د ډيورند د فرضي کرښې پورې غاړه په پښتون (افغان ) ولس د پاکستان د جوړيدو راپديخواډول ډول ظلمونه کيږې. دغه ستر ولس د خپلو حقوقو څخه برخمن نه دی، کوچنيان يې په خپله مورنۍ ژبه کې زده کړې نه شي کولايې ، حال دا چې د نړيوال قانون له مخې هر کوچنی دد ې حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه کې ليک او لوست وکړي او ددی زمينه ورته برابره شي، چې دا کار بايد حکومتونه وکړي ، حال داچې د ډيورند د فرضي کرښې پورې غاړه ۵۰ ميلونه افغان وګړي په خپله مورنۍ ژبه کې د زده کړې حق نه لري.

په قبايلي سيمه کې که يو پښتون (افغان ) جرم وکړي نو سملاسي نيول کيږې او بند خونې ته اچول کيږې ، خو که د پرمختګ خبره شي نو پاکستانی رژيم وايې دا ازاده سيمه ده مونږ پکې کار نه لرو.

په حواله رسنيو لکه تلويزون، راډيو ، انځوري او چاپي رسنيوکې د پښتون ( افغان ) قوم ، او همدارنګه ددوۍ کلتور ته په بده سترګه کتل کيږي ، او سپکاوی يې کوي ، پاکستانی رژيم چوپه خوله لا څه چې هيڅ هم ورته نه وايې ، خو که پښتون د حق غوښتلو ږغ پورته کړ نو ترهګر او کافر دې.

ددې ټولو ناخوالو تر څنګ پاکستانی فوځ په دې بسنه ونه کړه پښتانه وژنې ، کورنه يې ړنګوي ، او خپلې سيمې پريښودو ته يې مجبوروي ،او همدارنګه په افغانستان کې افغان وژنه د ۴۰کالو راهيسې د دغه ظالم او ترهګر رژيم لخوا روانه ده ، هر وخت ددې مظلوم ولس سره دوه مخې لوبه کوي، چې مړ هم پښتون(افغان ) او پړ هم پښتون( افغان ) شي.

د ترهګرۍ د ځپولو په بهانه به یې د نړيوالې ټولنې څخه مرستې تر لاسه کولې ، چې په دغه تر لاسه شوو مرستو د پښتون ( افغان ) او بلوڅو نسل وژنه ، او د ترهګرو ملاتړ تر اوسه کوي، چې دغه دومخي لوبه يې تر اوسه پورې د نړيوالو سره وکړه ، چې اوس نړيواله ټولنه هم ددغه ظالم رژيم په دوه مخې تګلاره پوه شوه، مرستې يې پرې بندې کړې.

د جرمني د کولن ميشينيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنه د پښتنون ( افغان ) هره مبارزه ، پرلټ او لاريون چې د بې کناه انسانانو د ظلم څخه د خلاصون، او خپلو حقوقو لاس ته راوړلو د پاره یې کوي ، ستايې او ملاتړ يې کوي، د ترهګرۍ او پښتون ( افغان ) وژنې غندنه کوي ، او په نړيواله ټولنه ږغ کوي چې دغه مظلوم ولس سره په دې پار مرسته وکړي

د افغانانو کلتوري ټولنه کولن ميشينيش جرمني