په کابل ښارکې د پردیو محدود شمېر ځري هره ورځ په ټولنیزو او خواله رسنیو کې د زهرو په پاشلو، دښمن ته د تبلیغاتو او د عامه ذهنیتونو او باورونو د خرابولو، د حکومت کم ګڼلو، د بې باورۍ بحران د رامنځته کولو، د هېواد مشرتابه ته د توهین کولو او ښکنځلوپه موخه زهرجن بحثونه، پوسټونه، ټویټونه او لیکنې کوي.

د دغې مخربې ډلې شمېر د ګوتو په شمېر دی، خو په کابل کې د دوی تخریبي او تبلیغاتي فعالیتونه د خلکو پر ذهن، روان او باورونو نهایت منفي اغېز کوي، نو له همدې امله د دغو پردیو ځرو نیول، غلي کول او حتی ځپل د کشفي او امنیتي ارګانونو له مهمو دندو او لومړیتوبونو څخه ده.

که چېرې امنیتي او کشفي ارګانونه دوی تعقیب کړي، وې نیسي او د خپلو فعالیتونو، تبلیغاتو او ورانکاریو پوښتنې ګروېږنې ورڅخه وشي، نو باور دی چې دوی به یې د توجیه لپاره هیڅ منطق او قانع کوونکي دلایل ونه لري.

په تېرو څو میاشتو کې چې په بېلابېلو وختونو کې د دوی د ډلې درې تنه (قاضي محمد حسن حقیار، نظرمحمد مطمئن او انتظار خادم) ونیول شول او د لنډې مودې لپاره په توقیف خانو کې وساتل شول، نو له خوشې کولو وروسته داسې غلي او خاموش شول لکه له چرګه چې بڼې وباسې.

د دغو پردیو ځرو پر وړاندې همدغه ډول او حتی تر دې هم جدي اقدام پکار دی، ځکه دوی کرۍ ورځ د افغانستان قسم خوړلو دښمنانو ته تبلیغات کوي، هغوی برحقه ګڼي او وحشتونه یې په یو نه یو ډول توجیه کوي.

 بل لورته د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړتیا سترګې پټوي، حتی د ولس په ذهنونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه شکونه، پوښتنې او بې باورۍ را منځته کوي. دوی ته د دغو مخربو فعالیتونو په ترسره کولو سره د بهرنیو استخباراتي کړیو له لوري پیسې، امتیاز او حق الزحمه ورکول کېږي.

 دغه پردي ځري چې د خپلو منفي تبلیغاتو او مخربو فعالیتونو له امله اوس حتی ډېرو عادي هېوادوالو هم پېژندلي او تشخیص کړي دي، نو باور دی چې امنیتي او کشفي ارګانونه به د دوی په اړه لا ډېر اسناد او معلومات لري، نو هیله ده چې دوی وڅاري چې له چا سره اړیکې، ناسته او ولاړه لري.

که چېرې دغه د پردیو ځرو کوچنۍ ډله اصلاح او یا وځپل شي، نو باور دی چې بیا به هیڅوک هم زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو کمه ونه وایي، نه به د حکومت مثبت کړنې او لاسته راوړنې د خلکو په ذهنونو کې وټکوي او نه به هم په ډاګه د افغانستان د دښمنانو د وحشتونو او جنایتونو د توجیه کولو جرئت وکړي.

دښمن، دښمن دی که هغه په غرونو کې وي او یا په ښارونو کې. حتی په غرونو او غارونو له پټ او وسله وال دښمنه دغه د لستوڼي ماران (د پردیو ځري) په مراتبو خطرناک دي. نو تر ټولو لومړی د دغو مارانو چاره پکار ده.

هر وخت چې د دغو ځرو له ډلې څخه کوم یو نیول کېږي، نو نور یې نارې سورې جوړې کړي، یو او بل ته ور روان وي، عذرونه، زارۍ او ننواتې کوي، خو کله چې کوم مشر په واسطه او وسیله د دوی ځری له امنیتي ځواکونو را خوشې کړي، نو بیا پېغورونو ته شروع کړي، شیبه وړاندې حالت، وارخطایي او ډار یې هېر وي.