ښاغلی محترم عبدالباري جهاني د "سوله، مګر کله؟" تر عنوان لاندی داسی لیکی:

"په افغانستان کي د سولي د ټينګېدلو په باب، چي بېګناه اولسونه یې د تقریباً څلوېښتو کالو راهیسي د جنګونو او بې امنیتیو له لاسه کړېږي، دونه لیکني سوي دي چي ښايي د بلي هیڅ موضوع په باره کي به نه وي لیکل سوي.

په افغانستان کي له ډېر محدود اقلیت څخه پرته، چي د جنګ په دوام کي خپلي ګټي ویني، نور ټول خلک هر ګړی، په هرو شرایطو چي وي، سوله غواړي. سوال دا دی چي سوله ولي نه راځي؟

په دې کي شک نسته چي خارجي قوتونه، یا په څرګنده ووایو، پاکستان، شوروي اتحاد او اوس روسیه، اېران او متحده ایالاتو هر یوه په خپل وار، د خپلو ټاکلو اهدافو او ګټو لپاره، د افغانستان د داخلي جنګ اور تازه کړی او خاموش کېدلو ته یې نه دی پرې ایښی. مګر موږ د یوه غیرتي اولس په څېر، چي د پنځه زره کلن تمدن ادعا کوو، دې ستر هدف ته د رسېدلو لپاره څه کړي دي؟

او سوال دا دی چي څه کولای سو کنه؟

زه په دې باور یم چي هغه قدرتونه چي ما یې مخکي یادونه وکړه، په افغانستان کي سوله ونه غواړي موږ په هیواد کي سوله نه سو ټینګولای. مګر دونه کولای سو چي په لوی لاس د جنګ اور ته لمن ونه وهو.

په کابل کي د فبروري پر اته ویشتمه، د سولي د کابل پروسې د دوهم کنفرانس په پیل کي، د اولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په وینا کي ډېري ښې خبري وې.

هغه د لومړي ځل لپاره طالبانو ته د حکومت د یوه مخالف قدرت په حیث د سولي په ټینګولو کي داسي بلنه ورکړه چي تر اوسه پوري چا نه وه ورکړې، او هغه دا چي له هغوی سره یې ژمنه وکړه چي د یوه مخالف قدرت په حیث به یې په رسمیت پېژني، په کابل کي به دفتر ورکوي، په انتخاباتو کي به ونډه ورکوي؛ اوربند به ورسره کوي، بندیان به یې خوشي کوي؛ اودا داسي پېشنهادونه ول چي تر اوسه پوري په رسمي توګه مطرح سوي نه وه.

طالبانو د اولسمشر د دې خبرو په مقابل کي سمدستي سوړ او حتی منفي عکس العمل وښود او ویې ویل چي د اولسمشر غني په خبرو کي د هغوی اصلي غوښتني ته چي له افغانستان څخه د خارجي قواوو وتل دي هیڅ اشاره ونه کړه.

که څه هم چي، د سولي په مسله کي، زه پخپله د افغانستان د اوسني حکومت د ډېرو سترو مقاماتو پر سم نیت باندي شکمن یم خو نه باید د دوی ناوړه او بد نیتونه او نه باید د طالبانو سمدستي منفي عکس العمل موږ ناهیلي کړي.

په جنګ کي د لګیا قواوو، چي د یوه بل وینو ته تږي ناست وي، هر وخت د سولي او دوستی په باب دریځونه دونه سره لیري وي چي سړی فکر کوي هیڅ به ترې جوړ نه سي؛ خو بالاخره یوه ورځ رڼا سي، د سولي لمر را وخېژي او په هیواد کي کراره کراري سي.

د منورینو، لیکوالانو او ژورنالیسټانو وطیفه دا ده چي پر خپل حکومت باندي فشار راوړي چي پر خپلو خبرو او کړو ژمنو باندي ودرېږي. او ضمناً د هغو کسانو مخونه تور کړي چي، له بده مرغه د ښاغلي اشرف غني شاوخوا یې نیولې او شمېر یې ډېر زیات دی، د سولي د داعیې سره په لوی لاس خیانت کوي او زموږ د بېګناه اولسونو د وینو د تویېدلو او جونګړو د تباه کېدلو دوام او ابدي کېدل غواړي.

تر اوسه پوري خو داسي ده چي هغه څوک چي ریښتونې سوله غواړي هغه د سولي په ټينګېدلو کي وس نه لري او هغه کسان چي په دې لاره یو څه کولای سي او لږترلږه یو ګام اخیستلای سي هغوی له سولي سره په لوی لاس خیانت کوي.

زما به اولسمشر غني ته دا خواست وي چي که په ریشتیا سوله غواړي نو لومړی خو دي د سولي جریان پر یوه لاس کړي، څو دا معلومه سي چي طالبان له چا سره خبري وکړي او کومه مرجع موثره او ګټوره ده.

ما خپله تجربه ښيي چي طالبانو حتی ماته، چي د اطلاعاتو او کلتور وزیر وم، او د سولي له خبرو سره مي هیڅ اړه نه درلوده او هیڅ ډول واک او زور هم را سره نه وو، د سولي د خبرو پېشنهاد کاوه. د دې معنی دا ده چي د دې تر ټولو مهمي ملي او حیاتي مسلې په برخه کي خبري ګډې وډې دي او په حکومت کي دننه یې تقریبا شپږ یا اووه مرکزونه هر یو په اصطلاح پر خپل سر ډنګوي.

بله خبره دا ده چي که اولسمشر په ریشتیا هم په خپل قول کي صادق وي او په ریشتیا هم سوله غواړي نو سوله د خلیلي په څېر جګړه مارانو، چي په ژوند کي یې له وینو تویولو پرته بل هیڅ کار کړی نه دی، کار نه دی. دا کار باید یوه بېطرف او بې غرضه سړي او ادارې ته وسپارل سي.

زما له اولسمشر غني څخه هیله دا ده چي که غواړي د افغانستان په تاریخ کي یې نوم د تل لپاره وځلېږي او لمسیانو ته یې نېک نوم پاته سي نو سر له نن څخه دي د هیواد چاري تر ډېره خپلو اړوندو وزیرانو ته پرېږدي او خپل ټول قوت دي یوازي دغي مقدسي داعيې ته متوجه کړي."

--------------------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما