.... د «تحقیق میتودولوژي» تر عنوان لاندې د تیرې مقالې په دوام، په دې مقاله کې په خپلواکه توګه د څېړنیزې پروژې پر مدیریت، پړاوونو او ګامونو بحث کوو.  دا مقاله د څېړونکي سره د تحقیق د عمومي مرحلو په پیژندلو کې مرسته کوي. هغه محصلین او څېړونکي چې د  څېړنو تجربه لري، د دې مقالې له موضوعاتو سره به پوره بلدتیا ولري خو تازه او بې تجربې څېړونکو او محصلینو لپاره یې لوستل خورا مهم دي. 

 

په دې مقاله کې لولو: 

د خپلواکې څېړنې ستونزې 

د څېړنیزې پروژې عام ماهئیت او فطرت 

د څېړنیزې پروژې  جوړښت 

د څېړنیزې پروژې د مدیریت پلان 

 

په یوازې ځان/مستقله توګه د تحقیق په برخه کې ستونزې  

په دې برخه کې هغه ستونزې څېړو چې محصلین یا تازه څېړونکي د خپل څېړنیز کار په برخه کې  ورسره مخ کیږي. د علمي/اکاډیمیکو څېړنو په برخه کې څیړونکي په یوازې ځان د پروژې د ترسره کولو مسؤلیت لري او په دې برخه کې باید د هرې ستونزې د حل موندلو لپاره فکر وکړي، او منظم پلان ترتیب کړي. څېړونکي له دې ستونزو سره هغه مهال مخ کیږي، چې کله د خپلې ماسټرۍ یا ډوکټورا د سند د دفاع لپاره پر علمي څېړنو کار کوي. 

فطرتاً، د څېړنیزې پروژې پر وخت بشپړولو، او د ټاکل شوې  نېټې سره سم د مختلفو فعالیتونو تر سره کولو لپاره بایده ده، چې یوه اندازه مالوم او سیستماتیک فعالیتونه د منل شوي او تعریف شوي ترتیب سره سم تر سره او په دې جریان کې راتلونکو ستونزو ته غښتلې حل لاره وموندل شي. د تازه څېړونکو او هغه محصلینو لپاره چې تازه یې پر څیړنو کار پیل کړی، په کار ده چې په یو وخت کې یوازې پر یوه پروژه کار وکړي او د خپل څېړنیز کار په جریان کې د لارښود استاد مشورې په دقت نوټ او د کار په جریان کې عملي کړي، همدارنګه باید د هرې ستونزې سره د مخ کېدو سره سم د خپل لارښود استاد سره مشوره وکړي. 

د محصلینو یا تازه څېړونکو کار ته په کتو، ځینې داسې ستونزې دي چې ډیری محصلین ورسره مخ کیږي چې دا تیروتنې نیغ په نیغه د کار پر پایلو بده اغیزه لري. 

د ډيزاین په برخه کې ستونزې: څېړونکي د ډيزاین په برخه کې ځان نه ستومانه کوي، د تحقیق بنسټ یا اساس اېښولو په خاطر لږ مطالعه کوي، هدف یې مبهم، فرضیه یې غیر مسلکي او د تحقیق هدف، فرضییه او پوښتنه یې یو له بل سره اړیکه نلري. 

د پوښتنلیک ډيزاین: څيړونکي په دې برخه کې د پوښتنو په اړه فکر کوي، خو لازمه ده چې د پوښتنو سره سره د پوښتنلیک تخنیکي برخه له پامه ونه غورځول شي. د پوښتنې جوړښت، تخنیک، مالوم هدف، او د پوښتنو لړۍ بیا هغه سلسله مسایل دي چې د تحلیل په برخه کې څیړونکي ته سرخوږی جوړوي. 

د تحقیق د ډيزاین په برخه کې ستونزې: د مناسبې او وړ میتودولوژي نه ټاکل او یا د ناقصې میتودلوژي ټاکل بله لویه ستونزه ده چې د څیړنیز راپور اعتماد زیانمنوي. په دې برخه کې بله لویه ستونزه د نمونو غوراوی یا ټاکل دي، د نمونه ګیرۍ پلان د احصائیوي او ریاضیکي میتودونو په رڼا کې ډیزاین کیږي چې ډيری څيړونکي دې برخې ته هومره اهمیت نه ورکوي. 

د احصائیوي علومو برخه: لاندې به یې د تحلیل په برخه کې هم ولولو چې څېړونکي د احصایې د تحلیل په برخه کې کمه پوهه لري او له کوم چا مرسته هم نه غواړي نو هماغه وي چې کله خپل څیړنیز راپور د منظوري لپاره وسپاري بیا بیا رد کیږي. باید په یاد وساتو چې د پوښتنلیک د ډيزاین پرمهال د تحلیل برخه له یاده ونه غورځوو او د هرې پوښتنې او د میزاني د ټاکلو پرمهال د هغه سوال احصائیوي تحلیل میکانیزمونه په پام کې ونیسو. 

 

د څېړنیزې پروژې ماهئیت او فطرت 

څېړونکی باید په یاد ولري، چې د مربوط اکاډیمیک نهاد یا پوهنتون هر ډول ډسپلین منلو، د تحقیق د عنوان ټاکلو او یا بل هر صورت کې د تحقیق اساسي عنصر یا مبادي یو ډول وي. په دې مانا، چې د تحقیق منل شوي او اساسي مبادي یا اصولو کې د څېړونکو لخوا هیڅ‌ډول کمی یا زیاتی نه رامنځته کیږي، بلکه د څېړنیز کار په جریان کې د تحقیق اصول په نظر کې نیولو سره خپل کار تر سره کوي. د دې یوه ګټه دا ده چې د پروژې په پای کې څيړونکی د خپل څېړنیز کار د پایلو څخه د همدې منل شویو اصولو په رڼا کې دفاع کوي او د همدې کار د اعتماد او اعتبار اندازه لوړوي. 

د څېړنو اصول یا اساسات په هره علمي برخه، (ټولنیز علوم، انساني علوم، یا هم هنري...) برخو کې یو ډول وي خو میتودولوژي او میتودونه یې خورا توپیر لري.  

نوټ:  راتلونکې مقاله به د څېړنو میتود، میتودولوژي او د دواړو تر منځ توپیر پیژندلو ته ځانګړې کړو. 

ټول منوګراف یا تیزس رپوټونه د پیژندګلوي، لنډیز، منځنپانګې یا تنې، د موادو مطالعې، د موضوع هر اړخیزې څېړنې، اساسي تحلیل، پایلو او مهمو سپارښتنو څخه د موضوع د قرینې یا سیاق او د موضوع په اړه د موجوده مالوماتو په رڼا کې رامنځته کیږي. د منوګراف یا تیزس ټول رپوټونه باید د منل شوي، منطقي او سیستماتیک جوړښت/فارمټ سره سم ولیکل شي، تر څو لوستونکو ته د موضوع په اړه هر اړخیز تازه مالومات ورکړي، او د منل شویو اصولو په رڼا کې ترتیب شوي وي. د منوګراف یا تیزس د لیکلو پر مهال، څېړونکی او محصلین باید د مربوطه لارښود لارښوونې او غوښتنې په نظر کې ونیسي او د همدې اصولو په رڼا کې خپل رپوټ تسلیم او وړاندې کړي. 

 

د څېړنیزې پروژې جوړښت 

په لومړۍ مرحله کې، د پوهنتون منوګراف یا تحقیقاتي پروژه که په هره اندازه وي ټول کارونه یې باید په لاندې لسو برخو تقسیم او تر سره شي: 

 

 

د تحقیق ساحه یا برخه ټاکل 

د څېړنو په جریان کې، دا هغه اکاډیمیکه برخه ده چې څېړونکی خپل تحقیق تر سره کوي. عموماً، د څېړنو موضوع د څېړونکي د تخصص او رشتې په برخه کې انتخابیږي ځکه څېړونکی کولای شي په نوموړې برخه کې تازه مالومات ومومي چې په پایله کې د هماغې رشتې د علمي پرمخیون سبب ګرځي. همدارنګه، نوموړې برخه باید د څېړونکي د علاقې وړ وي تر څو په پوره علاقمندۍ د تحقیق په جریان کې موضوعات په دقت وڅېړي او ښې پایلې تر لاسه کړي. د تحقیق د موضوع په برخه کې د مناسب لارښود موندل او مالوماتي سرچینو ته لاسرسی د څېړونکي سره د هدف په رسیدو کې مرسته کوي. 

 

لومړنۍ مطالعه تر سره کول  

دا برخه، د موجوده لیکنو، مقالو، کتابونو او مالوماتو لوستل، د موضوع په اړه د اکاډیمیکو افرادو نظریات او مشورې اخیستل، او له نورو منابعو څخه د مالوماتو ټولول رانغاړي تر څو د موضوع په اړه موجود او نوي اطلاعات په پرتلیزه توګه وڅېړل شي. څېړونکی د پایلو په نتیجه کې په ډاګه ویلای شي چې د نوموړې موضوع په اړه کوم ډول اطلاعات موجود وو او څه یې نوي تر لاسه کړي/موندلي دي. 

 

د تحقیق د عنوان په اړه پریکړه کول 

په دې برخه کې څېړونکی د تحقیق لپاره مالوم، واضح تعریف او انځور شوی عنوان غوره کوي. واضح او تعریف شوی عنوان له څېړونکو سره د تحقیق د کار په جریان، مالوماتو را ټولولو، تحلیل او د کار له جریان څخه د ښه نظارت په برخو کې مرسته کوي. که د څېړنیز کار په جریان کې څېړونکی په دې پوه نشي چې غواړي څه تر لاسه کړي، نو څنګه به پوه شي چې کار یې د پلان سره سم پر مخ روان دی که څنګه؟ 

په دې برخه کې څېړونکو ته بایده ده، چې د تحقیق د عنوان ټاکلو سره سم د څېړنې د عمومي پوښتنې په اړه تصمیم ونیسي.  

نوټ: د څېړنو د پوښتنو، فرضیو او پوښتنلیک د ترتیبولو لپاره هم بیل او مشخص اصول شته دي. 

 

د تحقیق د میتودولوژې ډیزاین  

د تحقیق د عنوان او د تحقیق د عمومي یا اصلي پوښتنې له ټاکلو سره سم، څېړونکی باید د تحقیق د میتودولوژي په اړه فکر وکړي تر څو مناسبه میتودولوژي ډيزاین او غوره کړي، چې د هغې په رڼا کې به څېړونکی خپل کار ترسره کوي. د میتودولوژي د ډیزاین په برخه کې څېړونکی میتودونه په نښه کوي، چې آیا څېړنه یې کمي که کیفي تحقیق دی؟ کوم ډول اخلاقي معیارونه په نظر کې نیول کیږي؟ آیا ځانګړې تلنلارې موجودې دي؟ ولې نوموړې میتودولوژي غوره شوې؟ ګټې او ښیګڼې یې څه دي؟ کومې ستونزې لري؟ اطلاعات او ارقام له کوم ځای څخه را ټولیږي؟ اطلاعات او ارقام د کوم احصائیوي میتود له مخې تحلیل او تجزیه کیږي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې له څيړونکي سره د غوره او مناسبې میتودلوژۍ د ټاکلو په پروسه کې مرسته کوي. 

 

د تحقیق پروپوزل د کره کتنې او منښتې لپاره سپارل 

ډیر اکاډیمیک نهادونه، او پوهنتونونه د علمي څېړنو د پروپوزل سپارلو لپاره لارښود، منظم سیستم او د هرې مرحلې لپاره د پلان سره سم د پای نیټه لري. په ځینو حالاتو کې دا د سیستماتیکې ارزیابي پروسه وي چې د څېړونکي د کار څخه د کنترول په موخه رامنځته او یا په لاره اچول کیږي. محصلین او څیړونکي باید د یو منظم او همغږي پلان له مخې په دې پوه شي چې کوم کار، کله او څنګه تر سره کړي. 

 

د تحقیق عنوان او میتودولوژي نهایي کول 

د مربوطه اکاډیمیک نهاد یا پوهنتون د لارښود استاد یا مشر څېړونکي څخه د تبصرو/نظریاتو د تر لاسه کولو په رڼا کې، څېړونکی د تحقیق عنوان او میتودولوژي نهایي کوي. ډيری محصلین د خپلو اهدافو د ټاکلو په برخه کې لوړپروازي کوي، خو اکاډیمیک څېړونکي او مشر محققین تل دا ستونزه مطالعه کوي او هڅه کوي چې اهداف یې مشخص، مالوم او تعریف شوي وي، او هغوی پر دې پوهیږي چې د اهدافو د ترلاسه کولو او پروژې د مدیریت لپاره کوم ډول اهداف وټاکي. همدارنګه، څېړونکي باید په پام کې ونیسي چې د تحقیق د موضوع، عنوان، پوښتنې، میتودولوژي او اهدافو تر منځ یوه مالومه اړیکه موجوده وي کوم چې پایلو ته د رسیدو په برخه کې باید تل په نظر کې ونیول شي. 

د لومړنیو څېړنو او مطالعو په ترڅ کې، څيړونکي کولای شي د تحقیق په میتودولوژۍ  کې بدلون راوړي، د مثال په دول په پوښتنلیک کې تغیر او بدلون. 

 

د څېړنې تر سره کول (ارقام او اطلاعات را ټولول) 

څیړونکی د خپل پلان او ډيزاین یا هم د تحقیق د میتود سره سم، خپل ارقام او اطلاعات د لابراتور، کتابخانې او ارشیف، انټرنټ او یا هم له ټاکل شویو کلیو او کوڅو څخه را ټولوي. د اطلاعاتو او ارقامو د ځای په اړه د ډیزاین په برخه کې پریکړه کیږي، خو که له هر ځای څخه وي د لومړنیو او خامو اطلاعاتو یا ارقامو د را ټولولو دا عملي پروسه ترسره کیږي. د خامو اطلاعاتو او ارقامو په اړه مو څه فکر درلود؟ نهایتاً مو څه تر لاسه کړل؟ څېړونکی باید د دې دوو برخو تر منځ توپیر، تحلیل او د اهدافو د ټاکلو یا تغیر برخې ته دقت وکړي. 

 

د ارقامو او اطلاعاتو پروسس او تحلیل 

څېړونکی د ارقامو د راټولولو څخه وروسته د ارقامو او او طلاعاتو تحلیل او پروسس پیلوي تر څو خام ارقام پر مانا لرونکو موادو بدل کړي. دا پروسه د یو منظم او سیستماتیکې احصائیوي پروسې په جریان کې تر سره کیږي، نو له دې څخه یوه مهمه زدکړه دا کیدای شي چې څېړونکی باید د احصائیې لومړنی یا ابتدایي پوهه ولري. په دې برخه کې احصایئوي تحلیل، د ګراف او چارټ جوړول او یا هم د ارقامو فریکوینسي لست ترتیبول او ورته نورې چارې شامل دي. د دې برخې اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې څیړونکی باید څه تر لاسه کړي، بلکې خورا مهمه دا ده چې دا پروسه په اکاډیمیکه او علمي برخه کې څه مانا لري. 

 

د ریپوټ لیکل 

دا د څېړنیز راپور د چمتو کولو عملي پروسه ده چې پر بنسټ یې د څېړونکي کار – یا د یو محصل منوګراف او پروژه ارزیابي کیږي. د ریپوټ لیکلو پروسه باید کمه ونه ګڼل شي، په دې پروسه کې د ریپوټ لیکل، بیا کتنه، کره کتنه، ډیزاین یا فارمټ، د پښتۍ ډيزاین، چاپ او صحافي شامل دي. د ریپورټ لیکلو په برخه کې یوه طولاني پروسه چې د څېړونکي خورا دقت ته اړتیا لري، د منابعو لست کول، د ګراف او چارت منظم نمره او په منظمه توګه د ریپوټ په تنه کې د هغو تشریح کول شامل دي.  

 

د څېړنیز ریپوټ سپارل 

د څیړنیز ریپوټ د سپارلو لپاره د څېړونکي/محصل او پوهنتون تر منځ د یو هوکړه‌لیک یا پلان پر اساس یوه نیټه مالومه وي چې د هغه سره سم خپل ریپوټ د لارښوود استاد بیا کتنې او یا د اکاډیمیک کتن پلاوي تبصرو او له خپل اکاډیمیک سند څخه د دفاع په موخه سپاري. د اوږدمهاله او یا لویو تحقیقاتي پروژو پرمهال، د هرې مرحلې لپاره بیلې نیټې ټاکل شوې وي چې څیړونکي د هغه له مخې خپل کار په یو مالوم وخت کې بشپړوي. 

 

د څېړنیزې پروژې د مدیریت پلان 

د تحقیق یا هم بله هره پروژه چې د مختلفو فعالیتونو په ترڅ کې ترسره کیږي، یو منظم پلان او مدیریت ته ضرورت لري. د پروژې د مدیریت ساده تخنیکونه او پروسې په لاره اچول څیړونکي سره د پروژې د کارونو په ښه کنترول، د اغیزمن پلان جوړولو، د پروژې د هر فعالت لپاره د مشخص وخت ځانګړی کولو او د پروژې پر مهال د پرمختګ څخه د ښه څار د موقع برابرولو په برخه کې مرسته کوي. 

یو ساده خو ډير موثر تخنیک د ګانټ‌چارټ ترتیبول دي. ګانټ چارټ د پروژې له مدیر سره د پروژې په سمه او اغیزمنه توګه په تر سره کولو کې مرسته کوي. لاندې ساده نمونه د پروژې د پورته ذکر شویو لسو مرحلو یا فعالیتونو سره ترتیب شوی دی. 

 

 

 

د ګانټ چارټ نمونه: 

 

 

اخځلیک: 

 

پورته لیکنه او په دې برخه کې د لا زیاتو مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره لاندې مهم ماخذونه وړاندیزوم  او په دا مقاله د همدې سرچینو په رڼا کې لیکل شوې ده. 

 

 S Kumar, P Phrommathed - 2005 – Springer (Research Methodology) 

 

CR Kothari - 2004 – (Research methodology: Methods and techniques) 

 

G Marczyk, D DeMatteo, D Festinger - 2005 – (Essentials of research design and methodology.) 

 

 I Newman, CR Benz – 1998 (Qualitative-quantitative research methodology: Exploring the interactive continuum) 

 

 K Peffers, T Tuunanen, MA Rothenberger… - Journal of …, 2007 - Taylor & Francis (A design science research methodology for information systems research) 

 

 L Koul - 2009 - Vikas publishing (Methodology of Educational Research) 

 

 SJ Taylor, R Bogdan, M DeVault - 2015 – (Introduction to qualitative research methods: A guidebook and resource)