اوس لر را څخه ورک دی، او هم بر را څخه ورک دی
خبرې شوې کې ډیرې، سم نظر را څخه ورک دی

دیدن به د منګي سره، ارزانه ؤ په لار کې
بدل شوله حالات، او که ګودر را څخه ورک دی

ډیوه ګرځوم ورځ کې، عجیبه ده راته خاندي
د سترګو ځیر مې کم دی، او که لمر را څخه ورک دی

په څنګ کې مې د یار، خماري شوی یم بې بنګو
عجیبه نیشه یي شوم ، خپل څادر را څخه ورک دی

یارزیه لیونیه! اوس رمې پیایه په غرو کې
چې چغې وهې لار کې ټیک د سر را څخه ورک دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جاوید یارزی
۱۳۹۵/۵/۲۱