سوله د انساني ژوند لومړیتوب دی او موږ چې له تېرو څلورو لسیزو جګړه کې ژوند کړی سولې ته تر بل هر چا ډېره اړتیا لرو همدا جګړه ده چې له امله د ژوند له ټولو امکاناتو محروم یو ټول هغه څه چې یوه ټولنه ورته اړتیا لري له لاسه مو ورکړي دي په سلګونو زره هېواد وال مو اوس هم په پردیو هېوادونو کې ژوند کوي.
د جګړې دوام که دیوه نظام لپاره لومړی سوله رانه ولو، له خپلو شخصي ګټو تیر نه شو په جګړو کې ښکېل ددې خاورې شریکان ونه بولو ، په اخلاص کار ونه کړو په پای کې به خدای مکړه د هیواد نجات ناممکن شي چې بیا به هم د هېواد ملي ، قومي او ولسي جوړښت هم له زیان سره مخ کړو چې بیا به په هېواد کې دسولې راوستل په شنه اسمان او ګرم اوړي کې د واورې ورېدل وي .
بنسټونه مو له منځه تللي لوی لامل یې د سیاسيونو ترمنځ تفاهم ته نه رسېدل دي چې له امله ېې هېواد وال د جګړې په اورکې سوځي یو شمېر سیاسیون فکر کوي چې دسولې په راوستو کې به خپل موقف له لاسه ورکړي چې دا یو ناسم فکر دی که چېرته په داسې یوې دیموکراتیکه ټولنه کې چې هر څه په انتخاباتو پورې اړه لري دولس اعتماد خپل کړي نو څنګه ممکنه ده چې دی به خپل موقف له لاسه ورکړي کولای شي د ولس د اعتماد په بنسټ خپل سیاسي او اجتماعي موقف وساتي .
کله چې د یوه هېواد مادي او معنوي بنسټونه له منځه لاړشي لسګونه کلونه نیسي چې دغه بنسټونه بیا جوړ شي او له سره په پښو ودریږي نو اړ یو چې لومړی دسولې راوستو لپاره ګړندۍ هڅې وکړو او په هیڅ ډول خپل وخت ضایع نه کړو په تمه پاتې نه شو چې سوله به خپله راشي همدا جګړه ده چې د هېواد د معادنو او کانونو د غیر قانوني استخراج او چور لپاره یې زمینه برابره کړې د جګړې دوام دی چې ورورولۍ او اخلاقي ارزښتونه له منځه وړي.
که سیاسي مشران مو د نامشروع لارو څخه د اقتدار د تر لاسه کولو هوس پریږدي طبعي ده چې دغه ستونزه به یوه ورځ دومره لویه شي چې بیا به ورته دحل لارې موندلو باندی هیڅوک ونه توانیږي .باید ووایو چې طبیعي خبره ده چې عام خلک د زورواکانو ننګه نه کوي او ور څخه لاره بیلوي. د دې لپاره چې زورواکان یوازې پاته نه شي نو اړتیا لري چې له قومی، ژبنیو او سمتي کرکو او نفرتونو کار واخلي، ناهیلې او نا لوستي خلک د لږو امکاناتو په بدل کې په ځان راټول او تر یوه وخته ورباندې ځان وساتي چې حالت لا نور هم پیچلی کوي.واقعي سولي لپاره باید د ولس ارادې ته غاړه کېښودل شي د سولې لپاره پخې ارادې او په واقعیتونو ولاړې ستراتیژۍ ته اړتیاده، نه دا چې په دې اړه د وینا او عمل ترمينځ یې توپیر وي. سوله د ژوند اړتیا او د پرمختګ لپاره ښه زمینه بلل کیږي، نو هر هیوادوال باید په مسؤلیت سره د سولي د تامین لپاره کاروکړي، په هیواد کی د ډاډمني سولي د تامین په خاطر موږ دیني عالمان، ښځي او خبریالان قومي مشران په خپلو کلیو کې د جګړې زیان بیان کړي او د سولي اواز پورته کړي او مرور د سولي او پخلایني پر لور وهڅوي.
که جګړه دوام وکړي، سوله رانشي، دولت به کمزوری وي، زورواکانو او د عامه شتمنیو غصبوونکو ته به څه نه شي ویلای، دې مفسدینو ته به شرایط برابر وي چې دولت او ملت څخه باج واخلي. دا ستونزه پخپله د دولت مشروعیت، توان او اقتدار ته سخت تاوان رسوي، د دولت او عامو خلکو په منځ کې واټن ورځ تر بلې زیاتیږي، لا نورو اوږدو نیابتي جګړو او د پردو لاسوهنو ته لاره اواروي او دا خبیثه دایره همداسې دوام کوي.
دا ځکه دیني عالمان، ښځي او رسنۍ د سولي د عامه پوهاوي په کار کي تر هر چا ښه رول ادا کوالای سي، چي هر افغان باید د سولي او پخلایني په کار کي ښه کار وکړي ترڅو د افغانانو ورور وژنه پای ته ورسیږي. سوله د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري، د جنګ د اوږدو زیانونه څه دي. ناکام او ماتیدونکي دولتونه کوم او د ماتیدو لاملونه یې څه دي؟
هېواد او ولس په پانګه روزل شوي ځوانان د دې پر ځای چې خپلې خاورې او ولس ته خدمت وکړي، د ماشومانو او ښځو په شمول یوه د پام وړ برخه یې هڅه کوي چې له هېواده وتښتي چې په لسګونه حتی سلګونه ځوانان د ماهیانو خوراک او په سمندرونو کې ډوب شول.
کوم ملت چې پرانستي ټینګ سیاسي او اقتصادي بنسټونه رامنځته نه کړي، زبیښونکي بنسټونه او فساد په کې وده کوي نو ملت ناکامیږي.
دې پایلې ته رسیږو چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د میکانیزم له جوړیدو پرته سوله ناممکن ده.
جګړه د حل لاره نه ده او د جګړې د پای لپاره د یو میکانیزم جوړول مهم دي چې حکومت او طالبان په خپلواک ډول یو له بل سره مذاکرات وکړي سوله عام افغانان غواړي او طالبان دې ولس ته مراجعه وکړي چې جګړه ختمه شي.