احمدجان تڼی
یو ملت ، یو اواز

په پښتونخوا کې د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې په وړاندې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو د پاره د پښتنو سراسري پاڅون پیل شوی دی . داسې نښې او نښانې شته دي چې دا غورځنګ بریالی کیدونکی دی.
د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې د غبرګون څخه ښکاري چې هغه هیڅکله دې ته تیاره نه ده چې پښتانه د مدني حقوقو څښتانان شي.خو د پښتنو په غونډو او ویناو کې داسې ښکاري چی پښتانه نه یوازي خپل مدني حقوق غواړي ، بلکې د دې څخه وروسته نه غواړي چی د پنجاپي استعمار تر واک لاندې ژوند وکړي.
د پښتني سیمو څخه پنجاپی پوځ وتل او د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې د ټغر ټولیدل نه یوازې د پښتنو د سیاسي فعالانو غوښتنه ده ، بلکې ټول پښتانه اوس غواړي چی د پنجاپي تروریستي – استعماري ادارې ټغر د پښتونخوا یا د پښتونستان د ټولو سیمو څخه ټول شي.
دا ځکه چی د پښتنو په وړاندې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې جرمونه او جنایتونه زړه بوګنونکي او د نړۍ په تاریخ کې بیساري دي. د ماشومانو او بوډاګانو وژل ، جنسي تیري ، لوی توغندویی بریدونه ، کیمیاوي وسلو استعمال او داسې نور دي چی په بشری حقوقو او جنګي قوانینو کی ممنوع دي مګر پنجاپی اردو او پټ سازمانونه دا منظم ډول د پښتنو په وړاندې تر سره کوي.
اوس د پنجاپي پوځ او استعماري ادارې په وړاندې د پښتنو پاڅون پیل شوي دی . دا پاڅون سراسري دی چې په هغه کې دیني علما، قومي مشران ، پوهان ، د تعلیمي موسسو زده کونکو ، سوداګر، نارینه او ښځینه ټولو ګډون کړی دی. هغوی تش لاس دي . هغوی خپل ټټرونه د پنجاپي وحشي درندو او سپکو وسلو ته نیولي دي او نه غواړي د خپلو حقه حقوقو څخه په شا شي.
که چیرې وګورو یوې خواته ځپل شوی ، خوار او مظلوم اولس دی نو بلې خوا د پنجاپي استعمار وحشي پوځ دی چې په اټومي وسلو سره سمبال او هر راز جنګي امکانات لري. دا پوځ د پښتنو د مدني حقوقو او ازادی له پاره هر ډول جرم او جنایت سرته رسولو د پاره تیار دی.
همدا خبره ده چې ستونزې زیاتې دي .د یوې خوا پنجاپی استعماري – تروریستي اداره ځواکمنه ده . دې ادارې د پښتنو په ټولو سیمو او په تیره بیا په افغانستان کې پراخې جرړې غزولي دي.
همدې جرړو په افغانستان کې د پښتنو په ملاتړ خوځښت د ستونزو سره مخامخ کړی او د کابل اداره چی تر ډیره بریده د پښتنو ضد کړیو تر نفوذ لاندې ده ، د پښتنو څخه د ملاتړ کلک دریز نه شي نیولی. حتی د کابل چارواکي هغه څه کوي او یا هغه څه وایي چی پنجاپي استعمار یی غواړي.
د پښتنو پاڅون ، د ټولو هغو جرمونو او جنایتونو په غبرګون کې چې د پنجاپي تیري کونکي وحشي پوځ له خوا تر سره شوي را منځته شوی دی . ویل کیږي چی پنجاپی پوځ په تېرو څو کلونو کې د یو میلیون څخه زیات د پښتنو کورونه وران کړي ، نږدې شپیته زره پښتانه وژلي ، دوه دیرش زره تنه یی تښتولي دي. چی په تښتولو کسانو کې ۱۴۰۰ ښځي هم شاملې دي.
داسې ویل کیږي چی ددی ښځو څخه پنجاپي پوځيان د جنسي وینځو په توګه کار اخلي. پښتانه وایي : مال د سره ځار ، سر له ناموسه ځار.
د پنجاپي پوځ نه یوازې د پښتنو په وړاندې بې رحمانه جنایتونه تر سره کوي بلکې بلوڅان او نور د استعمار لاندې خلک هم ددې جرمونو او جنایتونو څخه خوندي نه دي. که د پښتنو څخه دوه دیرش زره خلک تري تم کړل شوي دي د بلوڅانو څخه نږدې پنځه څلویښت زره کسان تري تم کړل شوي دي.
اوس به ولیدل شي چی د پښتونخوا ځلمیان د خپلو ناموسونو ، میندو او خویندو څخه څنګه دفاع کوي.
د پنجاپي پوځ له خوا د پښتنو په وړاندې د تیرو لسو کلونو جګړو څخه داسې ښکاري چې پنجاپ غواړي نړیوالو ته پښتانه د تروریستانو په توګه معرفي کړي او په دې ډول په پښتونخوا کی د پښتنو نسل تباه کړي.
پنجاپ د پښتنو د ځپلو د پاره په سوات ، دیر ، باجوړ ، مومندو ، اورکزیو ، دره ، وزیرستان او نورو سیمو کې یې ډير وحشیانه عملیات کړي چې پښتنو ته یې ستره تباهي اړولي ده.
په دې ډول د پنجاپ پوځي پټو ادارو د پښتنو ، کدرونو او مشرانو په وړاندې تروریستي عملیات تر سره کړي دي چې یوازې او یوازې یې د مسیدو د قبیلې پنځه سوه تنه ځوانان ترور کړي دي چې که چیرې دا نورو قبیلو ورسره تخمین کړو دا شمېر لسګونو زرو ته رسیږي.
د پښتنو په وړاندې تر ټولو ډیر وحشیانه عملیات په شمالي وزیرستان کې تر سره شول. که څه هم د وزیرستان جګړه اوس په ښکاره دریدلي ده خو تر پخوا خطرناکه شوي ده. په وزیرستان کې نه یوازې خلک د پوځ له خوا په نښه کیږي بلکې په دې سیمه کې په زیاته اندازه مینونه کرل شوي دي چې د خلکو ژوند یې د ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د دوه زره څوارلسم کال د جون د میاشتې په پنځلسمه د تکبیر په نارې ( الله اکبر ) سره د پنجاپ اردو په شمالي وزیرستان برید و کړ.
د ځینو معلوماتو له مخې په شمالي وزیریستان کې د عملیاتو د پاره دیرش زره پلي کوماندويي ځواک ګومارل شوي چې د سلګونو الوتکو او شوبلو یې ملاتړ کیده ، په شمالي وزیرستان برید وکړ او په ډیره بې رحمانه توګه د شمالي وزیرستان څخه سور تنور جوړ کړ.
پنجاپي پوځ د وزیرستان د خلکو په وړاندې د هر ډول درندو وسلو ، بمونو ، توغندیو او حتی د کیمیاوي وسلو څخه کار واخیست او په دې ډول یې ټول شمالی وزیرستان یې په کنډواله بدل کړ.
د سیمې په تاریخ کې دا بیساري پوځي عملیات دی چی په دومره کچه پوځيان ، په ډير عصري جنګی تخنیک سره په کې برخه اخلي.
د پوځي اوصولو له مخې په دومره کچه پوځي عملیات د ورانکارو ګروپونو په وړاندې نه تر سره کیږي.
بلکې په دومره کچه د پوځ ګډون په عملیاتو کې یوازې د منظمې اردو سره د جګړې او یا د یوه ستر دفاعي ستراتیژیک مرکز د نیولو د پاره پلان کیږي.
د دوی په ژبه د تروریستي ډلو د ځپلو د پاره د دومره اندازه د پوځي قوت استعمال د جګړې د پلان کونکو په احمق والي باندی دلالت کوي. او یا کیدای شي دا قوت د یوه ستر ستراتیژیک هدف د پاره چی دوی یی ځانته ټاکي د تروریزم تر پړدې لاندې استعمال شي.
د بلی خوا د پنجاپ پوځ مشر ، سرتیرو ته په یوه وینا کی ویلي دي چی دوی به د وروستی تروریست په وړاندې هم کرار نه کیني. خو دلته پوښتنه پیدا کیږي چې د تروریست په وړاندې دومره پراخ عملیات کول په کومه مانا دی.د یوې او یا څو تروریستي ډلو په وړاندی د څو قل اردو استعمال څخه د پنجاپ موخه کومه ده؟
دا چې د دې قوت د استعمال څخه د پنجاپ پوځ د پينډۍ د قرارګاه مطلب څه دی ښایي په دې ډول وي:
• نړۍ او د سیمی خلکو ته ښودل چی وزیرستان د پنجاپ د استعماری اداری تر واک لاندې خاوره ده او دوی په ډاډه زړه په کې عملیات کولی شي.
• د دا ډول عملیاتو د پلان کولو څخه ښایی د کابل د حکومت ( چی د دیوریند کرښه نه مني) د غبرګون معلومول وي.
• همدارنګه ښایي په دومره کچه د عملیاتو پلانول د کابل حکومت ویرول وي تر څو خپلې غوښتنې په کابل ومني.
• ددی عملیاتو د پلان څخه ښایي د بنجاپ موخه نړیوالو ته دا ښوول وي چی اسلام اباد څومره د تروریزم ؟ په وړاندی په جګړه کې څومره جدي دی.
• ددی عملیاتو د پلان څخه د وزیرستان د خلکو ځپل وي چی تر څو د پنجاپ په وړاندی د بغاوت بیرغ پورته نکړي.
• د دی عملیاتو څخه د پنجاپ موخه د هغه حکومت تر کنترول لاندې د نورو مظلومو خلکو ویرول واوسي.
د شمالي وزیرستان جګړه ډيره خونړي او ورانونکي وه. دلته د میرالي ، میرامشاه او نور ښارونه او په سلګونو کلي په کنډوالو بدل شوي او د ورانی بهیر روان دی.
مخکې ددې څخه چې پلي پوځونه سیمې ته ننوزي اف شپاړس جیټ الوتکو ، زرګونو کیلو ګرامو وزن په درلودلو سره د بمونو په غورځولو پیل وکړ . چی ورسره جوخت څرخي الوتکو د ځمکې په مخ د خلکو د ښکار د پاره منظمې الوتنې پیل کړې.
د وزیرستان په کلیو او بازارونو باندې د توپچي او توغندیو بارانونه جوړ شول. د وزیرستان په خلکو باندی د قیامت ورځ راغله .
په زرګونو خلکو د خپلو کورونو د چتونو او دیوالونه لاندې شول. او پاتې یې نه پوهیدل چی کومې خواته ځانونه خلاص کړي.
په لسګونو زرو کورنیو دا امکانات نه درلودل چې د جګړې د ډګر څخه ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. د ډیرو میندو څخه خپل اولادونه ورک شول او د ډیر ماشومان په زانګو کی د میندو څخه پاتې شول.
چې د دې هوایی بمباریو او توپونو د ډزوڅخه دوې ورځې وروسته ، پلي پوځونه سیمې ته ننوتل. د پنجاپی اردو پلیو ځواکونو د پاره هر ژوندی موجود ټارګیټ و .
دې وحشي پوځ نه یوازې په انسانانو رحم ونکړ بلکې په څارویو او کروندو باندې یې هم رحم ونکړ.
د پنجاپ وحشي پوځیانو هر ژوندی موجود په نښه کاوه او د وزیرستان خلک اړ شول په ډیرو ستونزو سره ځانونه د جګړو ډګر وباسی زیات شمیر یی د بنو د بکاخیل دښته کی ځای په ځای شول .
دا کیمپ د پنجاپی پوځ له خوا رامنځته شوی دی او په لکونو د وزیرستان خلک په کی د بندیانو په توګه ساتل کیږی. دا کیمپ چی په یوه سوځنده دښته کی جوړ شوی دی هیڅ ډول د ژوندانه اسانتیاوې پکی نه شته. په زرګونو ماشومان د ګرمی او خوار ځواکی له امله مړه شول او کیږي.
په دې کیمپ کې په زرګونو کسان د یوې ګولې ډوډی د ترلاسه کولو د پاره کتار ودریږي مګر زیات شمیر یی ددې په ځای چې څه ترلاسه کړي بیرته خپلو کیږدیو ته ستنیږي.
د پنجاپ پوځ هڅه کوي چې په دې ډول سره د کیمپ اوسیدونکي تحقیر او توهین کړي د کیمپ څخه د کورنیو وتل ناممکن دي او دا زرګونو کورنیو د پاره لوی زندان دی. د پنجاپ پوځ نه یوازې په شمالي وزیرستان کې خلک په بی رحمی سره ووژل بلکی په بکاخیلو کیمپ کې یې په زرګونو کسان یرغمل کړل.
په دې ډول د وزیرستان زیات شمیر خلک ، کورمه ، دیره اسمعیل خان، پیښور ، خوست او پکتیکا ته د خپلو سرونو د خوندي کولو دپاره ولاړل.
د ضرب غضب د عملیاتو د پیل را پدې خوا په لس ګونو زرو پوځي بریدونه( تاکتیکي) تر سره شوي دي چی دا د نړۍ په جګړو بیساري دی چی یوه ځواکمنه اردو په ډیر لوړ جنګي تخنیک سره یی د یوې ولسوالی په وړاندې تر سره کوي.
تر اوسه جګړه روانه ده هره ورځ په شمالي وزیرستان باندې جنګي الوتکې درانه بمونه غورځوي په سلګونو خلک وژل کیږي اوس هلته ولاړ دیوال نه دي پاتی شوي.
داسې ښکاري چی د پنجاپ پوځ خپل عملیات جنوبي وزیرستان ته هم غزولي دي او په هغه باندې د نجات د عملیاتو نوم ایښی دی.
دا په دی مانا چی پنجاپ خپلې موخې ته چی د وزیرستان د خلکو ځپل و ، نه دی رسیدلي.
د پاکستان تر نوم لاندی هیواد کی د پنجاپ دیکتاتوري – استعماري نظام واکمن دی هلته دموکراسي او د بشر حقوق تش په نامه دي د پنجاپي استعمار په وړاندې ډیر کوچني مقاومت په ډیره بې رحمانه توګه ځپل کیږي.
د پوښتنې وړ دا خبره ده چی په دی هکله نړیوال هم چوپ دي او په دی هکله د پنجاپ په استعماري اداره باندې انتقاد او یا اعتراض نه کوي چې ولې رسنیو ته اجازه نه ورکوي چی د شمالی وزیرستان او یا نورو قبایلی سیمو او یا د جګړو د ډګرونو څخه راپورونه تیار کړي.
په افغانستان کی هم رسنی په هغه څه باندی شخوند وهي چې د پنجاب د وحشی پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا خپریږي یعنې که هلته ماشومان ، میرمنې ، بوډاګان او عادی خلک وژل شوی وي مګر پنجاپ استعماري اردو هغه ته تروریستان وایي او همغه عبارت باندې د کابل رسنۍ هم شخوند وهي.
د کابل رسنیو تر اوسه دا هڅه نه ده کړي چي په قبایلي سیمو او وزیرستان کې د واقعیتونو په هکله راپورونه تیار کړي په داسی حال چې دا ممکنه ده. د کابل رسنی د مختلفو لارو څخه کولی شي چی هلته د روانې جګړې ریښتینی تصویر خلکو او نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
په وزیرستان کې د پنجاپ د وحشي اردو له خوا زړه د بشریت ضد زړه بوګنونکی جنایتونه تر سره شوی او تر سره کیږی خو د دی جنایتونو په هکله داخلی او نړیوال د بشری حقوقو د ملاتړ سازمانونه ټول چوپ دی او کوم غبرګون نه ښکاره کوي.
د شمالی وزیرستان جګړه د پنجاپي وحشي اردو د پاره ډیره اوږده ، د تلفاتو ډکه او قیمتي تمامه شوي ده د ځینو راپورونو له مخی څو بیلیونه ډالر په دی عملیاتو کې لګول شوي دي.
په دی کې شک نه شته چې د پښتنو ضد جګړه د پنجاپ له خوا مخته بیول کیږي چی مالي ملاتړ ی د امریکا له خوا کیږي. په دې کی شک نه شته چی د وزیرستان جګړه د پنجاپیانو د پاره یو کال نه بلکې کلونه کلونه ونیسي او په دی به نه بریالی کیږي چې په وزیرستان کې حالات کنترول کړي.
په دی مانا چې وزیرستان هغه د پولادو څخه جوړې شوې نینې دي چی د ستوني څخه به تیره شی خو هضمول یی ناممکن دي او ډیره ممکنه ده چی ګیډه څيرې کړي.
باید سرتاج عزیز چی ځانته د پاکستانی استعماری – تروریستی اداری ستراتیژیست وایی په دی پوه شی چی په وزیرستان باندې د پنجاپ د پوځ برید یوه لویه تیروتنه وه.
د پنجاپ پوځ په وزیرستان باندې برید ددې له پاره تر سره کړ چې د پښتنو د ازادی دا ستر مورچل وځپي . دا ځکه چې د پنجاپ استخباراتو ونه کولی شول چې د وزیرستان د خلکو روحیه د تروریستي ډلو په ځای په ځای کولو سره له منځه یووسي. یعنی په تروریستی ډلو سره د وزیرستان د خلکو د ځپلو ستراتیژی ناکامه شوي وه.
د پنجاپ د پوځ عملیاتو وښودله چی دا پوځ هم د ماتي سره مخامخ دی که څه هم د امریکا متحده ایالاتو په مالی او تخنیکی ملاتړ سره د پنجاب شا وروتړله مګر بیا هم اوس د پنجاپ پوځ په کړکیمي ( تلک ) کی بند پاتی شوی دی.
د وزیرستان څخه د پنجاپ پوځ وتل هم ورته مرګونی پایلې لري او پاتی کیدل یی ورته زړه بوګنوکی تراژیدي رامنځته کوي.
د پنجاپ پوځ ددی له پاره چی خپله ماتي پټه کړي نو اوس هڅه کوي چې:
• تش په نامه مشرانو ،چې د پنجاپ له خوا تنخوا اوامتیازات تر لاسه کوي نمایشی جرګی او مرکې کوي او وایی چی اوس وزیرستان امن شوی دی او پوځ خپل عملیات بریالی سرته رسولی دی نو له دی امله دی بی ځایه شوو خلکو ته اجازه ورکړي ترڅو خلک خپلو کورونو ته ستانه شی.
• همدارنګه یو شمیر کډې بارول کیږي او وایی چی دا کډی خپلو مینو ته ستنیږي خو وروسته ایشاره کیږي چی دوی د جنوبی وزیرستان دی.
د عینی شاهدانو په قول چی زیات شمیر کډی چی په خپله خوښه په شمالی وزیرستان کی کورونوته ستنې شوي وي د پنجاپ د پوځ له خوا په ډيره وحشیانه توګه وژل شوي دي او داسې څوک نه شته چی د دوی مړی خاورو ته وسپاري .
اوس د شمالي وزیرستان ټولو بی ځایه شوو خلکو ته په ډاګه شوی ده که چیری دوی خپلو سیمو ته وګرځي دوی به هم د نورو په شان په بې رحمانه توګه ووژل شي.
نو لدې امله د شمالی وزیرستان ټولې بی ځایه شوی کډې دې ته انتظار وباسي تر څو پوځ د شمالي وزیرستان څخه ووځي او دوی بیا خپلو کورونو ته ستانه شي.
د شمالی وزیرستان خلک د پنجاپ او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غواړې چی دا وحشي پوځ د وزیرستان څخه ووځي . اوس د خلکو او د ازادی له پاره د جنګیالو فشار په پنجاپي پوځ زیاتیږي مګر اوسی د پنجاپ پوځي ستراتیژستانو د پاره دا مشکله ده چی د وزیرستان څخه د پوځ د ایستلو تصمیم ونیسي.
اوس په ټوله پښتونخوا کې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې په وړاندې سراسري پاڅون روان دی. دا پاڅون که څه هم اوس ډیرې ساده غوښتنې لري:
یعني دا چی پنجاپی اداره باید ټول هغه ورک شوي پښتانه پیدا کړي ، مجرمانو ته باید سزا ورکړي ، د وزیرستان څخه ماینونه راټول کړل شی او داسې نور.
خو دا هغه څه دي چی پنجاپي اداره یې نه غواړي تر سره کړي . پنجاپی اداره غواړي د پښتنو سره د زور په ژبه خبرې وکړي. چې ښکاره مثال یې د پښتنو د غورځنګ د څو تنو مشرانو د نیولو امر ورکول دي.
خو ایا دا امکان شته چی یو پوځ وکولی شي یو اولس مات کړي؟
ددې پوښتنې ځواب پخوا ورکړل شوی دی. کله چی پنجاپی استعماري پوځ په بنګله دیش باندې برید وکړ. خو د خلکو د مقاومت او د نړیوالو په مرسته دا پوځ تسلیم شو.
دا تجربه په پښتونخوا کې هم تکرار کیدونکي ده .
له دې امله اړینه ده چې:
1. پنجاپی پوځونه د پښتنو سیمو څخه ووځي.
2. جنګي مجرمانو او بشري حقوقو تر پښو لاندې کونکو ته سخته جزا ورکړل شي.
3. تښتول شوي ښځې او سړي بیرته خپلو کورنو ته په عزت سره ستانه کړل شي.
4. په پښتني سیمو کی د پاکستان په نوم ادارې ړنګې او د پښتنو له خوا ملي ادارې رامنځته شي.
5. ټولې هغه سیمې چی د پښتونخوا څخه په نیرنګ بیلې کړل شوي دي بیرته د پښتونخوا سره ونښلول شي.
6. د پنجاپ او نړۍ له خوا د پښتونستان هیواد خپلواکي په رسمیت وپیژندل شي.

اوس پښتانه په دې ښه پوهیږي چی د دوی عزت ، ژوند او شتمني یوازې په خپل هیواد خپلواک پښتونستان کې خوندي کیږي . نو ځکه ،اوس ټول پښتانه دا وايی :
یو ملت ، یو اواز ، ازادي