افغان کرکټ
ستا ښکلې شنې جامې مې هم خوښیږي ستا بیټونه او نښانې مې هم خوښیږي
ستا سینه کې هغه نوم افغانستان ستا ټولنې او مشوری می هم خوښیږی
په بري کې چې نعره شي د تکبیر د لیدونکو ولولې مې هم خوښیږی
هغه ټیم چی وي مات شوی او خپل نه وي د مؤمنو کارنامې مې هم خوښیږي
محمدی او یانبی چی زه وګورم ها ستمپونه او ویکټې مې هم خوښیږي
آزانونه چې شهزاد کړی لمونځ لپاره د تکبیر ښکلی نعرې مې هم خوښیږي
چې په جمع کړي لمونځونه ټول لوبغاړي دا قیامونه او سجدې مې هم خوښیږي
نورعلي چې په آغاز کې ولوبیږي دافسر ځاځي جامې مې هم خوښېږي
د راشدارمان ویکټې نرمې نرمې د نجیب ښکلې چکې مې هم خوښیږی
دا دولت چې پرې رامنډې کړي چټک اوټ لپاره اشارې مې هم خوښیږي
اصغرچې کپتاني کې خولۍ کیږدي دا سرتیرې غلبلې می هم خوښېږي
د حمزه دا په مکیز بالونه ګوره مزاری مخ شرارې مې هم خوښیږي
شاو خوا کې د لیدونکو خنداګانې ښې په وزن ترانې مې هم خوښیږي
دا شینواری چې په لوبه کې شي ستړی د بري ټولې صحنې مې هم خوښېږي
د اشرف دا دنګه ونه او ویکټې د منګل نوروز فورې مې هم خوښېږي
د شاپور دا اوږدې څڼې او انداز دحمید په سر حلقې مې هم خوښېږي
کریم خان صادق په پیل کې د لوبو د آفتاب، حمزه ، منډې مې هم خوښېږي
چې په فام کې وي نایب چکې یې ګوره دجاوید ورو ورو نمرې مې هم خوښیږي
دا روښان ، صابر، رحمت کوي چې لوبه د شفیق د بېټ شیبې مې هم خوښیږي
د اعثمان او شهیدی چې زه وګورم دفرید صابر لوبې مې هم خوښېږي
حضرت الله نوین روښا ن صابرنوری د دوی ټولو ښې څېرې مې هم خوښیږي
دا په پیل کې د ترکي راوتل د افغان د بیټ حملې مې هم خوښېږي
د فزیو ښکلې څېره ټیم کې ښه ښکاري کرکټ بورډ ها نښانې مې هم خوښېږي
چې له فتحې سره جګ شي ښکلی توغ په آخرکې مرکې مې هم خوښېږي
چې تکرار د لوبې لنډ لنډ ښکاروي دټی وي هغه صحنې مې هم خوښیږي
دفرید هوتک د فتح هراعلان په فیسبوک کې اعلامیې مې هم خوښېږي
غم لیدلی هیوادوال چې هوسیږي دعاګانې او تلوسې مې هم خوښیږي