احساس مې بوګنوي دا ستا یادونه ځي راځي
پرهر مې نه جوړیږي چې دردونه ځي را ځي

ځینې مټکورې كکرۍ دي یاغي شوې
په ذهن کې یې کرلي نفرتونه ځي راځي

لاس په کتاب کیږده، ایمان په ګمان مه بایله
انسان چې بدګمان شي عذابونه ځي راځي

هسې تخیل کې له جهانه لیرې تښتم
د سترګو رپیدو کې مې خوبونه ځي راځي

تږی وم ( وارث ) راته کنډول د کوثر راوړ
اوس پروت یمه په ځمکه اسمانونه ځي راځي
اوسلو ـ ناروې