تایلینډ کې اوس هم لږترلږه درې نیم لکه کمبودیایي مهاجر کاریګر شته چې په دغه هیواد کې د کار کولو قانوني اسناد په لاس نلري او د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره له اوږدې مودې انتظار باسي.

په دغه هکله د تایلینډ او کمبودیا حکومتونو د کار او عامه چارو وزیرانو تیره سه شنبه تایلینډ کې کډه غونډه ترسره کړه.

د کمبودیا د کار او عامه چارو وزیر آیت سامهنګ په دغه غونډه کې له خپل تایلینډي سیال عادل سانګسو څخه وغوښتل ترڅو کمبودیايي کډوالو ته د اسنادو ورکولو پروسه دې وِغځوي.

د غونډې په پایله کې تایلینډي چارواکو موافقه وکړه چې د کمبودیایي کډوالو لپاره به د نوم لیکنې پروسه د روان کال د جون میاشتې پورې وغځوي، ترڅو هغوی وکولې شي د کار قانوني اسناد ترلاسه کړي.

د تایلینډ حکومت څو میاشتې وړاندې په هیواد کې دننه د ناقانونه کډوالو په وړاندې سخت اقدامات په لار واچول چې له امله یې په زرګونو کډوال کاریګر بیکاره او د دغه هیواد پریښودو ته اړ شول.

د حکومت د دغه اقدام له امله ډیری سوداګرو په مظاهرو لاس پورې کړ چې وروسته بیا یاد حکومت اړ شو ترڅو ټولو ناقانونه کډوال کاریګرو ته د دویم چانس په توګه د نوم لیکنې پراخه پروسه پیل کړه.