د نیوزیلنډ هیواد استرالیا ته وړاندیز کړې چی دغه هیواد چمتو دی تر څو (۱۵۰) کډوال د استرالیایي سمندري توقیف خونو څخه انتقال او په خپل هیواد کی میشت کړي.

خو د استرالیا لمړي وزیر مالکم ټرنبل د تېرې شنبې په وړځ خبریالانو ته ویلي چی دغه وړاندیز یی رد کړې. نوموړي ویلي، "دغه وړاندیز ته مونږ درناوې کوو، خو اوس مهال مونږ غواړو چی د متحده ایالاتو په تړون تمرکز وکړو تر څو په خپل ټاکلي وخت عملي شي."

د نیوزیلنډ لمړي وزیر (بېل انګلش) هم د وړاندیز رديدل تایید کړي او ویلي دي، " زه غواړم واضح کړم چی زمونږ وړاندیز اوس هم شته، نیوزیلنډ یوازې غواړي چی استرالیا سره د کډوالو په بحران کی مرسته وکړي، خو پرېکړه د استرالیا حکومت په لاس کی ده."

دا لمړی ځل نه دی چی استرالیا د نیوزیلنډ دغسې وړاندیز نه قبلوي. تېر کال هم د مالکم ټرنبل حکومت د نیوزیلنډ د پخواني لمړي وزیر (جان کي) دی ته ورته د کډوالو د انتقال غوښتنه رد کړې وه.

استرالیا ددی ترشا خپل هدف لري. دوی وېره لري که چېرې کډوال په نیوزیلنډ کی میشت شي چی د استرالیا ګاونډي هیواد دی، نو شاید انساني قاچاقبران له دی د مارکېټنګ په توګه ګټه پورته کړي او په دی ډول ښایي نور غیرقانوني کډوال هم د استرالیا په لور راتلو ته وهڅوي