غټ ارمونی
*****
هغوی دواړه چې په پیښورکې د «سي،آی،ای» ددفترپه اندرپی(پوړۍ ـ زینه) کې سره مخامخ شول نویوبل ته مسکي اولاسونه یې ورکړل. له ستړي مشي اوګړې بړې نه وروسته یې په خبرو پیل وکړ.
ددوی دواړوباورښه پوخ شوچې له یوې سرچینې(منبع) نه یې څښي؛ ځکه چې څوک ددغه څارګر سازمان دغړیتوب کارت ددفترپه لویه دروازه کې ښکاره نه کړي نوپیره داری یې دننه نه ورپریدي. یویې دسي،آی،ای ددویم پوړله دفترنه راوتلی واو بل اوس ور روان وچې داندرپی په منځ کې سره مخا مخ شول او غیږې یې ورکړې. نورنوددوی ترمینځ هغه شک ورک شو چې پخوابه یې په یوبل کاوه.تردې وخته دوی په دې نه پوهیدل چې وطندار به یې هم دامریکا باوري دوست وي. اوس نو تاسره خدای په نیکۍ مل شه ښه سم دم باوري شول چې دواړه یې دیوې غوا د غولامځې دتینونه روي.
هغه چې ددفترنه راوتلی واوپه اندرپی ښکته راکوزیدو،ښه ښایسته امسا(کونټۍ) یې په ښي لاس کې وه اودپخواني باچا محمدظاهرسره یې ښې اړیکې لرلې، خوحقیقي دوستي اوکار یې د امریکایانو دپا ره ؤ.
دابل چې دیاد باچا په وخت کې هم غټ سړی واوبیا د ولسمشرمحمد داود په زمانه کې لانورهم په اوچته چوکۍ ولګیدواوهغه ته بیخي ډیر نیژدې و، دی هم دامریکا یانویو باوري خذمتګارګڼل کیدو.
دواړه دیوې سیمې اوسیدونکي وواوپه خپلوچاپیریالونوکې یې ښه رسوخ لاره. ولسي خلکوورته پوره درناوی درلوداو ددوی خبره یې کله هم ځمکې ته نه غورځوله. عا موخلکود هغوی دنورو اړیکواوکړنوپه اړه نه کوم پیکرکولای شواونه ترې خبروو.هغوی یواځې اویواځې دقومي مشرانو او ښو مخوروپه سترګه ورته کتل.
*****
دوی دواړه اوس اوس نن سباپه پاکستان کې کډوال وواو په پیښورکې اوسیدل.هریوه یې فکرکاوه چې کله هم په خیرټول کډوال بیرته وطن ته ستا نه شي اودملګروملتونوتر بیرغ لاندې دبیرته ستنیدو پلان عملي شي نوامریکا یا ن به یې ارو مرو دولسمشرۍ په چوکۍ کینوي اویابه یې خامخا دلومړي وزیرپه توګه ټاکي؛ ځکه به یې له دغودووچوکیونه په یوه مقرروي چې دوی دواړوهریوه بیل بیل ځانونه ترهرچا امریکا ته نیژدې ګڼل اوداسې پیکر(فکر) یې کاوه چې ددغو چوکیو دپاره له ټولونه ډیرحقدارهمدوی دي.
دهغوی په دې سرخلاص وچې امریکاهیڅکله هم جنګ سالارانواوجګړه مارانوډلوته بشپړقدرت نه سپاري.که دواک سپارل وي نوهمدوی ته به وي.
داچې اوس دوی دواړه دسي،أی،ای په اندرپی کې سره مخامخ شول نوپه دې وپوهیدل چې یودبل سیال دی. بیاهم د پاخه عمردتجربه کاروسپین ږیروپه توګه یې دسړې سینې او یوبل ته ددرناوي، تیریدنې اودوستۍ په روحیه خبرې پیل کړې. دوی په دې هم پوه شول چې که په مونږکې هریود امریکا له خوادولسمشرۍ اویا دلومړي وزارت په چوکۍ ولګیږي بیاهم یوبل ته به تیرشي اودویمه نومره چوکۍ به قبوله کړي. داټول پیکرونه اوخبرې ددوی په زړونوکې وې چې لا تراوسه یې له خولې نه، نه وې رابهرکړې.
*****
دداودخان دوخت دلوړې چوکۍ خاوند(وزیر) دې بل مخورته په خنداخندا لګیا شواوورته کړل یې(ویل یې):
یاره زه اوته په هرصورت کې جوړیدای شو.مونږدواړه د یوې زما نې خلک یواوپه یوه سیمه کې اوسیږو.دپاخه عمر تجربې راسره دي اوپه دې موهم یقین ټینګ شوچې دواړه په یوځای پورې تړلي یو.اوس نوخدای شته چې یودبل نه،نه شو پټیدای.هرڅه چې راپیښیږي دواړوته به یوشان وي اوکه هر امتیازراکول کیږي، انشأالله په یوه کچه به وي چې ډیر توپیر به په کې نه لیدل کیږي.
باچا ته ورنیژدې مخورهم دداوددوخت لوړپوړی صیب ته سرخوځاوه اودده خبرې یې ورتا ییدې کړې. دغه پخوانيلوړپوړي مخور بیا وارواخیست اووې ویل: یوه خبره چې زمااوستا دپاره ډیره موهیمه(مهمه) ده هغه دا ده چې زه اوته خوپه خپل منځ کې جوړیدای شواویوبل ته په اسا نۍ تیریدای شو،لیکین دې ته دې پیکراوپام راواړوه چې ستا زوي«...» ډیرغټ آرمونی(حرامي) دی.هغه ته دې پیکر اوسه چې مونږدواړه په خا لي میدان پرې ندي.هغه به زمونږ نه مخکې شوی وي اود ولسمشرۍ په چوکۍ اویابه د پادشاهۍ په تخت رانه کیناستلی وی.
هغه دومره لوی حرامزاده دی چې حتاّ زما اوستا په اړه به یې لاهمدااوس سي،آی،ای ته غلط غلط راپورونه ورکړي وي او زمینه به یې دې ته برابره کړې وي چې یووخت په خپله د هیواد دمشرۍ لونګۍ په سرکړي.
*****
دسي،آی،ای په اندرپی(زینه)کې ددې دواړومخورودمخامخ کیدونه څه موده تیره شوه. لومړنی مخورچې محمدظاهرشاه ته ورنیژدی وپه پیښورکې دوسله والو دکومې ډلې له خواپه دې مسخد(مقصد،موخه)ترورشوچې که کډوال بیرته هیوادته ستانه شي چې مشري ورته ورنه کړای شي اوددوی ځای ونه نیسي. دغه ډله چې دیا د مخوردترورشک پې کیدو، تر اخیره په دې پیکرکې وه چې ددولت واګې به دوی په لاس کې نیسي. ددې ډلې له خوا دهغه دوژلوداوازې ترڅنګ داسې ګونګوسي هم ووچې باچا ته ورنیژدې مخورپه خپله خپل زوی یې چې دخپلې مخې خنډ یې ګاڼه له منځه وړی دی.
*****
دغه مخورخویې وواژه، داچې چابه وژلی وي؟ دایواځې پاک الله اووژونکي ته مالومه ده .اودابل هم په دې موده کې نوردامسأ شوی اوهغه دچاخبره دګورپه غاړه ولاړو، خویره هغه خبره یې ریشتیاشوه چې وژل شوي سپین ږیري ته یې د سي،آی،ای په اندرپی کې کړې وه.هغه ورته ویلي ووچې: «ستازوي غټ ارمونی دی، پام دې اوسه چې چیرته په خپله د مشرې په چوکۍ نوکې ټینګې نه کړي اوما اوتا له میدانه خا لي لاسونه وباسي».
*****
لکه څنګه چې دې سپین ږیري یې اټکل کړی و، همداسې وشول.دوژل شوي سپین ږیري زوي لوبه وګټله. دهیوادپه اوچتې چوکۍ داسې جوخت اواوچت کیناستوچې دچاپلاربه یې ترې راکوزنه کړي.
«پای»
دلیکلونیټه یې :۰۲/۰۹/۲۰۱۰ /ــ۱۱/۶/۱۳۸۹