د پښتونخوا ولسي خلکو لس ورځي د پاکستان په پلازمینه، اسلام آباد کې د شهید نقیب الله مسید د مظلومانه وژنې په غبرګون کې احتجاجی غونډه او بیا (دهرنا) وکړه، له چارواکو یې د هغه د قاتل د نیولو او بیا محکمه کولو او ورسره په جنوبی وزیرستان کې د مسیدو په سیمه کې د ماینونو د ایستلو او بیا روغونې چارو په هکله ځانګړي غوښتنې درلودي، چې د چارواکو له لوري د دوي دریز ته ځواب وویل شو او پدې بهانه چې د یوي میاشتې په موده کې به یې غوښتنو ته د حل لاري مومي، د یو شمیر مخورو په منځګړیتوب یې دا احتجاجي غوڼده پاې ته ورسوله. په خبرونو کې دا یادونه هم وشوه چې که په ورته وخت کې په شوو ژمنو عمل ونه شي، نو میشتي خورې ورې پرګنیې به بیا سره را غونډیږي او خپلو احتجاجي ګواښونو ته به دوام ورکوي.

د پښتونخوا د ولسې خلکو دا مدنې غوځښتونه د زیاتو روڼ اندو له لوري د ستاینې وړ هم وبلل شول او موږ هم پري ویاړو چې پښتنو قبایلو له څو لسیزو وروسته بیا د خپلو حقونو د غوښتلو او د وژل شوو اتلانو په ویر کې داسي ځان نثاري ننداري وړاندي کړي. یو شمیر د قلم خاوندانو بیا د خپلو افکارو په درشل کې دي ډول پاڅونونو ته د یویشتمې پيړي د بیدارتیا نومونه ورکړي او چا هم بیا دا هیلې څرګندي کړي چې دا له ایسارته د پښتون قوم د خلاصون نوي سیاسي ابتکارات دي. خو له بده مرغه پخپله پاکستاني رسنیو د غونډي د برخوالو او ویناوالو خبري کوریچ ته دومره اهمیت ور نه ګړ لکه څنګه چې لازمه وه. دا خبره هم د یادونې وړ ده چې مقابل لوري یا پاکستاني چارواکې به هم په شوو ژمنو عملي اجرات ترسره کړي، او که څنګه؟، چې دا به هم پخپله وخت جوته وي. خو دلته ځینې نیمګړتیاوي هم شتون لري چې سړی نشي کولي پوره باور وکړي چې دا ډول اقدامات به پخپله د عامو پښتنو وګړو د احساساتو شانداره عکاسي وي. ځکه په مجموع کې پښتون اکثریت بیا په تیره د قبایلي سمیو زیات اوسیدونکي د زده کړو له نعمته محروم دي، چې پوهه نه وي نو شعور بیا کله شتون لري. نو په اوسنې عصر کې داسي چاري بې له علمي پوهې او ذکاوته او ورسره تدبیره هم خورا ناممکنه دي چې ترسره شي.

دا منم او سمه خبره ده چې د شهید نقیب الله فیشنې موډ او ښایسته ځوانې ضایعه کیدل د هر اشنا او نااشنا د زړه درد سیوا کوي او له غمه ډک د کومي احساسات یې راپاره وي، خو که د تیرو څو کلونو و ورانیو او غمیزو ته په ځغلنده نظر سره وګورو، نو داسي په زرګونه پښتنې سټې او ځوانان د اغیارو د شمو اهدافو قرباني شوي دي او حتا چې وروسته له مرګه یې بیا چا نوم هم یاد کړی نه دی. نو دا بیا څرنګه کیدايې شي، چې د یو شهید په ویر کې داسي ستر غبرګونونه وښودل شي او ټوله پښتونخوا د په خوځښت کې راشي؟!

 

همداراز پښتنو مشرانو هم تل د پښتنې پرګنيو د سوکالي په موخه کومي کارنامي نه دي ترسره کړي، بلکه دوي یې رزمې حماسي او غچ اخستنې ډګر ته هڅولي دي. لمسولي یې دي او د دوي له تودو احساساتو څخه یې ناوړي ګټې ترلاسه کړي، چې ښې بیلګې همدا اوس په اسلام آباد کې د ملتپالو مشرانو تندې خبري او په پکتیا کې د مکتبوالو مشرانو هغه ویناووي وي چې میشتې پرګنې یې پردي  پړه وبلل چې د نورو وروسته پاتو ولایتونو په پرتله هم خپل حقونه نشي ترلاسه کولي. پدې پلمه سره عام ذهنيتونه د ځان پلوي کوي او پدې لټه کې دي چې پدې نامه سره کومي ښيې توښي چې شتون لري هغه د ځان کړي. نو له دي څخه هم داسي انګیرل کیږي چې ددي حرکتونو ترشا ځینې مبهم لاسونه شتون لري.

دریمه داچې د تیرو څو وروستیو کلونو په دوران کې طراحانو په اسلام آباد کې د طاهر قادري په وساطت د منهاج القران او د عمران خان په وساطت د انصاف په غلوونکو نومونو سره د راويخیلو د احساساتو ننداري په مارشونو او درناوو سره وکړي خو دي حربو او ضربو کومي پایلي نه درلودي او کورټ ناکامي شوي. اوس یې د ستراتیژي په بدلولو سره د پښتنې پرګنېو د هڅونې لیوالتیا ښودلي او غواړي پدې ډول خپلو مخو ته ورسیږي. کنه! دا له هر لوري د خورو ورو پښتنو ورتلل او بیا په یو ځای کې سره تم کیدل د یو طرحه شوي پلان پرته ناممکنه دی؟!

دا او داسي نوري ورته خبري ټولي ددي لامل کیږي چې په اسلام آباد کې د پښتنو دا اوسنې پاڅون او غبرګون یوازي د پښتنې پت او هوډ عکاسي نه کوي، بلکه نوري انکیزې او عوامل هم په وروسته کې له ځانه سره لري، چې طراحانو په داسي نامناسبه وخت کې پکار اچولي دي. نو ځکه خو ویلي شو چې پښتانه باټول شوي چې پاڅون وکړي. د ویرې او شک اندیښنه مو پدې کې ده چې دا د یار په جامه کې اغیار پخپلو شمو او ناوړو کړنو سره په یوه غشې څو ښکاره ونه کړي، یعنې هم به هغه هداف ترلاسه کړي، چې د راویخيلو د ملا قادري او عمران انصاف په مارشونو سره ترلاسه نه شول. بله داچې د هغوي ټولي نیمګړتیاوي او ناخوالي چې په دي دوران کې یې ترسره کړي، په پښتنو ور و نه تپې، دریم دا چې پښتانه د فاتحانو او صالحانو پر ځاي د ترهګرو په نامه نړیوالو ته ور ونه ښيئ، چې داسي یوه ذهنې ننګونه دوي له وړاندي لا پکار اچولې، چې په هغه کې مسلمانان بیا په تیره پښتانه بې تهذیبه بلل شوي او د دوي ټول کړنې ترهګریزي ښودلي دي.   

هره ساه چې په توبه او استغفار وړي  -  دا ملت اخیر د چا د ګناه بار وړي

اخیر څه جرم ختلي پدې خلکو          -  چې په سر باندي د خپل پردي ګوزار وړي

سوداګرو څه کانې ورباندې وکړي     -  مال د چا دی څوک یې ګټه د بازار وړي