دښته کې کیږدۍ باران وهلې وه
لاړله جینۍ باران وهلې وه

ټوله رپیدله توده نه شوله
ځکه چې شړۍ باران وهلې وه

نه وه په ګودر کې نن ناسوبه وه
ګوره لیونۍ باران وهلې وه

بره غره لمن کې رمه نه څري
خدایږو سیلانۍ باران وهلې وه

هلته د همزول وشورماشور منځ کې
ناسته وه بدرۍ باران وهلې وه

( وارثه ) د قاف غر څنګه چوپ ناست وه
نن خو ښاپیرۍ باران وهلې وه

اوسلو ـ ناروې