طنز
محمود نظری

د ګردي میز ګردي پښې نغاره چیان

کله به ورکه له دې وطنه په هرسیاسي چار کې معامله سي
تر کله به دارګ د فرمان هره پيغله په پردو حامله سي
د دې نغاره چیانو څه ناجایزه دلته دپښتون سره روانه ده
چې ان د پښتون نوم یادول کله افغان ته د تنباکوایماله سي

پښتون ازادیخوا دی باید مړ سي
هغه چې پښتون خوا دی باید پړ سي
دلته امریکا د پښتون خلاف دی
ځکه د پښتون بدخوا باید لوړ سي

څومره یوالی چي دلته په خرولي کې سته
دومره یوالی دلته په انسان ولي کې نسته
دپوهانو یوالی مي دلته په خرولي کې ولیده
په درواغو ویلو یې ان شرم په تندي کې نسته

له ډیرو ګردي میزو خبرې اترې د پښو ګردو اورو
دښه پوهو خلکو څخه خبرې د بې عقلو اورو
له پوه سړي څخه خبرې چپه په ډیره بیشرمي اورو
ولي خبرې سمي کږي وږي د ښږمو د پردو اورو؟

ولي دلته داسې هر چا ته مالوم لوچکان ګردي میز ته راولي
داسې مالومیږي قصدي ښکنځلي د وطن دښمنو او پردو اورو
که دا پردي رسنې او دا پردي ملي دښمنان همداسې چالو وي
دوطن نوم او ملي سرود به په ژبه خامخا د دښمنو اورو
دلته قانون نه سته هر مشر خپل صلاحیت لږ تر کچالو بولي
له پردو له منبره خبرې دمزاری اوعطا د پيغامبرکیدو اورو
په دې وطن کې رښتینی پردي پرسته پیسو ته ایمان نه لري
دټولو خلکو څخه ولي موږ( ما هستیم ضد )د پښتنو اورو