طنز
محمود نظری
دمولۍ وحدت لیونی بل زوی

هغه ماشوم چې ډیرې کریغې وهي مور یې ژر پۍ پياپی ورکوي
هغه ماشوم چې آرام وي هغه ته په خوله کې تش خپل تی ورکوي
دا د طبیعت دقانون اساس دی چې سوې ژړا د هر چانظر کښوي
دا هم سته چې ډیر اسره من یا ټمبه کیږي یاهم جزا یې قی ورکوي

د وحدت له لانجو داصلي خلکوخپله آزادي هیره ده
هر یوه سره د ځان اواولاد د انساني قصابي ویره ده
هر یو په دې خیال دی چې ږیره اوږده که لنډه کړم
دلته د حکومت هلته د طالب څنګه خوله بنده کړم
نه پوهیرم په الوتکې کې تر کندهار ولاړ سم که بس
چي خدای مه کوه په لاره طالب رانه ونه باسي ټس
نه پوهیږم مامور سم که لیړۍ د پيازو او پټاټو واخلم
چې دځان وژونکو دلاسه په دفتر کې نه سم خولم پلم
نه پوهیږم بهر ووځم که په کور کې ګردي میز ته کښېنم
یا د طالب له ویرې په کور کې اکوبکي وکړم سره د صنم
مځکه را باندې ناتو اوطالب لکه تبۍ کړې تکه سره ده
دې وطن کې د ورور ورور وژولو راغلي دغچ کیسه ده
هره ورځ سل دوسوه دلته په ټس ټوس کې هډ هډ کیږي
دا اور غورځونکي غرونه زړه انسانان کله سړیږي
یو له بهره غړمبار دی بل له دننه دخرو هله ګوله ده
د خپلو له لاسه د افغان له خولې لویېدلې تیاره ګوله ده
وايي موږ راوستلي ډیموکراسي ده د ښځو ښه آزادي ده
هر ورځ دلته هلته د ښځو وهل او محاکمه صحرایي ده
وايي آزاد بازار دی مګرهغه په اصل کي فساد بازار دی
هر ورځ په کې تر پښو لاندې قلم د معلم مامورخوار دی
وايي ډيمو کراسی ده یوازې د پردي کوز پاس خوله ایله ده
لوچک دولت ته راایستلې له خپلې پایڅې دخره غټه اله ده
وايي زموږ سره د مخدره توکو د منځ وړولو نخښه ده
یو میلیون يې په روږد کړل وایي دا د ښو خلکوښه نښه ده
هیڅ نه پوهیږو دلته روانه د امریکا څه ډول وړینه کیسه ده
سم، سم کیسه کیږي د کاږه یې پښه پر چچو غاړه پرته ده
امریکا باورلري ددي مولۍ وحدت اخیرنر زوی پیدا کیږي
د کرکې په دود لړلۍ دد نیا قانون ته یو بې روی پیدا کیږي
پوښتنه وسوه له« کیری»څه پوهیږې د وحدت بال بچ به وي نر
ته یې سکه پلار يې څنګه پوهیږي په دې مادر رندي هنر
ول ما لیدلې له اوله غټه ږیره د مولۍ وحدت په پښو کي
ماول هغوی لکه چي ځان پاک کړی نه وه په هغه شیبو کې
اخیر د مولۍ وحدت دسترګو نور په مزار کې وزیږیدئ
د خپل دغلا پیسو د ساتلو لپاره یې جهان زار زار و خندوئ
دا وطن به هله مامن سي چې ورک ترې پردي چرندک سي
کار اهل کار ته وسپارل سي له څرمني يې ورک خمندک سي
دا د شا لخوا لیوني د پنځوس پرته پنځوس نور نور غواړي
اشتها یې خورا ډیره ښه ده افغانستان ټول بې تول غواړي
ددې ډیموکراسی ښه ده ځان روږد کړو بیا په روژه او لمانځه
چې خلاص سو بیا د طالبانو د تورو کیبلو اومور انا کانځه
خولم پلم ( په وینو ککړ)،خمندک (منګور)