حسن او غرور دواړه بقا نلري
کله هم دا ښکلي وفا نلري

راز د محبت سترګو کې پوه شومه
خیر دې که شرمیږې پروا نلري

ګوره د رقیب په خوله تیر نه ووځې
خدایږو پیرزوینه په چا نلري

څومره ډیر خالونه دې وهلي دي
دومره ډیر ګلونه صحرا نلري

پیڅکی د پوړني خوله کې مه نیسه
مه شرمیږه مینه ګناه نلري

پام کوه طبیب ته یې ونه وایې
مینه داسې رنځ دی دوا نلري
اوسلو - ناروې