د افغان دولت له خوا د سولې وړاندې شوې تګ لارې په اړه
دافغانانو تر منځ خبرې اترې څومره عملي او اغېزمنې دي ؟

په هېواد کې د ټولو ستونزو،په تېره بیا دملي کچې ستونزو په اړوند دافغانانو تر منځ خبرې اترې نه یوازې دا چې ګټورې دي،بلکې یو مهم او عیني ضرورت هم دی،خو خبرې اترې هر کله او هر ځا ی خپله اجندا لري چې ،بنسټیزه ستونزه په کې د سر او چورلیز ټکی وي .په ملي کچه دافغانانو بنسټیزه ستونزه چې ،په وجه یې دهېواد خپلواکي،ملي واکمني او آن د خاورې بشپړتیا د ګواښ سره مخا مخ اوهره ورځ په لسګونو او سلګونو افغانانو ژوند اخستل کېږې ،څه شی یا کومه ستونزه ده ؟
دځینو افغانانو له نظره دغه بنسټیزه ستونزه جګړه ده ،اود ځینونورو له نظره بیا هغه ،امریکایې نېواک اود ناتو پوځي ځواکونو شتون دی. دا وروستی نظر علمي اودقیق دی، ځکه چې په افغانستان کې روانه جګړه تر هر نامه لاندې چې مخته وړل کېږي معلول اوامریکایې نیواک اوپوځونو شتون علت دی.دغه واقعیت ته په کتو ایا افغان دولت په هېواد کې د روان ناورین د پای ته رسولو د پاره دافغانانو تر منځ په تېره بیا دوسله والو طالبانو سره دخبرو اترو اجندا سیخه اوسپینه طرحه کړې ؟ په هیڅ صورت نه .دا ځکه چې هم د روانې جګړې په علت (دامریکایې پوځونو شتون ) او هم دجګړې په بل اصلي لورې (امریکا- ناتو) خوله او سترګې پټې شوېدي .په هېواد کې دروانې جګړې موخو او ماهیت پېژند نې ته په کتوافغان دولت او طالبان په دې جګړه کې یو دبل په وړاندې اصلي دښمنې لورې نه دي ، بلکې دجګړې یو اصلي لوری بهرني ښکیلاکګر(امریکا – ناتو)او بل لوری
وسله وال طالبان او په ټوله کې افغان ولس دی،ځکه چې د افغان ولس ګډ کور اوهېواد او ګډ ملي ارزښتونه ملي خپلواکي او ملي واکمني دامریکایې ښکېلاک او پوځي شتون په وجه د ګواښ لاندې دي .
د افغانانو تر منځ خبرې اترې په خپله موخه نه ده ،بلکې موخې ته درسېدلو وسیله ده .په دې کې شک نه شته چې د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې دښاغلي اشرف غني له خوا د طالبانو تحریک ته دسولې وړاندې شوې طرحه نسبتآ روښانه ده ،خو دا چې بنسټيزې ستونزې (دبهرنیو پوځونو دوتلو مها لویش)ته په کې هېڅ اشاره نه ده شوې، نو ځکه یې عملي ګټه او پایله متصوره نه ده. په دې چې :
۱ په دغه ډول طرحې سره به دافغانانو تر منځ خبرو اترو هغه وخت لازمې پایلې درلودلی، که روانه جګړه له اوله دافغانانو له خوا پیل او اصلآ دسیاسي واک دلاسته راوړلو او یا ساتلو (دیوې کوچنۍ کړۍ د پاره به دغسې وي) په خا طر وی ،خو هر څه دغسې نه دي او جګړه تر دغې موخې دهر پلوه ډېره لویه ده .
۲ د افغان دولت او ښاغلي حکمتیارتر منځ د شوې سولې پایلو افغان ولس بې باوره کړی دی ،ځکه چې دیوې خوا په دغه تړون کې دبهرنیو پوځونو د وتلو سکالو ډېره تته ،پیکه او ناڅرګنده وه،او دبلې خوا جګړه لاهمغسې پراخه او توده روانه ده.د بهرنیو پوځونو اېستل هېر او ټول فکر او پام دامتیازونو او واک لاسته راوړلو ته اړول شوی دی .
د افغانانو تر منځ په دغه طرحه او په ټوله کې دسولې اړوند خبرې اترې هغه وخت عملي پایلې لرلی شي چې بنسټيزه ستونزه (دبهرنیو پوځونووتل) دجګړې داصلي لورې او مالک (امریکا) سره نیغ په نیغه طرحه شي. دغه کار په دې توګه سرته رسېدلی شي :
۱—افغان دولت په تېره بیا ښاغلی ولسمشر اشرف غني چې پخپله هم نارې وهي چې ،پردۍ جګړه (په سر کې د امریکاجګړه ) مخته بیایو،د ملي مسولیت اواحساس له مخې امریکا ته د دوې او ټولو ناتو پوځونو دایستلو مها ل ویش په ډاګه کړي .دا نه یوازې د طالبانو بلکې دغوڅ اکثریت افغانانو بنسټیزه غوښتنه او اواز دی .
۲--- که امریکا په رښتیا هم دلته سوله غواړي ،نو د جګړې د دوو اصلي لورو په توګه باید دطالبانو سره د خپلو پوځونود ایستلو مهال ویش په اړوند مخامخ خبرو کولو ته کښېني .
۳--- نسبتآ لڼډه او اغېزمنه لار داده چې امریکا ،افغان دولت او طالبان یو ځای او په ګډه د بهرنیو پوځونو دایستلو په مها ل ویش ،د جګړې پای ته رسولو ، سولې ټینګولو په مېکانیزمو، اقتصادي مرستود دوام، سیاسي اړیکواو نورو مهمو مسلوپه اړه نیغ په نیغه خبرې اترې او پرېکړې وکړي .
دیادونې وړده چې دبهرنیانو اوولس کلن ښکېلاکګر شتون او په خپل سردبربریت او وحشت ډکو کړنود هېواد هر بالغ او عاقل رښتینی افغان باید متیقین کړی وي چې دبهرنیانو پوځي شتون په هیڅ صورت زمونږ د خلکو او هېواد په ګټه نه دی. په اوسنۍ بڼه د امریکایې او ناتو پوځونود شتون او دجګړو د دوام په صورت کې به د طبعي زېرمو له کبله په نړۍ واله کچه بډای افغانستان لوټ ،تالا ترغۍ او سپېرې خاورې راته پاتې او د تل دپاره به موپردیو ته لاسونه اوږده پاتې وي.
اوس په نړۍ واله کچه د پوځي—اقتصادي ځواک انډول اوعامه ذهنیت دنوی ومو کلونو په څېر نه دی . دامریکا دنړۍ والې واکمنۍخوبونه په اوبو لاهو دي . خپل هېواد باید دزبر ځواکونو د سیا لیو، انډوخراو تباکونکو جګړو د ډګرکېدو څخه وژغورو.
په درنښت. ډاکتر سید احمد ماموند