیل کړي ده او تر ننه په مختلفو نومونو او بڼو سره روانه ده. دې جګړې تر اوسه په میلیونو تلفات د افغانستان خلکو ته اړولي دي او تر ننه روانه ده.
خو دا ښکاره نه ده چی د کابل د ارګ واکمنان په پورتني واقعیت باندې ولې سترګې پټوي او داسې کړنې تر سره کوي چې ګویا د افغانستان په حالاتو هیڅ خبر نه دي. د کابل واکمنان تر اوسه پورې په تیرو شپاړسو کالونو کې داسی کوم اقدام او یا عمل نه دی کړی چی د پنجاپی استعمار په وړاندې د دوی غوڅ دریز په ډاګه کړي.
د کابل دربار یو شمیر غوړه مالان په رسنیو کې ادعا کوي چی ګویا ارګ د پنجاپی استعمار – تروریستی اداره او ایراني پراختیا غوښتونکي یی وارخطا کړي دي. خو واقعیت بل ډول دی د کابل واکمنان د پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې او ایراني پراختیا غوښتونکو واکمنانو په نه لیدونکو جالونو کې راګیر دي او یا خپله نه غواړي چې د افغانستان د ملي ګټو د دفاع له پاره غوڅ دریز ونیسي.
داسې ښکاري چی بیا د کابل واکمنان او د پنجاپ استعمارچیان یو ځل بیا غواړي د هغو پښتنو په سر چې د خپلو روا حقوقو د تر لاسه کولو د پاره راپورته شوي دي یو له بله چنې سره وواهي او سوداګري وکړي.
دا باید ووایو چی په تیرو شپاړسو کلونو کی پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې او د کابل واکمنو کړیو په همغږي توګه د ډیورنیډ د منحوسې کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ځپلو پروګرامونه عملي کړل. په لوی کندهار کې د یو نیم زرو څخه زیات قومي مشران ووژل شول ، همدارنګه د پښتنو د قومي مشرانو ، علما او روحانیونو ، روڼ اندو او پوهانو د ترور لړۍ د تخار څخه نیولي تر دیر ، سوات ، هرات ، قبایل ، پیښور ، کوټه او کراچي پورې عملي کړل شوه او کیږي. د دوی ددی کرغیړن پلان له مخې په لسګونو زرو پښتانه مشران له منځه ولاړل.
دواړو خواو زیار وایسته چی په پښتني سیمو کې د انکشاف او پرمختګ مخه ونیسي او د لوړو زده کړو موسسو دروازې یې د پښتنو زده کونکو په مخ وتړلې . په سلګونو زره او حتی په میلیونو پښتانه یی دې ته اړ کړل چې خپلې سیمې کورونه پریږدي او بیځایه شي.
د پښتون تراژیدي په نړۍ کې بیساري ده. ددې له پاره چی د پښتنو د ویښیدو مخنیوی وشي دوی هڅه وکړه چې ځینې تیرایستونکي شعارونه د خپلو مزدورانو په وسیله رامنځته کړي.د خو اوس پښتانه پوه شوي دي او د خپلو حقوقو غوښتنه او پوښتنه کوي. همدا خبره ده چی په کابل کې واکمنې کړۍ او پنجاپي استعماري – تروریستي اداره وارخطا شوي ده اوس دا هڅه کوي چی د پښتنو ددې ستر پاڅون مخنیوي وکړي.
ایا اوس دا ممکنه ده چی د پښتنو د ازادی د دښمنانو نوموړي ناوړي موخه عملي شي؟ دلته ځینې حقایق موجود دي:
• تر ډیره اندازه اوس پښتون اولس ویښ شوی دی او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو د پاره لازمې لارې او چارې پیژني.
• ټولنیزو رسنیو اړیکو ډیره وده کړي ده اوس پښتانه یو له بله خبر لری او ګډ تصمیم نیسي
• پنجاپی استعمار او د کابل واکمنې فاسدې کړۍ نه شي کولی واقعیتونه د خلکو او نړیوالو څخه پټ کړي . نړیواله ټولنه اوس د پښتنو د حالاتو څخه ښه خبر دي او کیدای شي د پښتنو د روا حقوقو څخه ملاتړ وکړي.
باید ووایو د خپلو حقونو د پاره د پښتنو ملي پاڅون ، یو اولسي پاڅون دی ، چې د هغه مشران او فعالین خپله د خلکو د منځه را پورته شوي دي او خلکو غوښتنې او ارمانونه منعکس کوي . ددې پاڅون ماتول او یا منحرف کول ناممکن دي. کیدای شي د پښتنو دښمنان د مختلفو لارو څخه استفاده وکړي:
• د پښتنو د پاڅون د مشرانو او فعالینو ډارول او یا ترور
• په رسنیو کې د پښتنو د پاڅون په مشرانو او فعالینو پسې ناوړه تبلیغات
• یو شمیر تیر ايستونکي عملونه ، ګواکې چې پنجاپي استعمار د دوی غوښتنې عملي کوي
• د پښتنو د غورځنګ د مشرانو او فعالینو د بدنامولو د پاره بی ځایه تورونه
• او داسې نور
داسې ښکاري چې د پنجاپي استعمار تر واک لاندې پښتانه اوس یوازې نه دي د دوی سره بلوڅان او نور محکوم قومونه ولاړ دي او دوی هڅه کوي چې د پنجاپی استعمار ځبیښاک د منګولو وژغورل شي.
یو ویشتمه پیړۍ ده ، ټوله نړۍ په یوه کلي اوښتي ده، اوس پنجاپي استعمار نه شي کولي واقعیتونه پټ کړي ، نه شي کولی د خلکو په خولو مهرونه ولګوي ، نه شي کولی ټول اولس ووژني ، نه شي کولي د تل د پاره د ازادی د پاره د پښتنو او بلوڅو غږ چوپ وساتي.
همدا خبره ده چې پښتانه او بلوڅان به خپل حقوق تر لاسه کوي ، پښتانه به ازادي تر لاسه کوي ، بلوڅان به ازادیږی ، پنجاپی استعاري – تروریستي اداره به ړنګیږي او په سیمه کې به نوي خپلواک دولتونه رامنځته کيږي.
د پښتنو اوسنی پاڅون نه ماتیدونکی او سراسري دی په دې پاڅون کې نه یوازې د پښتونخوا پښتانه ، بلکې د افغانستان ، هند او ټولې نړۍ پښتانه برخه لري .همدې امله د کابل ارګ مشر اشرف غني څخه په کلکه غوښتنه کیږي چی د پښتونخوا د پښتنو په وړاندې د امیر عبدالرحمن خان ، نادرخان ، ظاهرخان او حامدکرزی د پالیسیو څخه پیروي ونکړي بلکې په زغرده د پښتنو ملی ازادي بښونکی غورځنګ په رسمیت وپیژني او ورڅخه هر اړخیزه ملاتړ اعلان کړي. دا د اشرف غني ملي ، انسانی او قانوني مسوولیت دی.