نارې مه وهه په زوره, ،شر به جوړ شي
که دې وباسي له کوره، شر به جوړ شي

دلته مینه په لوی جرم کې حساب ده
ځان ساته له هره توره، شر به جوړ شي

ځه چې ځو له دغه کلي ښار ته لاړ شو
ځان به باسو له سور اوره ، شربه جوړ شي

پام! همزولو ته کیسه کله ونه کړې
رسوایي به شي بیا نوره ، شر به جوړشي

د سنګسار رواج لا اوسه پورې پاتې
رسوي دې بیا تر ګوره ، شر به جوړ شي

چې په خوله د ( وارث ) نوم کله وانخلې
خلاص به نه شو له پیغوره ، شر به جوړ شي

اوسلو ـ ناروې