شپږ نویم کال هم پای ته رسېدونکی دی. دغه کال کې افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو، په امنیتي ساحه کې که یادونه وشي، په شاهین قول اردو، سردار محمد داوود خان روغتون، کندهار، کابل، پکتیا، فراه، هلمند او نورو ولایتونو کې د ملي اردو او ملي پولیسو په مرکزونو خونړي او پیچلي بریدونه وشول. 

د دې ساحې په بل اړخ کې افغان ځواکونو هم خپل تحرکات ډېر کړل، هوایی بریدونه یې زیات شول، امریکا او ناټو هم دې ډګر ته را ودانګل، په ننګرهار کې په داعش ډلې د بمونو مور(یعنې تر ټولو ستربم) وغورځول شو. خو جګړو کې کموالی لا نه دی راغلی، سیګر چې د امریکا په مرستو څارنه کوي وایی، وسلوال طالبان او نورې وسلوالې ډلې په نږدې نیمایی خاورې واک چلوي. 

د کابل پروسې دویمه ناسته کې طالبانوته د سولې وړاندیزونه وشول، له نورو تېرو وړاندیزونو سره ښکاره توپیر دا وو چې هر ډول وړاندې شرطونه لرې شول، د یوې سیاسي ډلې په توګه د طالبانو د منلو وړاندیز وشو نور امتیازونه هم اعلان شول، چې تر اوسه پرې طالبانو خوله نه ده خلاصه کړې او واضح یې څه نه دي ویلي، خو دې ډلې له امریکا سره د مخامخ خبرو وړاندیز کړی دی. بلخوا د امريکا د وسله والو ځواکونو قوماندان وايي چې د زور له لارې د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کول، د نوې تګلارې برخه ده.  د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزيف ووټل دغه څرګندونې په واشنګټن کې د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته کړې دي. 

داسې تمه وه، چې د امریکا د نوې تګلارې تر اعلام وروسته به طالبان د سولې خبرو ته شین څراغ ښکاره کړي، خو داسې ونه شول او تر اوسه څوک نه شي ویلی چې دغه کار به کله کیږي. د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار چې له حکومت سره د سولې کوم تړون لاسلیک کړ، په اساس یې نوموړی کابل ته بېرته را ستون شو او د دارالامان په ساحه کې میشت شو. د هغه په راتلو سره داسې هېلې وټوکېدې چې ګنې طالبان به هم د ده لار تعقیب کړي، خو داسې ونه شول. جګړو هره ورځ شدت واخیست، بڼه یې بدله شوه او ولسمشر په امنیتي بنسټونو غږ وکړ چې کشفي او استخباراتي معلومات جدي ونیسي.  

په سیاسي ډګر کې هم شپږ نویم کال له لوړو ژورو ډک و. جنرال دوستم د احمد ایشچي په قضیه کې تورن شو، په هغه او ساتونکو یې د ایشچي لخوا د جنسي ځورونې او فزیکي ربړونې تورونه پورې شول، خو جنرال دوستم دغه تورونه رد او دا یې د ځان په وړاندې یوه توطیه وبلله، د همدې قضیې په تړاو هغه ترکیې ته ولاړ او هڅه یې وکړه چې بېرته را ستون شي، خو دغه هڅې یې بریالۍ نه شوې. 

د هغه تر څنګ اجرایی رییس هم یو ځل سپیدار ماڼۍ کې اعتراض وکړ او ولسمشر یې د واک په انحصار تورن کړ، خو دغه ستونزه څو ورځې وروسته حل شوه او دواړو مشرانو بیا ګډ کار پیل کړ. له عطا محمد نور سره دې کال کې د ولسمشر اړیکې څپڅاند حالت کې وې، یو ځل دواړو ښې اړیکې جوړې کړې، ولسمشر هم دې مهال کې نوموړی له سرپرستي خلاص او د بلخ لپاره والي وټاکه، خو وروسته یې وویل چې د نور استعفا ور رسېدلې او ده هم منلې ده، خو نور او جمعیت د ولسمشر دغه پرېکړه وننګوله او لا هم د دواړو لورو ناندرۍ تر دې مهاله نه دي حل شوي. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی و چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په میاشت کې تر سره کړي، خو اوس وایی چې ممکن دغه ټاکنې په درې میاشتو ځنډ سره د تلې په میاشت کې تر سره شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس نجیب الله احمدزی او د دې کمیسیون د دارالانشا رییس امام محمد وریماچ د ولسمشر لخوا له دندو ګوښه کړای شول، د وریماچ څوکۍ تر اوسه د سرپرست لخوا اداره کیږي خو د ټاکنو کمیسیون ریاست ګلاجان عبدالبدیع صیاد تر لاسه کړ. 

په اقتصادي برخه کې هم افغانستان له راز راز تحولاتو سره مخامخ شو. له پاکستان سره کلنۍ سوداګریزه راکړه -  ورکړه ډېره کمه شوه، افغان چارواکي وایی، پاکستان تل سیاست او اقتصاد له یو او بل سره تړلی او نور په سوداګرۍ کې په پاکستان د باوري شریک په توګه باور نه کوي. 

ولسمشر غني ازبکستان، ترکمنستان، قېر غیزستان او قزاقستان ته سفرونه وکړل، د دې سفرونو موخه د منځنۍ آسیا له دې هېوادونو سره د سوداګریزو او سیاسي اړیکو پیاوړتیا وه. هند چې له افغانستان سره د ځمکې له لارې پوله نه لري، هڅه کوي په سوداګریز بازار کې د پاکستان ځای ونیسي او د دې لپاره چې افغانستان سره وصل شي، چابهار بندر کې یې پانګونه کړې او نورو میلیونونو ډالرو پانګونې ته یې تیاری ښودلی. هند د لومړي ځل لپاره چابهار بندر ته خپل کمکي غنم را ولیږل. افغانستان کې یې تود هرکلی وشو. 

د سلما بند هم دې کال کې پرانیستل شو، دغه بند د هند لخوا د نږدې درې سوو میلیون ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی چې د اوبو د مدیریت په برخه کې ستر ګام ګڼل کیږي. د ملي یووالي حکومت د اوبو د مدیریت تر سرلیک لاندې کابل کې غونډه جوړه کړه چې په ایران ښه ونه لګېده او ولسشمر حسن روحاني وویل چې په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو په هکله دوي غلي نه شي پاتې کیدای د هغه دا خبرې په افغانستان کې په پراخ ډول وغندل شوې. 

په فرهنګي ساحو کې هم د لرغونو آثارو په ساتنې او خوندیتوب ټینګار وشو، د دارالامان ماڼۍ د اساسي بیا رغاونې کارونه پیل شول. اووه نویم کال کې د سولې عالي شورا وایی چې د سولې لپاره ستر پروګرامونه لري چې په پلي کېدو به یې د سولې ور پرانیستل شي. دوي نه دي ویلي چې د سولې په هکله د  کابل لوی پروګرامونه څه دي، خو د امریکا دفاع وزیر کب میاشت کې افغانستان ته د خپل سفر په مهال ویلي و دوي  موندلې چې یوه ډله طالبان له افغان حکومت سره د سولې په خبرو غور کوي. خو د افغانستان نوین څیړنیز او مطالعاتي بنسټ موسس عبدالله هېواد په دې باور دی چې یوه ډله طالبان به د سولې له بهیر سره یو ځای شي خو ستره برخه یې د داعش بیرغ او جامې اغوندي او په دې سره به  جګړې لا پسې زور واخلي. په پاکستان فشارونه زیات شوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې په خلاف کوټلي او عملي ګامونه پورته کړي، خو پاکستان وایی چې خپله خاوره کې د نورو لپاره جګړه نه شي کولی. 

داسې ښکاري چې پاکستان اوس روسیې ته ور نږدې کېدونکی دی، ځکه د امریکا د افغانستان او سویلي آسیا په تګلاره کې پاکستان  د ترهګرو په ملاتړ او پاللو تورن دی، خو روسیه او پاکستان دواړه وایی چې افغانستان کې داعشیان ورځ تر بلې زور اخلي او دوي (مسکو- اسلام آباد) د دې ستونزې د حل لپاره ګډ پوځي کمېیسون جوړوي. 

اووه نویم کال کې د افغان حکومت لویه کارخانګي د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې دي، چې نړیوال پرې له وړاندې ټینګار کوي خو تر اوسه لا نه ده څرګنده چې ټاکنې به د اووه نویم کال په لړ کې وشي او که نه، او که کیږي په کومه نیټه به وي، د ناامنو ساحو وضعیت به څه ډول وي، بیا به هم هماغسې لکه پخوا ناامنو ساحو کې د ټاکنو صندوقونه نه کېښودل کیږي او په میلیونونو خلک به له خپل برخلیک ټاکلو بې برخې کیږي؟! 

حکومت باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي، او د سراسري او عادلانه ټاکنو تر سره کېدو ته لار هواره کړي څو هر افغان خپل ځان په حکومت او نظام کې شامل وویني، د ټولنیز عدالت تطبیق، ښه حکومتوالي او له فساد سره ټینګه مبارزه هغه څه دي چې په حکومت د خلکو له لاسه تللی باور بېرته اعاده کولی شي که داسې ونه شي، دغه حکومت هم نه شي کولی د خلکو له لاسه وتلی باور بیا تر لاسه او د یوه  بریالي حکومت په توګه د تاریخ په پاڼو کې ولیکل شي.