که خدای وغـواړي رازونـه برالا شي

هرخاين به په همدی دنـيا رســوا شي

 

محتسب جب نه به پــريوزي جامــوونه

مخ تورن به شي چی ايښی وي دامونه

 

توطئی به په همدي نړی کی شنډ شي

پټ پلانونه بـــه له يومخی بربــنډ شي

 

تحـميل شــــوي اتلان به خاينان شـــي

په وطن کی به نوم وروکي قهرمان شي

 

دا نړئ به پاک له هررنګه  فتنو شي

بی خبــــره به خبر له دســيسو شـــي

 

ډيرمفتيان به د دی عصـر فاسقان شي

فاسقان به عارفـــان  او عالمان شــــي

 

خو لوی خدای په صابرانو کی صابردی

پــــرده دار د هر مؤمن او هر کافـر دی

 

*****                                               

                                                      خالد  / ویانا

 

(۱) زما دا شعر د مرحوم استاد رازق فانی د هغه  مشهور شعر ( خدا گر پرده بردارد ز روی کار آدمها ) نه په الهام ليکل شوی